تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې ځواکونو یې په هلمند کې د یوناما یا د ملګروملتو پر دفتر د یوې خطرناکې حملې مخه نیولې ده.

د ملي امنیت د لوی ریاست له لوري په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي:«ترهګرو ډلو د هلمند په مرکز لشکرګاه کې د یوناما د دفتر ترڅنګ چاودېدونکي مواد تنظیمول خو مخکې تر دې چې دا پلان عملي کړي، د ملي امنیت ځواکونو کشف او شنډ کړ.»

په خبرپاڼه کې یادونه شوې چې چاودېدونکي مواد په دوو موټرسایکلونو کې ځای پرځای شوي ول.

امنیتي ځواکونو په دې تړاو د یوناما د دفتر ترڅنګ یو وسله وال سخت دریځی له دوو موټرسایکلونو سره نیولی دی.

د سږکال د مې په میاشت په کابل کې د ملګروملتو د کډوالو پر دفتر یا آی او ایم په برید کې نهه تنه ملکیان، یو پولیس او پنخه حمله کوونکي ووژل شول.

One thought on “ملي امنیت وايي، په هلمند کې یې پر یوناما د حملې مخه نیولې”
  1. لیکنه : سید ذاکر شاه (ســـــــادات) ۲۰/۰۹/۲۰۱۳ بسم الله الرحمن الرحیم د واشنـــــــګټن کــنفرانس ته وړانـــــدیزونه
    الحمد لله رب العالمين, والصلاة والسلام على أشرف الأنبياء والمرسلين على آله و أصحابه أجمعين. إِنَّ اللَّهَ لا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ
    له هر څه دمخه ددې غونډې جوړونکي او پالونکوڅخه بیا د افغانستان دیووالی او خپلواکې حرکت او د خپلواک افغانستان ملی حرکت، او د نوموړي حرکتونو له مشرانو څخه مننه کوو چې دافغان ولس د آرامۍ او هوسایۍ په اړه د بشري خواخوږۍ احساس کوي او په دې اړه یې عملي ګام پورته کولو لپاره تابیا کړی، په ځانګړي ډول دا چې مونږ ته یې د ولس د نجات او ښه راتلونکي لپاره دخپل نظر د څرګندولو فرصت مساعد کړی، همدا شان له ټولو هغو افرادو او ټولنو څخه هم مننه کوم چې په دې اړه یې هڅې کړې دي. د افغانستان په راتلونکي حکومت کي د سیاسي قدرت انډول د ملی ، دموکراتیک ، ټولنیز او اسلامي ارزښتونو ته په پام کې نیولو سره ریښتینی تیاري او تابیا وشي. د افغانستان او د افغان ولس او د سیمی سمبالتیا او ښه راتلونکي لپاره په راتلونکي حکومت کې د قدرت د انډول یا په حکومت کې د افغاني ټولو اړخونو د ګډون په اړه د ریښتینې سولی او ملی وحدت پروسی او جرګګی باندی دی د مؤقتی بیطرف انتقالی حکومت او نړیوال ټولنی تر نظارت لاندی کار وشی چې په ډیرغټ باور دا ویلی شم چې غیر له همدې لیاری بل هیڅ ښه بدیل یې نه وینم او نه دې نړیواله ټولنه او د ائتلاف ملګري بل کوم څه باندې چې د هغه په نتیجه کې به نوری لانجی راولاړې کړي فکر وکړي . . . لکه د فدرالیزم، یا ویش او داسی نور ناشونی او غیرعملی سوچونه دې خپل د ذهن څخه وباسي او یو بی طرف ه دریم قوت کسان دی ونومول شي کوم چې دې پروسی ته مؤثرواقع کیدلی شی او په ټولو خواوو کې د ښه نفوذ لرونکی وي او په لاندی صفاتو دسولی د پلی کولو پروګرام او اساسي قانون تعدیل او تدوین ضروري ګنم: ۱- لومړی د اساسي قانون ځینی مادې چې افغان شمول حیثیت ونلري اصلاح او تدوین شي چې افغان شموله شي او د ټولو افغانی اړخونو لپاره د منلو وړ وي تر څو پروني تپل شوي څیری یو ځل بیا په ولس ونه تپل شي: هرحکومتي نظام د خپلو کورنیو او بهرنیو چارو د تنظیم او سمون لپاره یو بشپړ او څرګند قانون ته ضرورت لري، ترڅو د ولس لپاره د مترقي او سوکاله ژوند لاره هواره شي، د دې قانون په چوکاټ کې هر څوک خپله دنده په سمه توګه وپیژني، اساسي قانون د هر هیواد لپاره مبرم ضرورت دی، ځکه چي له هغه پرته د ولس او هیواد د پرمختګ چارې او نظم راوستل ناشونې دې. اوټولنه به ستونزې او ګډوډې سره مخامخ کیږي، د اساسي قانون له لارې به د افغانستان د هر وګړي شخصي، مدني او سیاسیي حقوق تنظیم شي، اساسي قانون به وروڼو قومونو ته له تعصب او تبعیض پرته عادلانه حقوق ورکړي. زه په زغرده ویلې شم چې د اساسي قانون مسودې به د حریت په ازاده فضا کې د افغاني ملی قانون پوهانو لخوا لیکل کیږي بیا به ولس ته د تایید لپاره وړاندې کیږي، خو تر هغې وخته پورې د افغانستان اوسنې اساسي قانون ته اعتبار ورکړشي که څه هم چې ډیر داسی نیمګړتیاوې به لري چې بیا به پرې غور وشي. ۲- د ۲۰۱۴ ټولټاکنې لپاره د ښه قانونیت او عدالت په رڼا کې د امن شرایط برابرول تر ټولو ضروري بولم چې ددې لوې او با مسؤلیته دندې لپاره د یوې بې طرفې جرګګې یا مؤقتې شورا جوړښت اړین وینم . زما په اند د ۲۰۱۴ز کال ټولټاکنې د افغانستان د کشالې د حل لپاره به ډیره ګټوره نوي ځکه چې د دغو ټولټاکنو پلان به د موجوده نظام تر زور او اثر لاندې وي . په داسی حال کې چې تر ۵۰٪ زیاد ځایونه د دوې د واک او کنټرول څخه بهر دي نو نتیجه به یې هم د پخوانيو ټولټاکنو نه بهتره نوي، ټولو ولیده چې د ۲۰۰۴ او۲۰۰۹کلونو ټول ټاکنو د افغان ولس کړاوونه کم نه بلکې زیات یې کړل، په نامه د ولسي جرګي انتخابات هم دوه ځله وشول خو د دې پر ځای چې د ملت ستونزي هواري شي حالات نور هم خراب شول، دا ځکه چې انتخاباتي قوانین، ادارې او چارواکي یې ټول د پردیو د خواهشاتو او غوښتنو په مدار کښÛ جورړېدل، د افغان ولس اساسی غوښتونو او ضرورتونو ته هیڅ پام و نه شو، او یوځل بیا هماغه پخواني زور واکانو او جنګ سالارانو ځانونه د قدرت په ګدې ټینګ کړل، چې زمونږ مجبور ولس یې لکه اسیرانو خپل پنجو کې ساتلي نوموړو ټاکنو نه یوازي دا چې دافغانستان د بی وزله ولس زخمونو ته پټې کینښوده اولانجې یې حل نکړه بلکې د زور واکانو ادارې نړیوال او لویدیځ ملاتړي یې هم له زیاتي خنډونو سره مخ کړل، چې نتیجه یې نن مونږ تاسی ګورو چې بې حده درغلۍ وشوې، د رایو صندوقونه لا درکه شول، د وفاداری حلف مراسم د ځنډ او خنډ ښکار شول، او د ولسي جرګي افتتاحي غونډه څو میاشتي وځنډیده. ۳- د مسلحو مخالفینو دهویت او موجودیت منل او دوی سره خبری اتری یا دیالوګ کول حتمی بولم ځکه چې د هغوې د موجودیته پرته د سولی راتګ ممکنه نه وینم! د افغانستان مسلح مخالفین چې د ګاونډ ملکونو په مرسته ځانونه د جګړو له لیارو ثابت کړي او حق غوښتنه کوي د ځمکې پر سر یو مسلم حقیقت دي، او د سولی د ریښتینې پروسئ څخه بهتر بل ښه کوم طرحه او فورمول نه وینم . خوشرط یې دادې چې یوه بیطرفه مؤقته اداره د نړیوال ټولنې به مرسته او نظارت لاندې دا کار تر سره شي اوهیڅ څوک او اړخ دې دځان ځانې فکر نکوي او د ملي ګټو، ملی ارزښتونو، ځمکنې بشپړتیا او خپلواکې ته په پام کې نیولو نه پرته به یو ګام هم نه د ولس او نه د هیواد په ګټه وي نو هره خوا سازمانونه او ډلی دې تعهد وکړي چې دا لمړیتوبونه په پام کې ولري او په درنه سترګه به ور ته ګوري. ۴- د افغانستان خپلواکي او ځمکنې بشپړتیا ته د ټولو ګاونډیانو په شمول په احترام کتل او د اوسني سرحداتو په کلکه ساتل، متقابل احترام د نورو ملکونو او ګاونډیانو سره د هیواد د ملی ګټو په پام کې نیولو سره ښه اړیکې ضروری بولم: الله (ج) انسان چې پیدا کړی دی، نوخپلواکي یې د فطرت برخه ده،هیڅ انساني ټولنه نشي کولی چې له خپلواکې څخه پرته په اقتصادي، سیاسي، کلتوري او علمي برخو کې د خپل ولس په ګټه وده وکړي، او یا پخپلو شتو منابعو، استعدادونو او حتی د خپل کار پر ثمراتو اختیار ولری، له استقلال سره مینه په طبیعی توګه د افغانانو په وینه او خټه کی نغښتې ده. دتاریخ په اوږدو کې ښایي چې افغانانو په میړانه او شوق سره د خپلواکې لپاره خپل سرونه او ارزښتاناکې شتمنۍ قربان کړې دي، په تیروڅو لسیزو کې چی زمونږ هیواد د یرغلونو شاهد دې نوغیرتي ولس یې د یرغل په وړاندی کومی معرکې کړې دي ، هغه ټولې دخپلواکې او ځمکنې بشپړتیا پخاطر شوې دي، ددې هدف د ترلاسه کولو په لاره کې نه دبل چا مالي، نه نظامي او نه سیاسی طاقت ویروليدي چې تاریخ یې شاهد دې، او نه خپلې تش لاسۍ، بیکسۍ او سختو شرایطو له دې لارې راګرځولي دي. که مونږ غواړو چی د هیواد د طبیعی ودی او وقار لپاره یو ځل بیا لاره پرانیزو، نو لازمي ده چې د افغانستان خپلواکي اÙ ˆ ولسواکې په پام کې ونیول شي، تر څو افغانان وکولی شې چی د ژوند په ټولو برخو کی د خپل ولس او سیمې په ګټه ځواکمنې او ولس پلوې پرېکړې وکړي. ۵- په دری ګوني مقننه قواوی دې په جدیت او ریښتینولي کار وشي اولااقل د ګاونډ ملکونه په کچه سمبال کړاې شي چې په راتلونکي کې هر وخت د ملی ګټود ساتنی او ځمکني بشپړتیا زمانت ورکړي. دا یو څرګند حقیقت دی چې هر هیواد او ټولنه د خپلواکې له حصول نه وروسته، د خپلواکې، داخلي امنیت او په خاصه توګه د سرحداتو ساتنې ته اړتیا لري، اودغه اړتیاوې ولس، دین او هیواد ته وفاداره ملی اردو او پولیس پوره کولی شی، نو لازمي ده چی تر ټولو د مخه زمونږ پولیس او اردو په ملی روحیه د ملی ګټوساتنو او اصولو په رڼا کی وروزل شي، او د مکلفیت قانون دې وکارول شي چې له ګوندي، لساني، نژادي او سمتي تعصب څخه پاکه وي، موخه یې یوازی د هیواد دامن او خپلواکي ساتل او ولس ته خدمت کول وي، که داسی نه وي نو بیا دغه شان اردو، ملي او اسلامي اهداف نشي ساتلی او نه ملی اردو ورته ویلی شو، د ملي ګټو په ځای به د ولس، دین او هیواد ضد اهدافو لپاره استعمالیږي، له همدې امله څومره چې د افغانستان د اردو شتون ضروري دی هغومره د هغې اصلاح او سالمی روزنی ته اړتیا ده. افغانستان له اقتصادي پلوه یو وروسته پاته هیواد دی، په اوږده موده کې د لوړې معاش خورې اردو د ساتلو او پاللو توان نلري، هغه هم چی مصارف یې زمونږ له داخلي عوائدو څخه څو برابره زیات وي، ځکه پدې صورت کې به حکومت مجبوریږي چی د پور ورکوونکو هیوادونو مشروطو او په ځینو حالاتو کې غیر معقولو غوښتنو ته غاړه کښیږدي، ټول ولس به د سود تر بار لاندی راشي او په پای کې به هیواد له اقتصادي ناورین سره مخ شي، له همدې امله ښه به دا وي چې ټول افغانان د هیواد د ساتنې وجیبه د عسکرې د مکلفیت قانون په رڼا کې ادا کړي. ×× پدی کی هم شک نشته چی په ننۍ نړۍ کې له قوي دفاعي نظام څخه پرته یو هیواد د امنیت او سولی احسا س نشی کولی. تل به د نورو تر خطر لاندی شپی او ورځی تیروی؛ ځکه خو له خپلواکی نه وروسته افغانستان باید د ځمکني ځواک ترڅنګ، قوي تربیه شوي هوایي ځواک هم ولري، څو هیواد او هیواد وال مو ډاډمن وي. بیا هم باید ووایو چی د هیواد خپلواکي منل او دولی رآېو ته د احترام په سترګه کتل اساسي شرط دی ځکه د اشغال په صورت کې به بیا دغه ټول قوت د خپل ولس په خلاف او د پردیو د اهدافو لپاره استعمالیږي، په تیرو لسیزو کی مونږ ولیدل چی په سیاسي بنیادونو جوړه شوې اردو تل د خارجي یرغل په ځای د ولس په مقابل کې استعمال شوې او دریدلې ده، او د ګڼو غمیزو سبب ګرځیدلې ده. د یوه هیواد د دائمي سولې لپاره د قوي اردو ترڅنګ له نورو هیوادونو سره په تیره بیا له ګاونډیانو سره ښې اړیکی درلودل اړین دي، پدې کې شک نشته چې د یوه هیواد ستونزې په ګاونډي هیواد اثر کوي، همدا راز پرمختګ او سوکالي یی هم یو پر بل اغیزه لري، افغانستان هم له دې څخه مستثنی نه دی، خو له ټولو نه مخکې لکه څنګه چی هر هیواد ته د هغه ملي ګټې او د ولس غوښتنې مهمې دي، دغه شان مونږ ته هم ملي ګټې او د خپل ولس غوښتنې لومړیتوب لري، باید د همدې ملي ګټو او د ولس د غوښتنو په رڼا کې افغانستان له ټولو ګاونډیو هیوادونو سره د دوه اړخیز احترام په چوکاټ کی ښې اړیکي ولري، په ټولو برخو کې لکه په اقتصادي، علمي، کلتوري، اجتماعي او نورو برخو کې د اسلامي اصولو او ملي ګټو په پام کی نیولو سره همکاری ورسره وکړی. ۶- په افغانستان کې دایمې سوله څنګه راتلای شي او کوم معیارونو نه باید کار واخستل شي ؟. . . سوله او آرامي د الله جل جلاله د ټولو مخلوقاتو له پاره یوه طبیعي غوښتنه ده، په ځانګړي ډول انسان سولې او ارامۍ ته زیاته اړتيا لري، نن ورځ انسان پرمختګ کړی دوژلو او ړنګولو لپاره له سپکو وسلو نيولې تر کیمیاوي او ذروي وسلو پورې یې په اختيار کې دي؛ ځکه خو تر بل هر وخت اوس سولې او آرامۍ ته زیاته اړتیا لري، او باید دسولې لپاره کار وکړي. مونږ دسولې او آرامۍ لپاره چې دټولو هدف دی بې دریغه قربانۍ ور کړې دي او لا هم ورته تیار یو، خو له بده مرغه هر کله دا جنګونه په مونږه تپل شوي خو په اصل کې زمونږ را ولاړیدل دسولې او امنیت لپاره دې، ټولې نړۍ ته معلومه ده چې د مجا هدینو په راتګ او نظام کې افغان مظلوم ولس له لویو ستونزو سره لاس او ګرېوان شول، کورني جنګونه، ګډوډي او بې امنیتي تر ټولو لوړ پړاو ته رسېدلې وه، نه د ولس سرخوندي و، نه د چا عزت او ناموس، نه يې مال، هېواد عملا د تجزیې په موخه روانه وه، ځکه خو دا زمونږ اسلامي او افغاني فرض دې چې د الله جل جلاله په نصرت ، د نړیوال قوتونو په ریښتینې همکاری او دولس په مرسته عملا دغه ناخوالو ته دګڼو کوښښونو اوقربانیو په نتیجه کې به په داسې ډول دپای ټکی کېښودل شي، چې څوک یې تصور هم نشي کولای. د ۱۱سپتمبر دپیښی ترنامه لاندې له افغان ولس څخه څه واخستل شول او څه ورکول شول او دښه راتلونکې لپاره څه باید وشي ؟ په ډیرتاسف سره دا تریخ او تاریخي حقیقت باید ومنوچې د نړیوالو ځواکونو نیغ په نیغه دننه کیدل په افــغان خاوره کې افغان ولس ته یوځل بیا د روسی ښکیلاک ګرو دوره ورپه یاد کړه چې په نتیجه کې یې زمونږ ګاونډ کې ملکونو سره چې کوم پخواني ځمکني او تاریخي کشالی لرو، دهغو تبرګي ته لاستی ورواچول چې پروني اونني ناخوالو سره ګډ لاهم لاس او ګریوان یو آن تر دې چې په بعضی سیمو کې ګاونډیانو ته سپارل شوي ځمکې او نظامی سنګرونه به زمونږ ولس ته نوری ناخوالی او کشالی راولاړې کړي چې همدا اوس اوس دسولې او امن د لوی نعمت څخه یې زمونږ دواړه خوا لر اوبر افغان ولسونه یې محروم کړي دې، چې هم خارجي او هم داخلي لاملونه لري .دا دې په تیرو دولسو کلونو جنګ جګړه کې تقریبآ نژدې یوملیون بی وزلي افغانان په شهادت رسیدلي او نوي، نوي پرابلمونه یې افغان ولس ته راولاړې کړي، بې امنیتي، کوپراتیفی او جنګ سالاری نظام ورتپل،افغانان هیڅ کله نه تروریستان وو او نه دي خو چې کله جنګونه پری تپل شوي نو ضروریې خپل د ځمکني بشپړتیا ساتنه خامخا د سراومال او ځانونو په بیه تل مدام کړي او کوي او د تروریستانو ځالې هم برالا او معلومداروو او شو چې په افغانستان کې نه وو او نشته او زمونږګاونډ ملک چې د تروریزم زیږونکي دي خوهمدا نړیوال ایتلاف قوتونه سترګې پر ی پټوي، نو بیا دا ددولس کلونو تباهې ځواب به څوک ورکوي؟ په عام ډول ددغه ناروا او سوله وژونکي جنګونو ځینې ناخوالې او پایلې چې مونږ تاسی ټول پری پوهیږو په لاندی ډول یادولی شم : ۱ – دافغانستان تاریخی او ځمکنې کشالی لپاره منفی هڅه کول او د بل چا یا د ګاونډیانو په ګټه د ختمولو شوم نیت او دسولې فضا ګډوډول او یا دا چې د بل چا په لمسون نور داخلي کشالی راولاړول. ۲ – پر افغان ولس یوه فاسده مافیایی او په مخدره توکیو کې ښکېله اداره ورتپل او د ولس راتلونکې سرنوشت د ولس د قاتلینو په لاس ورکول. ۳ – متحد افغان ولس او ګران هېواد د ګڼو سمتي، لساني، قومي، سیاسي او مذهبي تعصبونو پر اساس یو ځل بیا ټوټه ټوټه کېدو ته برابرول او زمونږ ګاوندیانو تبرګي ته لاستی اچول او هغوی خوشحالول. ۴ – مخدره موادو ته رشد ورکول، او د افغانستان نوم د نړې په کچه دلست په سر کې راوستل او ساتل او دا په داسې حال کې چې حتی د طالبانو د نظام په آخروختونو کې دغې ستونزې ته نږدې دپای ټکی ایښودل شوې وو. ۵ – ګڼ بشري حقوق تر پښو لاندې شول، چې تر ټولو مهم یې دښځو د ژوند او برخلیک خبره ده، د موثقو څېړنو له مخې هر کال په زرهاوو ښځې په مختلفو ډولونو د زور زیاتي قرباني کېږي، حتی په سلهاوو یې خپل ژوند له لاسه ور کوي. نړیوال قوتونه او ملګري یې دسولې په اړه باید واضحه تګلاره او موقف غوره کړي: نړیوال پوځيان او اوسنی افغان حکومت یا اداره سولې ته پوره لیوالتیا نه ده ښودلې، او نه دسولې اصولو او اهدافو ته ژمن ښکاري؛ که نړیوال قوتونه په رښتیا په سوله باور لري، نو په لومړي سر کې به یې یو معقول او بیطرفه دریم قوت یا شخص یې د سولی د شورا مشر ټاکلی واې او د ولس وړاندیزونه ته يې غوږ نیولی وای، له زور او جګړې نه مخکې به یې سوله آزمایلې وای، که یې نتیجه نه وای ور کړې نو جنګ خو بیا وروستنی اختیاروو، مګر دوی نظر پخپل نورو سیمه ایزو پلانونولومړی جنګي تګلاره غوره کړه، چې نن یې نتیجه او پایله پخپله هم ویني او افغان ولس هم ولیدل. اوس هم لا ډیر ځنډ ندې شوې، خو شرط یې دادې چې دافغان ولس او خپل ګټو په پام کې نیولو سره د مؤقتې بیطرفې انتقالی حکومت په موجودیت کې ریښتيني ګامونه اوچت کړي. خو له بده مرغه ویل کیږي یوڅه او په عمل کې کیږي بل څه، له یوې خوا وايي چې باید سوله وشي، له بل پلوه نوي پلانونه او جنګونه یې په لیار اچولي، له یوې خوا نارې وهي چې دوې تروریزم سره جګړه کې بوخت دي له بلی خوا تروریست پرور ملک (پاکستان)ته هر ډول مرسته کوي او د هغوې په دوه مخه سیاستونو او عملکردونو سترګې پټوي . بیا د یوي خوا وایی مونږ له افغانستان څخه وزو، له بلې خوا دستراتيژیکو تړونونو په سر ټینګار کوي . چې مونږ یې هم په ارزښتونو ډیر ښه پوهیږو، خو افغان ولس به ریښتینولي او خپلواکي باورمند دي او د ځمکني بشپړتیا په پام کې نیولو سره به عملی ګامونه اخلي. دا په داسې حال کې چې دوی تر بل هر چا ښه پوهېږي چې فعلي نظام او اداره په هېڅ ډول د ټول افغان ولس او ګوندونوآستازیتوب نشي کولی، مګر بیا هم دافغان ولس دبرخلیک په سر سودا ور سره کوي. د ښاغلی کرزي صیب په اداره کې هم ځیني مغرض زور واکان هم د ځینو اقداماتو له مخې سولې ته ژمنه نه ښکاري، ځکه چې خپل د موقف لپاره غمجن دي خو دسولې لپاره کومه واضحه تګلاره نه لري، له یوې خوا وايي مونږ سوله غواړو، له بلې خوا د سولی د شورا مشر پخپله د جنګ یو طرف دې کله وايي مونږ له مخالفینو سره خبرې کوو، کله بیا وايي چې مونږ له پاکستان سره خبری کوو! دغه رنګه یو مبهم برخورد په هېڅ ډول دسولې په لاره کې ګټور نشي تمامېدای. په حقیقت کې دوی له مسلح مخالفینو نه دسولې تر نامه لاندې تسلیمي غواړي، وسله کېږدئ، چې دا ناشوني او د نه منلو وړ خواست دې د دوی تر سیوري لاندې جوړ شوی اساسي قانون ومنئ، او راشئ زمونږ حکم ته غاړه کېږدئ، مونږ به څه نه درته وایو! آیا دا سوله ده؟ واقعی سوله څرنګه د مؤقتې شورا یا جرګګې تر نظارت راتلی شي او څرنګه به عادلانه ټولټاکنې ته شرایط برابر کړې شي ؟ په اصل کې دافغانستان پرابلمونه دوه بعدونه لري چې یو یې بهرنې او بل یي داخلي بعد دي ، بهرنې بعد یې په بهرنیانو پورې اړه لري، په خاصه توګه زمونږ ګاوڼد دواړو ملکونو ته چې بعضآ زمونږ تاریخی او ځمکنې تپل شوي کشالی دي چې زمونږ یوګډ کور او یو ټغر یې په دوه برخو ویشلي دي او ځانونه زمونږ په هر ګټې کې شریکان بولي. داخلي بعد یې پر افغانانو پورې اړه لري، چې آګاهانه یا غیر آګاهانه یې ځانونه پردي ملکونو پوری تړلي دي او د هغو د ګټو د تآمینولو لپاره فعال دي او ملي ګټې یې تر پښو لاندې کړي چې دبی اتفاقی سبب ګرځیدلې، ترڅو د ولس د غوښتنو مطابق، یو داسي خپلواک ملي نظام رامینځ ته شي چې هغه د انصاف، ثبات، پرمختګ، اقتصادي سوکالۍ او ښیرازۍ ضامن وي، د یتیمانو اوښکې پاکې کړي او د ولس په زخمونو مرهم کښیږدي. (مهــــــــــــــــــم ټــــــکي ) دا لاندني څو ټکي د دایمي سولی په ټینګښت او راتلونکي ټولټاکنې لپاره ضروری او لازمي ګڼم : ۱ – د واقعی سولی او امن راوستلو لپاره باید دولس ارادې ته غاړه کېښودل شي، او د مؤقتې بیطرفې جرګګی یا شورا او نړیواله ټولنې ترمستقیم نظارت او مشری لاندې په لومړي قدم کې باید زورواکي ته د پای ټکې کیښودل شي، کوم چې دټول ولس غوښتنه ده، ځکه چی همدا د ټولو غمیزو مور ده، او هڅه دې وشي چې دا پروني آزمایل شوي د جنګ د لیاری میلیونران و ملیاردران نور نو په دې مظلوم ولس ونه تپل شي. او د ولس رآی ته احترام کیښودل شي چې په یوه واقعی شفاف ،دیموکراتیک فضا کې دې ټولټاکنې وشي. ۲ – ددې څرګند حقیقت نه هم سترګې نشو پټولاې چې اسلام زمونږ د ولس دین دې اوخپل د هیواد پر دودونو هم خامخا ویاړو او ټینګار کوو چې داقتصادي ترقۍ، اجتماعي عدالت او ملي یووالي ضامن دی، په هېواد کې پرته له افغان دودیز، دیموکراتیک اوخپلواک ملی نظام چې پرافغانی اصل او موازینو برابر نظام وي نه بل نظام ستونزې هوارولی شي او نه د منلو وړ دې، ځکه چې افغان مسلمان ولس پرته له خپلواک ، ملی جمهوری نظام چې د اسلام د قوانینوپه رڼا کې جوړه شوې وي نو بل نظام د منلو وړ نه وي، او دغه دیرش کاله قربانۍ يې هم د همدې هدف لپاره ور کړې دي، او لا یې هم ورکوي. ۳ – د لویې جرګې غوښتل د امنیتی یا ستراتیژیک تړون تر نامې لاندې فقط یو بهانه دې او یوازی ددی فاسد نظام د تداوم لپاره به وکارول شي او د جنګونو د تداوم سبب ګرځیدلای شي ،له بلی خوا د ملوک الطوایفی په بڼه د فدرالیزم او په څو زونونو دتقسیمولودسایس هم پکار اچول شوي چې هیڅ ښه پیله به ونلري، نو یواځنې لیاره د سولی او امن راوستلو لپاره پوره صداقت او روغ نیت ته اړتیا ده، چې د مؤقتې بیطرفی جرګګی یا شورا او د نړیوال ټولنې ترمخامخ کنټرول او نظارت لاندې باید د شخصي ګټو پر ځای عام مصلحتونه او ملي ګټې مقدمی وګڼل شي، چې بیا وروسته تر دې به شرایط د واقعی ټولټاکنې لپاره لاره برابر کړاې شي په حقیقت کې ددغو صفاتو په شتون کې هر ډول عدالت تآمین او سوله راتلی شي، نه د خدعې او حربې له لارې. ۴- هغه څه چې زمونږ دردمند، نا امید او ناباور ولس، چې ددښمنانو په مکر ټوټې ټوټې کړای شوې مخامخ دي، هغه په اصطلاح نمایشي انتخابات دي. هغه هم د یوپراخ بنسټ ملی ګوند په نه شتون کې، پرته له دې چې کوم افغانستان شموله طرحه موجود وي، او په عین حال کې ولس هیڅ ډول اعتماد او باوردا دشپی د توری خیمې لوبونکي او دا آزمایل شوي ناکاره تکراری څیرې باندې نلري ۵ – د مؤقتی بیطرفه انتقالی حکومت جوړول یو مبرم ضرورت دې باید د ټولو هغو ګوندونو اومدني ټولنوته هر کلی وکړي چې دافغان ولس خدمت او سولی راوستلوته یې ملاوې تړلې دي او د اسلامي اصولو په رڼا کې افغانیت او انساني کرامت ته هوډمن او د هیواد ملی ګټو ته ژمنې وي. ۶ – د ښځو د حقوقو او رول په اړه د مؤقتې انتقالی حکومت تګلاره باید واضحه وي، د ژوند په ټولو برخو کې دښځو ټولو هغو حقوقو ته ځان ژمن وبولي کوم چې نن په ټولو اسلامي نړې کې اړین دي په خاصه توګه افغانی اصیل دودونو ته دی هم پکې پام وشي، او د اسلام مبارک دین هم دا جواز ورکړي دي، چې د ښه وضاحت په خاطر ویلی شم چې ښځه په اسلام کې د خاوند د اختیار حق لري، دملکیت حق لري، دمیراث حق لري، د علم او کار حق لري، مؤقته شورا یا جرګګی باید دښځو دغه حقوق په داسي ډول خوندي کړي چي نه دهغوی روا حقوق ترپښو لاندې شي اونه یې هم د زده کړې او کار تر نا مه لاندې انساني کرامت او اسلامي ارزښت له ګواښ سره مخ شي . ۷- دسولې او روغې جوړې د اصولو له مخې دسولې په پروسه کې باید داسې عناصر وکارول شي چې هغوئ دسولي په تقدس باور ولري په هیواد کې دمخلصو مصلحینو په نوم شهرت ولري ،او بیطرفه دې وي. دسولې تأمین ته دافغانانو دیوه اساسي ضرورت په سترګه وګوري تر څو راتلونکې ټولتاکنو ته هم عادلانه شرایط برابرشي نه د مغرضو له لوري دیوه فرمایشي دستور په حیث. له بلخواه د ملی اجماع طرحه پخپل ذات کې ښه ، منطقی او عملی طرحه ده خوشرط یی دا دې چې د یو څوانحصارګرو ډلو ټپلو له خوا دې بیا پروني مافیایی ډلې ولس پدی پلمه یرغمل ونه نیسی او ټولو اړخونو ته د مسلح مخالفینوپه شمول او نور عدالت خوښتونکي او ملی ګرایانو ته هم ځای ورکړ شي او ددوی نه دی هیره ونلری چې ملی ګرایان به زیاد مطرح شی. ۸- د سولې لپاره د هری ممکنه مشروع لیاری باید عملا د جنګ پر ځای خبرو ته ترجیح ور کړل شي، همدا اوس هم ځیني مغرض زورواکي دکابل په اداره کې اوځیني دوستان یې په دې اند دي چې باید پرمسلح مخالفینو فشار راوړل شي تر څو ددوی له خوښې سره سمه سوله وکړي، او دا یقینا چې د سولې په وړاندې خنډونه زیاتوي. ۹- د مؤقتې حکومت یا شورا جوړول به هله ګټور وي چې پورتني ذکر شوی مواداتو ته ژمن وي او ترڅو چي د اعتماد فضا برابر نکړې شي او مخالفین په زندانونو کې وي او هلته په شکنجو او زجر کې شپې او ورځي تيروي، او جنګونه ونه درول شي تر هغو پورې واقعي سوله ممکنه نه ښکاري. ۱۰- مؤقته جرګګی یا شورا باید له نړۍ او سیمې سره د دوه اړخیزه مرستو او متقابل احترام له مخې تعامل وکړي، چې هیڅ چاته یې ضرر و نه رسیږي او نه چا ته اجازه ور کړي چې د افغانانانو ځمکنې بشپړتیا ته کوم ګواښ متوجه شي او یا د فدرالي نظام تر نامې لاندې د تجزیی خوبونه پر ځاې کړي. په پای کې د امریکی د حکومت، کانګرس اوله نړیوال ټولنو نه د سولې د راتلو په اړه یو څو مهم غوښتنې: ۱ – ټول منصف نړیوال، که هېوادونه دي، که ولسونه، که ټولنې او که سازمانونه، په ځانګړي ډول د علماوو نړیواله ټولنه، اسلامي کنفرانس، اسلامي حکومتونه او ولسونه باید له افغان مظلوم ولس سره د افغانستان دې ناخوالو سره په پای ته رسولو کې هر اړخيزې مرستې وکړي، تر څو دغه لوی خنډ له مخې لیرې او بین الافغاني تفاهم ته لاره هواره شي. په ځانګړي ډول مونږ د ولس په آستازیتوب د امریکې د کانګرس او حکومت او دملګرو ملتونو له غړیو هېوادونو نه غواړو چې دافغان مظلوم ولس تر څنګ په داسې توګه ودرېږي لکه د فلسطیني مظلوم ولس تر څنګ چې ودرېدل، لکه څه رنګه چې یې هلته د چا د زور او فشار پروا و نه لرله همداسې دافغان مظلوم ولس په وړاندې هم یو منصف او پر حقایقو ولاړ دريځ خپل کړي، تر څو په دې توګه له د افغان مظلوم ولس سره ریښتینی مرسته وشي . ۲ – امریکه او ورسره نظامی او اقتصادی ملګري يې کوم چې په هرنامی ور سره زمونږ هیواد ته راغلي باید د افغان ولس او دخپلو ولسونو ارادو ته غاړه کېږدي، افغان ملی اردو ، پولیس او امنیت په تربیت او روزنی کې د اخلاص څخه کار واخلي تر څو به ګوټ ګوټ کې پخپله افغانان خپل د ځمکنې بشپړتیا ته چمتو وي او نوردې مظلوم افغانانو له وژلو او ځورولو څخه وژغوري، او داسې مرستې ور سره و کړي چې دولسونو تر منځ د سولې او آرامۍ فضا را منځ ته کړي. ۳ – په ځانګړي ډول له ټولو هغو ولسونو نه غوښتنه کوو چې حکومتونو یې ددوی د ارادې او غوښتنو پر خلاف د افغان مظلوم ولس دوژلو لپاره ددوی زامن افغانستان ته را لېږلي دي، چې د ځینو ولسونو په څېر پر خپلو حکومتونو فشار راوړي تر څو په بنیادي او اقتصادی ډول او په ټول صداقت سره وا ځپل شوي ولس سره د مرستو لپاره ګامونه واخلي. ۴ – باید هروګړې اودهر ګوند آستازي ته دبیان آزادي حق ورکړل شي، ترڅو نړیوالو ته خپل دحق غوښتنې غږ په رسولو کې مرسته ور سره وشي، تر څو نړۍ او نړیوالونورمونو په اساس خپل د هیواد دملی ګټو په پام کې نیولو سره خپل دريځ او غوښتنې په خپله ژبه او مخامخ ورسوي، او له بین المللي ټولنې نه غوښتنه کوو چې دهر افغان وګړي لپاره چې د سولې او امن په راوستلو کې برلاسی دي ریښتینې کوششونه وکړي چې دټولو لپاره سهولتونه برابر کړي، او د شته خنډونو په له منځه وړلو کې هڅې وکړي. ۵ – له نړیوالو رسنیو نه موهیله دا ده چې د افغان ولس غږ په سمه او واقعي توګه تر نړیوالو پورې ورسوي، ځمکني حقایق په سمه توګه خلکو ته په ډاګه کړي، ځکه دا ددوی یو انساني مسولیت او د ژورنالیستۍ د اصولو غوښتنه ده. ژوندې دې وي واحد او خپلواک افغانستان ! ژوندي او تل پاتې دې وي د افغانان ملی یوالی او ځمکنې بشپړتیا !

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *