سید غفوراحمد (جاوید) ||
په ولسمشر محمد اشرف غني او دهغه په ټیم باندي تل دا انتقادونه کیدل چې ګواکې دوۍ په افغانستان کې دسولې راوستلو لپاره نه اراده لري او نه هم کوم صلاحیت او هغه پروګرامونه چې دلوړي په مراسمو کې ولسمشر اعلان کړل زیات شمیر دهغه منتقدینو ته یوازي تبلیغات او د خلکو تیر ایستل ښکاریدل او زیاترو یې ویل چې دسولي لپاره حکومت او ولسمشر خپلواک نه دی او نشې کولی چې دسولې راوستلو لپاره عملي اقدامات وکړې .
خو ولسمشر محمد اشرف غني چې کله په لومړیو کلنو کې دنړیوالو سره داړیکو دښه والې او افغان امنیتي ځواکونو ته دملاتړ او مالي امکاناتو د برابرولو دپروسي څخه لږ هم وزګار شو نو ټول تمرکز یې دافغانستان دسولې په مسله وکړ دنوموړي په هڅو لومړی د څلور اړخیزو ناستو چوکاټ رامنځ ته شو ورپسي دسولې لپاره داسي جامع طرحه وړاندي شوه چې په هغې کې دافغانستان دامنیت ستونزه په اساسي او بنسټیزه توګه حل کیدلی شې چې هغه د وسله والو طالبانو سره د سولي طرحه او ترڅنګ یې دپاکستان سره دولت په دولت دسولې پروسه وه ، خو ددې سره بیا هم یو شمیر کړیو دا دولسمشر یوازي تبلیغات وبلل او وویل چې ددې صلاحیت ولسمشر نلرې .
خو کله چې دکابل پروسي دوهم کنفرانس کې افغان حکومت دسولې طرحه وړاندیز کړه نو په کور دننه او بهر ټول خلک ورته حیران شول او دولسمشر دغه اقدام یې تاریخې وبللو ورپسي ولسمشر په ناببره توګه د 3500 علماوو هغې فتوا او حکم ته درناوی وکړ چې داروبند لپاره یې کړی وو او ولسمشر د 8 ورځو لپاره اوربند اعلان کړ چې په دی سره ټول هغه شکونه باطل شول کوم چې دولسمشر به نیت او ارادي باندي وه .
همدارنګه تیره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني د هلمند څخه دسولي هغه کاروان هرکلي ته ورغللو کوم چې له تیرو 40 ورځو دهلمند ولایت څخه په خپلو پښو راروان شوی وو او موخه یې په ټول هېواد کې دسولي دغږ داوچتولو ترڅنګ په سوله کې دخلکو مرسته او دسولي لپاره ولسي حرکت یاد شوی دی ، ولسمشر په خپلو خبرو کې دکاروان دغړو دهغه غوښتنو په ځواب کې چې له ولسمشر یې درلودي وویل ( زه ستاسو په غوښتنه دیو کال اوربند ته چمتو یم دوۍ دي ووایې چې په دشته کې سره کینو خبرې اتري وکړو او که په ورشو سره کینو همدارنګه ما چې لسګونه زره نړیوالو ځواکونه وویستل دا څو زره څه دي ؟)
ولسمشر زیاته کړه چې ان که زما په قربانۍ سره سوله راځي زه چمتو یم چې له خپل عمر څخه هم تیر شم او دافغانستان دسولې لپاره خپل ژوند قرباني کړم ، دولسمشرغني پروني جرئت دا وښودله چې دسولي راوستلو په چارو کې دهیچا تر تاثیر لاندي نه دی او هماغسي یې چې حزب اسلامي سره سوله بریالیتوب ته ورسوله اماده دی چې له طالبانو سره هم دسولې پروسه بریالۍ کړئ او افغانستان په دایمې توګه له دي بدبختیو څخه وساتي .
نو اوس مهمه مسله داده چې ایا طالبان خپلواک دي ؟ ایا طالبان چې دعوه کوي دوۍ خپلواک دي او کولی شې چې خپل ټول قومندانان دیوې قوماندي لاندي راټول او دهغوۍ اوا مرو ته غاړه کېږي دي ؟
نو بیا ولي طالبانو په تیرو 17 کلونو کې بي ګناه افغانان په وینو ولړل او په انتحاري بریدونو سره یې ښوونځې ، کلینکونه ، سرکونه او نوري عامه ودانۍ ویجاړې کړي ؟ ایا دوۍ ولي استادان ، ډاکټران ، او نور هغه افغان قشر شهیدان کړل چې په جګړه کې ښکیل نه وه ؟ دوۍ ولي روژه په خوله مسلمانان په جوماتونو کې ښکار کړل ؟
چې له دي ټولو داسي مالوميږي چې دوۍ په خپلو پریکړو کې خپلواک نه دې که چرته خپلواک دي یو ځل بیا افغان حکومت دوۍ ته دا چانس ورکړ چې دسولې غږ ته لبیک ووایې او په مستقیم شکل باندي دسولې خبرو اترو ته راداخل شي ځکه افغان حکومت په دي برخه کې خپل تاریخي مسولیت ادا کړ اوس به وګورو که چرته طالبان او ددوۍ مشران خپلواک وي رادي شي او دسولي خبرې اترې دې وکړې ځکه دجګړې له لاري دوس نشي بریالي کیدلی او نه هم دوۍ نور خپله اراده په یو شمیر زیاتو خپلو سرتیرو ان منلی شي ځکه د دوۍ هغه جنګیالي چې داوربند په ورځ ښارونو ته راغلل دهغوۍ سره دولس او افغان امنیتي ځواکونو چلند به حتما دوۍ ته دا احساس ورکړی وی چې موږ په یوه ناروا او غلطه جګړه کې ښکیل یو نو اوس دطالبانو مشرانو ته په کار دی چې په یوې تاریخې پریکړي سره د ولسمشر داروبند او دسولي دخبرو هرکلی وکړ او په دي توګه سره خپله خپلواکې ثابته کړي .
د اباد افغانستان په هیله .