ودان روښان ||  

د نړیوالو خبري رسنیو رپوټونو له مخې د کعبې شریفې امام شیخ عبدالرحمن السدیس د مسلمانانو قبله کې لمونځ کونکو ته د جمعې ورځې خطبه کې وویل چې د سعودی پاچا او خادم الحرمین الشریفین ملک سلمان په افغانستان کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند ملاتړ کوي.
د کعبې شریفې امام شیخ سدیس دا هم وویل چې دوی له خدای(ج) غواړي چې په اسلامي هیواد افغانستان کې سوله ټینګه
او د بې ګناه مسلمانانو د وینو توییدو لړۍ بنده شي.

له دې سره جوخت د اسلامي همکارۍ تنظیم لوی منشي یوسف بن احمد اتمین په افغانستان کې د اوربند غځېدو په اړه د سعودي عربستان د پاچا ملک سلیمان د غوښتنې ملاتړ او هغه یې ستایلې ده.

د سعودي عربستان پاچا خادم الحرمین الشریفین ملک سلمان بن عبدالعزیز د کعبې شریفې امان له غوښتنې ټیک دوه ورځې وړاندې یانې د تېرې  چهارشنبې ورځ هیله څرګنده کړه چې په افغانستان کې به د هغه اوربند موده اوږده شي چې په مبارکې روژې میاشت کې اعلان شوی و.

خادم الرحرمین الشرفیمین غوښتي چې په افغانستان کې اوربند دومره وغځېږي چې دواړه  لوري د دایمي سولې له پاره پر جوړجاړي سلا شي.

د کعبې شریفې امام او د سعودي عربستان پاچا داسې مهال په افغانستان کې د اوربند غځېدو او وینې توییدو بندښت غوښتنه کوي چې افغانانو د سږ کال په کوچني اختر کې د ښکېلو لورو ترمنځ په څلور لسیزو غمیزه کې د لومړي ځل له پاره په رښتینی اوربند تجربه کړ.

سره له دې چې افغان ولسمشر د خلکو هیلو، احساساتو او غوښتنې ته په کتو د پخواني اعلان په دوام اوربند لس ورځې نور هم وغځولو خو طالبانو بیا له خپل لوري د اعلان شوي درې ورځني اوربند په ورستۍ ورځ بېرته د جنګ جګړو نغاره وډنګوله او په بېلابیلو ولایتونو کې یې بیا د جګړې اور بل کړ.

په دې سره څرګنده شوه چې د پریدو په لاس لوبېدونکي ځینې طالب مشران او ملاتړي یې د مسلمان افغانانو د خوښیو او سولې ته د ناپایه هیلو زغم نه لري نو ځکه خو یې د سوله غوښتنې په اړه له جګړې ستړي ولس د ارادې خلاف پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو بریدونو ته زور ورکړ چې په کې د لسګونه مسلمانانو وینې تویه شوې او کورنۍ یې د ویر او ماتم پر ټغر کیناستې.

خو له دې سره سره بیا هم په ملي او نړیواله کچه سولې ته د رسېدو هیلې ژوندۍ دي چې په کوردننه بېلابیلو ولایتونو کې د سوله غوښتنې لاریونونه او غوڼدې له یوې خوا او په بهر کې د کعبې شریفې امام، د سعودي عربستان پاچا او نورو د اورند او د سولې خبرو پیلېدو غوښتنه او ملاتړ کړی دی.

له دې داسې ښکاري چې اوس په افغانستان کې د سولې ټینګښت له پاره په ملي او نړیواله کچه رامنځته شوې اجماع  د پیاوړي کېدو په حال کې ده. د یادونې ده چې سعودي عربستان په افغانستان کې د سولې ټینګښت په لار کې خورا زیات اغیزمن او ګټور رول لوبولی شي.

افغانان د مسلمانانو قبلې کوربتوب او د اسلام مبین دین نشات په خاطر سعودي عربستان ته زیات درناوی لري نو ځکه خو افغانان د هغوی خبره هم مني نو که سعودي چارواکي او د متبرکه اماکنو لکه کعبې شریفې، مدینې منورې او نورو سپیڅلو ځایونو متوالیان په افغانستان کې د سولې او پخلاینې بهیر کې وس چار وکړي له تردید پرته تر بل هرچا یې مثبت اغیز زیات دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دغه ار(اصل) ته په کتو څو ځله هڅه وکړه چې د سولې  په ټینګښت کې له سعودي چارواکو مرسته وغواړي خو هغه ډول چې کرزی ماته وسله او ثابت دریځ یې نه درلوده نو ځکه خو سعودي چارواکو باور پرې ونه کړ. سعودي چارواکو په پرانیستو سترګو لیدل چې کرزي د سعودي له سیال (ایران) سره تودې اړېکې پاللې او د عمر داوودزي په لاس یې د تورو کڅوړو پیسو په بدل کې افغانستان په عملي توګه د ایران د اغیز پر سیمه بدل کړی و، پر همدغه دلیل د سعودي چارواکو له پامه لوېدلی و، خو  د هغه عکس د یمن په جګړه کې د سعودي عربستان له دریځه د ولسمشر غني غوڅ ملاتړ سعودي چارواکي وهڅول چې په افغان سوله کې مثبت رول ولوبوي.

له افغان سولې د کعبې شریفې امام او د سعودي پاچا خادم الحرمین الشریفین غوڅ ملاتړ طالبان له سخت غوراوي سره مخ کړي دي. د شاوخوا یو میلیارد مسلمانانو د قبلې امام غوښتنه په افغانستان کې اوربند او سوله ده او طالبان چې ځانونه مسلمانان او خپلې روانې جګړې او وینې توییدنې ته د اسلام مبین دین فریضې(جهاد) نوم او مشروعیت ورکوي خو د مسلمانانو د قبلې امام د دوی دغه عمل نامشروع ګڼي، له بلې خوا بیا د افغانستان تاریخي غلیمانو لکه پاکستان، ایران او روسیې د استخباراتو مالي، تسلیحالي ملاتړ او پیسې دي چې  طالبان یې د کلمې په رښتینې مانا له سخت غوراوي سره مخ کړي دي.

طالبان چې خپل عمل د الله(ج) فرض او د پیغمبر سنت ګڼي خو د الله (ج) د کور خادم او امام یې عمل نارواګڼي نو ځکه خو به دوی ته ګرانه وي چې نور د پردۍ  او کورورانې جګړې دوام په موخه له پیسو او ټوپک پرته څوک قانع کړی شي. اوس به طالبان یا د کعبې امام خبره اوري او مني، یا به په کرملین کې ناست ولادیمیر پوتین د پیسو او وسلو  په بدل کې د هغه ( پوتین) په امر د خپل کور که خپل یې ګڼي وراني ته دوام ورکوي!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *