په مدني حرم شرېف کې د خداى د استازي رسول عليه السلام د ممبر نه د افغانستان او افغانستان کې د سولې او جنګ بندولو په اړه د جمعې د خطبې مهم ټکي:
(نن ورځ ګرده اسلامي نړۍ د افغانانو ترمنځ سولې ته متوجه ده او طرفداري یې کوي او د دوى ترمنځ د شوي اوربند هرکلى کوي. دا پداسې حال کې ده چې دخپلمنځي جنګونو ، نفرتونو او نزاعاتو داسې درانده مصيبتونه پرې تيرشول چې له امله یې معصوم کوچنيان ووژل شول، ميندې بورې شوى او د مظلومانو دمرستې او پناه غوښتلو اوازونه تراسمانه ورسيدل.
اى افغانانو ورونو!
په سوله کې خير دى نو د خداى خاطر وکړئ سوله وکړئ او خپل ټول ذات البيني مسايل د سولې او مصالحت د لارې حل او فصل کړئ.
يو بل ته تير شئ، يو بل ته بخښنه وکړئ، ځکه خداى فرمايي چى ټول مومنان سره ورونه دي نو د ورونو ترمينځ سوله وکړئ. خداى فرمايي (هرڅوک چى حوصله وکړي او بخښنه وکړي نو بيشکه چى دا لوی کار دی او څوک چې دا کار کوي، لوی خلک دى.
ښکيلو ډلو!
دمسلمان د وينې د تويدو د مخنيوي په خاطر دخپلو شخصي مصلحتونو او ګټو څخه تېریدل ډير د فضيلت کار دى. بلکه اصل مصلحت او فايده همدا ده، او همدا شجاعت او غيرت دى.
نو د خپل قوم او ملت د وينې تويدو مخه ونيسئ، او د قران د حکم مطابق خپل ټول ذات البيني مسايل د سولې او مصالحت د لارې حل کړئ. يوله بل سره دخير په کارونو کې مرسته وکړئ. چې یو هم په کې سوله او د مسلمان د وینې نه تویول دي.
خداى مو شمله لوړه ساته، خبره مو يوه اوسه، او هميش په اتفاق واوسئ او خداى مو ترمينځ سوله قايمه کړه، او په زړونو کې مو خداى مينه او محبت پيدا کړه، او په هيواد کې مو خداى د فتنى عنف او ورور وژنې اورونه مړه کړه،
اى زما خدايه دمسلمانانو په حال رحم وکړه.
ژباړونکى. محمد اسماعيل مومند
اسلامى پوهنتون مدينه منوره