د پکتیکا ولایت ښځو چارو ریاست کې د مور نړیواله ورځ په یولړ ځانګړو مراسمو سره ونمانځل شوه چې د پکتیکا مرستیال والي شېربادشاه ترڅنګ، د ولایتي شورا غړیو، د ښځو چارو رئیسې، د نورو بېلا بېلو ادارو استازیو، دیني علماوو او ګڼ شمېر مېرمنو پکي برخه اخېستې وه.
نوي مرستیال والي شېر بادشاه د مور نړېوالې ورځې د مبارکې ترڅنګ وویل، چې دوی په ټول توان هڅه کوي چې د نارینه و ترڅنګ زنانه و ته هم ټول اړین سهولتونه برابر کړي.
شېربادشاه وویل، په پکتیکا کې د پخوا په پرتله زیات کار شوی او د پخوا په پرتله یې د نارینه و ترڅنګ زنانه هم وېښې شوې او خپل مسؤلیتونه یې پیژندلي دي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه چې د نارینه و ترڅنګ به د نجونو زده کړو ته خاصه پاملرنه کوي ترڅو نجونې زده کړې وکړي او د زده کړو په واسطه په ټولنه کې شته ناخوالې له منځ یوسي.
د ښځو چارو رئیسې بي بي هوا خوشیوال په خپلو خبرو کې د پکتیکا له ولایتي ادارې مننه وکړه چې تل یې له دوی سره په ټولو برخو کې همکاري کړې او له دوی سره یې د خپل توان مطابق چارې پرمخ وړې دي.
خوشیوال وویل، ((د خوشي ځای دی چې په پکتیکا کې دومره په پراخه پېمانه ښځې او نجونې د مور نړېوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې برخه اخلي او دغه ورځ په شاندارو مراسمو سره نمانځي)).
دغونډې یوې ګډونوالې قبرا محمدي د ښځو چارو له رئیسې مننه وکړه چې تل یې د دوی ستونزې او غوښتنې د حل په موخه له اړونده ادارو سره شریکې کړې او هغوی ته یې د خپل توان مطابق حل لارې لټولې دي.
محمدي دغه راز له ولایتي ادارې غوښتنه وکړه چې د نجونو زده کړو ته دي ځانګړې پاملرنه وشي او هغوی دي د زده کړو ترڅنګ په دندو وګمارل شي.
ورسته مولوي ضبط الله، د ولایتي شورا غړي مبین فقیرزاده او نورو ویناوالو په خپلو خبرو کې وویل چې په پکتیکا کې د پخوا په پرتله زیات مثبت بدلونونه راغلي، د ښځو پروړاندي د تاوتریخوالي د پېښو کچه راکمه شوې او زده کړو ته یې پاملرنه لا زیاته شوې ده.