محمد حنیف اتمر

سپين سهار || 

د ملې وحدت دحکومت د راتګ سره سم په کور دننه او بهر یو شمیر کړیو هڅې پیل کړې ترڅو دحکومت د ملا تیر ښاغلې حنیف اتمر پسی رنګا رنګ دسیې او دهغه دبدنامولو هڅې وکړې او په کور دننه یو شمیر کړیو غوښتل چې نوموړی حکومت هغه وخت بیرته تر لاسه کولې شي ترڅو اتمر دغنې له څنګ څخه لري کړې چې همدي موخې ته درسیدو لپاره یې لومړی اتمر د پاکستان سره په اړیکو تورن کړ ، ورپسی یې نوموړی د داعش څخه په ملاتړې پروژه تورن کړ او ان هغه بله ورځ یې دجعلي خبرونو په خپرولو سره وویل چې ګواکې اتمر د پاکستانې چارواکو سره ډیورنډ منلی دی او په دي یې ورسره هوکړه کړې چې دا خبره وروسته بیرته د ډان په نوم پاکستانې ورځپاڼي خپله رد کړه د چا له ادرس نه چې دا خبر خپور شوی وو ، داچې ولې اتمر غواړم دلته پري لنډ بحث وکړم .

لومړی دا چې اتمر په تیرو 17 کلونو کې یو د سیاسیونو څخه هغه څهره ده چې په هیڅ راز اداري فساد کې ښکېل نه دی نوموړې که څه هم دکرزي په حکومت کې په دري مهمو وزارتونو باندي دوزیر په توګه پاتي شواو یاد وزارتونه د لوړ عاید او زیاتې بودیجې خاوندان وه خو اتمر په کې دسیستم جوړلو ترڅنګ هیڅ رازاداري فساد  ونکړ او نه هم څوک په دي برخه کې په نوموړې باندي داسي څه ثابتولی شي چې ګواکې اتمر به ادارې فساد کړې اوسي .

دوهم دا چې ښاغلې اتمر ولسمشر ته دیو ژمن ملګرې په توګه دافغانستان په بحراني نړیوالو اړیکو کې اوږه ورکړله لومړی یې دامریکا متحده ایالاتونو سره امنیتې تړون لاسلیک کړ او ورپسي یې په سیمه ایزه او نړیواله کچه دافغانستان دباور جوړولو لپاره څپلۍ په پښو کړې او زیاتره به دافغانستان د بقا لپاره په بهرنیو سفرونو بوخت وو ترڅو دنړیوالو پام بیرته افغانستان ته راوګرځوې .

دریم هغه دا چې ښاغلی اتمر وتوانیدلو دحزب اسلامې سره دسولې په مذاکراتو کې دیو ښه با تدبیره مرکچې په توګه ثابت شې او دا یې وښودله چې کولې شي په بین الافغاني مذاکراتو باندي دافغانستان اوسنې بحراني بد حالت ته د حل لاره پیدا کړې او له طالبانو سره دسولي د سیمه ایزي ، اسلامې هېوادونو او نړیوالو داجماع  درامنځ ته کولو لپاه یې بیلا بیل سفرونه وکړل او ترڅنګ یې هغوۍ په دي قانع کړل چې په افغانستان کې دسولي او ثبات څخه ملاتړ وکړي .

همدا راز نوموړی دهېواد دامنیتي ځواکونو د پياوړتیا لپاره د 4 کلن امنیتي پلان په جوړلو کې خورا غوښنه ونډه درلودله او دا ددي لامل شو چې نړیوال هم له دي پلان څخه ملاتړ وکړې او دا ومنې او ددي د تمویل لپاره ژمنه وکړې .

د ښاغلې اتمر یوه بله ښیګنه داده چې په افغان سیاستوالو کې نرم مزاج څښتن دی او په ملې ، سیمه ایزواو نړیوالو سیاستونو باندي ډیر ښه پوهېږې او هغه سیاستونه ډیر ښه درک کولی شي چې دهمدي له امله په ډیالګونو کې زیات بریالی هم وي .

نو پورته یادو شو مواردو ته په کتو سره په کور دننه او په سمیه ایزه کچه سیاستوال له نوموړې ویره لري ځکه اتمر هېواد ګټو ته په ژمنتیا دخپل سیاست کرښې ټاکلې دي او دي مسلې یو شمیر سیاسون اندیښمن کړې دي چې له همدي امله هغوۍ هڅه کوې وخت نا وخت نوموړی په مختلفو نومونو او دسیسو تورن کړې او داسي وښایې چې اتمر هېواد ته ژمن سړی نه دی ولي خبره بر عکس ده ښاغلی اتمر هڅه کوې چې هېواد ته په سالم سیاست کولو سره د ټولو هغه چلنجونو مخه ونیسي کوم چې دافغانستان دسولې او ابادۍ په لاره کې شتون لري چې همدي مسلې ته په کتو هره ورځ یوه نوې ډرامه داتمر د بدنامولو لپاره جوړیږې .

چې وروستۍ هغه یې دجعلې خبرونو خپرول وه دیوې پاکستانۍ ورځپانۍ له قوله چې خوشبختانه هغه بیرته دهماغې ورځپاڼې لخوا رد شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *