تاند- وسله والو طالبانو په کندهار ولایت کې ۱۳ انجنیران او د هغو ۲۰ ساتونکي تښتولي دي.

د کندهار چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو بېګا ناوخته په سپین بولدک ولسوالي کې د سړک جوړولو پر یوې کمپنۍ حمله وکړه، ۱۳ انجنیران او د هغو ۲۰ ساتونکي یې یرغمل کړل.

رویټرز خبري اژانس وايي چې د تښتول شویو انجنیرانو او د هغو د ساتونکو د خلاصون د هڅو په لړ کې څلور امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

طالبانو تراوسه پورې د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

دې ډلې تېره میاشت په همدې سیمه کې د ټاپي نللیکې د سروې ۶ مامورین تښتولي وو چې وروسته یې ووژل.

همداراز تېره میاشت طالبانو په بغلان ولایت کې د یوه برښناکوټ ۷ هندي انجنیران او د هغو یو افغان همکار وتښتول چې لا هم برمته دي.

5 thoughts on “طالبانو په سپین بولدک کې ۳۳ انجنیران او د هغو ساتونکي تښتولي”
  1. تالب ورته مه وايه دحيرامنډي دلالان ورته وايه ، د پنجاب اجيران ورته وايه ، د هغه پنجاب تورلينگيو غلامان ورته وايه چي کوم خلکو به د افغان د نوم په اوريدو په لاهور او ډيلي کي پرتوگونه ککړول . کوم چي دي بي غيرتو ، بي وجدانانو ، وحشي ځناورو جاهلانو دلاسه دافغان غيرت ، د افغان حوصله او عزت د خاورو سره خاوري کړه .
    داهغه خوارج دي چي داسلام پنامه يي دمسلمانانو قتل عام شروع کړي ! دا هغه بي فرهنگه جاهالان دي چي د پنجاب پنامه يي دخپل ورور وينه تويوي . نن ورځ خو غلاکول ددي وحشيانو لپاره د گناه عمل ښکاري نه ..

  2. هغه طالبان چه د خپل مؤمن ملت اودولت سره د د ناروا او غیر شرعی جګړی نه لاس نه اخلی باید هیڅ رحم ورباندی ونشی ، دا دافغانستان قسم خوړلی دښمنان دی . مګر په عین زمان کښی د هغو طالبانو د پاره چه نه غواړی دا ناروا جګړی ته دوام ورکړی ، د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت او ملت د صلحی اووروری غیږخلاصه ده .

  3. ټالب د تمدن ، انسانیت ، اسلام ، افغانیت ، پرمختګ دښمن ، د پنجاب غلام ، د جنایتونو قهرمان . لعنت ستاسو په عقل ، فکر او مزدوري شه.

  4. طالب ادعا لری چه جنګ او ډغری ئې یوازی او یوازی د اشغالګرانو په وړاندی مشروعیت لری حال داچه دا انجنیران بېچاره ګان نه خارجیان ښکاری او نه اشغالګران او نه امریکائیان او فقط د خپل ؤلس په خدمت کی صادقانه بوخت وه او په ضمن کی شاید اکثره ئې ددې خاوری صادق او زحمت کښ بچان او زموږ سپین وړونه ی او په ضمن کی لیاری او سړکونه یوه عام المنفعه پروژه ده چه د
    .جنګ د انګېزې سره هیڅ اړیکه نلری
    هیله ده چه طالب دې بېچاره ګانو انجنیرانو ته هیڅ ډول صدمه ونه رسوی او بیرته ئې په عزت خوشی کی

ځواب دلته پرېږدئ