تاند- په سعودي عربستان کې د تېرې شپې له ۱۲ بجو څخه د ښځو له لوري پر موټر چلولو بندیز پای ته ورسېد.
د دې بندیز له پای ته رسېدو سره په سعودي عربستان کې نور په موټر کې له یوه ځایه بل ته په تګ کې خاوند، پلار یا ورور ته د سعودي ښځو اړتیا پای ته ورسېده.
د جدې اوسېدونکې ۴۷ کانه سمیرا الغامدي، چې سایکالوزیسته ده، یوه له لومړنیو سعودي ښځو څخه ده چې په سعودي عربستان کې یط لایسنس ترلاسه کړی دی.
دا وايي«موږ چمتو یوو، او موږ به خپل ژوند یومخ بدل کړو.»
د سږ کال په جنورۍ کې د لومړي ځل لپاره په سعودي عربستان کې ۱۰ ښځو ته د موټر چلولو لایسنسونه ورکړل شول.
د سعودي عربستان د ولیعهد له اصلاحاتو وروسته اعلان شوی و چې د جون میاشتې په ۲۴ مه به ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړل شي.
ټاکل شوې ده چې د روانې جون په ۲۴ مه ګڼې نورې سعودي ښځې په خپل هیواد کې لایسنسونه واخلي.
د سعودي عربستان حکومت ویلي چې راتلونکې اوونۍ به لږترلږه ۲ زره ښځې د موټر چلولو د لایسنس غوښتنه وکړي.
لومړنۍ ۱۰ ښځې، چې په جنورۍ کې د موټر چلولو لایسنسونه ورکړل شول، هغه ښځې وې چې له سعودي دباندې یې موټر زده کړی وو.
د ډېرو مسلمانانو لپاره دا پوښتنه مطرح وه چې ولې په سعودي عربستان کې د ښځو لپاره د موټر چلول منع دي او یا د موټر چلول او اسلام څه ارتباط دی!
د بشري حقونو د غړیو په وینا سعودي عربستان په نړۍ کې یوازینی هیواد و چې ښځو ته یې اجازه نه ورکوله چې موټر وچلوي.
په سعودي عربستان کې ښځو ته د موټر چلولو اجازه د دغه هیواد د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د اصلاحاتو یوه برخه ده.د سعودي ولیعهد تر دې وړاندې ښځو ته اجازه ورکړې چې د سپورتي سیالیو د کتلو لپاره لوبغالو ته لاړې شي او دغه راز یې له څو لسیزو وروسته د سینماګانو دروازې پرانیستې.