تاند- د میدان وردک ولایتي اداره د دغه ولایت په جلرېز ولسوالي کې د ۸۰ امنیتي سرتېرو د اسارت او د ۱۴ پوستو د سقوط ادعا ردوي، وايي چې پر دې ولسوالي د طالبانو حمله له ماتې سره مخامخ شوې ده.

د میدان وردک د والي ویندوی وايي چې طالبانو له شاوخوا ولایتونو او حتي هلمند څخه په سلګونو جنګي کسان راوستي وو چې جلرېز ولسوالي ونیسي خو له مرکز څخه د جګړې سیمې ته د هوايي او مځکني ځواک د رسېدو له کبله طالبان له ماتې سره مخامخ شول.

تر دې وړاندې د میدان وردک د ولایتي شورا دوو غړیو په جلرېز ولسوالي کې د ۸۰ امنیتي سرتېرو د برمته کېدو او د طالبانو لاس ته د ۱۴ پوستو د لوېدو خبر ورکړی و.

د میدان وردک د ولایتي شورا غړیو سردار بختیاري او احمد جعفري ډي پي اې خبري اژانس ته نن /شنبه/ وویل، طالبانو په جلرېز ولسوالي کې له لنډې نښتې وروسته لږترلږه ۱۴ پوستې او په هغو کې موجود سرتېري ونیول.

د میدان وردک ولایتي اداره وايي چې نه یوازې طالبانو کوم امنیتي سرتېري یرغمل کړی نه دی بلکې د هیڅ پوستې یا سیمې په نیولو بریالي شوي هم نه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *