ا- ځواک ||

د حرمين الشريفين د امامانو څرګندونې د سولې له پروسې سره مرسته کولای شي؛ ځکه دا د هغه امامانو څرګندونې دي چې ټوله مسلمانه نړۍ ورته ځانګړی احترام او د ټولو له پاره ژور عقدوي ازرښت لري او د ټولې نړۍ مسلمانان د همدې کعبې یعنی کوم چې امام یې دا څرګندونې کړي پر لور لمونځونه کوي چې په اصل کې معنی دا ده چې نړۍ اوس د افغانستان روانې خونړۍ جګړې ته متوجه شوې او د حللارو په فکر کې یې دي.

په مکه مکرمه کې د مسجد الحرام امام شيخ عبدالرحمن السديس ویلي چې په افغانستان کې د چاودنو، بمباریو، بریدونو او نورو ورته پېښو قربانیان عام وګړي دي او په خبره یې چې په افغانستان کې د جګړې د درېدلو لپاره سم د لاسه اور بند، سیاسي خبرې او روغه جوړه تر ټولو افضل جهاد دی.

همدا شان د نبوي مسجد امام هم په دې اړه څرګندوې کړې دی دا تر ټولو مثبت او مهم ګام دی ځکه د جګړې زیاتره برخه عام افغانان دی دا په دې مانا چې د سولې دیپلوماسۍ خپل کار کړی دی او د افغان دولت تمایلات او هڅې سولې  د نتېجې په حال کې دي چې هیله ده د سولې له نعمته برخرداره شي او د ټولې اسلامي نړۍ پام یې دې بدمرغې جګړې ته را اړولی دی د سیمې او نړۍ هېوادونه هم په همدې هڅه او تلاش کې دي چې باید جګړې پای ته ورسي او سوله قایمه شي؛ ځکه نړیوال هم نور له جګړې ستړي شوي غواړي په سیمه کې سوله وي، اقتصاد وي او پرمختګ وي او بل خوا ټول افغان ولس د دې تپل شوې زغم نور نه لري؛ نو ځکه هر خوا د سولې په هکله حرکتونه او مجلسونه پیل شوي دي او بل دا چې الله جل جلاله د هغې پاکې او مقدسې خاورې (د حرمینو شریینو) له خوا د داسې بسیاري څرګندونو له برکته دې خدای (ج) سوله راولي. نه زموږ د تورو اعمالو له رویه.

د اختر په دریو ورځو خلک سولې ته دومره خوښ وو چې په تېرو څلوېښتونو کې بالکل بیساری حتی په لوګر ولایت کې د یوه سپین روبي زړه له خواشالی ودرېد او همدا په پکتیا ولایت کې دوو کسو خپل خوږ ژوند هم د ډېرې خوښۍ له امله لاس ورکړ.

او همدا شان خلک خپلې خوښۍ په بېلا بېلو ډولونو څرګندې کړې مثلاً: ”شکر او مننه خدایه! له پرونه راهیسې خدای ج زمونږ په ولس دوه خوښۍ ولورولې… یو زمونږ مذهبي جشن ”کمکی اختر” بل زمونږ ملي جشن چې په تیرو څلورو لسیزو کې لومړنی عملي اوربند دی، چې دواړو خواوو په اخلاص عملي کړ… ”

 د سوله ییز اختر په ویډيویي صحنو کې مې دوه عجیب شیان ولیدل، چې پخوا مې تصور نه کاوه، یو دا چې طالب جنګیالي سولې ته تر مونږ ډير تږي ښکاریدل… دوهم پدې باوري شوم چې که افغانان سل کاله دښمن وي، په یوه لحظه کې بیرته سره یو کیدلی شي…

فکر کړم د سولې لمر په راختو دی، انشاالله زمونږ ورورولي به تر روانې دښمني سل چنده پیاوړې وي.؛ خو وسله والو طالبانو د سولې په تړاو د ولس را ټوکېدلې هیلې ډېر ژرپه نهیلۍ بدلې کړې او بېرته یې جګړې ته مخه کړه چې پدې کار سره یې یو ځل بیا بهرنیانو ته په هېواد کې د پاتې کېدو پلمه په لاس ورکړه. په داسې حال کې چې افغان ولس هېڅکله د بهرنیانو شتون او د جګړې دوام نه غواړي، بلکې د سولې هڅو ته لبیک وایي.

دا خو لا څه کوې چې د دیني علماوو کرامو خبره هم دې خرڅ شویو ونه منله یعنی طلباوو کرامو په علماوو کرامو برید وکړ او شا و خوا 20 تنه یې شهیدان او ټبان کړل. دا خرڅ شوي به په دې خوښ شوي او افتخار به یې هم کړی وی؛ خو دا چې د یوه بې ګناه وژل د ټول بشر د وژلو په معنی دی؛ نو د دې ځواب څنګه وایي په داسې حال کې چې زموږ په دین کې په علماوو پسې خبرې کول هم سخته ګناه ده وژل خو یې لا پرېژده.

خبره ده دا چې نر هغه دی چې د سولې آواز اوچت کړي د سولې پر لور یو قدم اوچت کړي او سولې ته تمایلات وښيي ځکه دا سوله د الله جل جلاله خوښه ده، سوله د هغه د انبیاوو او پیغامبرانو خوښه وه او سوله د هر چا خوښه ده؛ نو که سوله ونه شي نور به هم وینه تویدونه زیاته شي، نور به هم دربدري او تورتم زیات شي او د رڼا یعني تعلم ځای به تورتم او بېسوادي ونیسي او بربریت او وحشت به زیات شي چې د دې ټولو ځواب به همدا شر خوښوونکي ورکوي.

افغان ولسمشر  خو خپل ټول صداقت او هڅه د سولې په هکله نړۍ ته ورښودله او نړوالو هم وستایه او سوله یې یوه اړینه او مقدسه کلمه وبلله افغانانو خپل احساسات په اختر کې ښکاره کړل حتی ویل چې کېږي د اختر په ورځو کې ښځو هم خپله خوښي په ډول ډول بڼو ولمانځله آن تر دې چې په پکتیا – زرمت لار یا سړک کې په کیلو مترونو سړک آب پاشي کړ او له سولې سره یې خپله لیوالیتا وښوده او هر لور ته د سولې په هکله ډول ډول هڅې پیل شوي دي که په سیمه ییز کچه ووایو او که په نړالوه کچه هم ووایو هڅې رواني دي سوله به انشاالله راځي همدا شان په کور دننه هم ښه او روښانه حرکتونو پیل شوي دي مثلاً د سولې کاروان له هلمند- غزنی- میدان وردګ تر پلازمېنې کابل پلی تګ بشړ کړ او د سولې نارې او سورې ټولې نړۍ ته وروسلې، خلکو وستایل، افغان ولسمشر اشرف غني هم خپل اخلاص او ملاتړ وسره څرګند کړ؛ خو خرڅ شویو وسله والو مخالفینو حتی غوږ هم پرې ونه ګراوه او همدا شان بل د سوله غوښتونکو کاروان له پېښوره- جلال آباد تر لغمان رارسېدلی دی، بل خوا په پکتیا کې هم د ټولو قومونو مشران ملکانو د سولې دپاره هڅې او غونډې پیل کړي دي چې دا په اصل کې د دنیا او اخرت له اجرونو انشا الله چې برخمنې کېږي او سوله به راځي خو د یاغیانو به مخونه تور وي، زه فکر کړم چې دا یاغیان یا د سولې په ارزښت نه پوهېږي او یا ډېر کبرجن دي؛ خو د کبر کاسه نسکوره وي او دا هم معلومه خبره ده چې له انسان سره کبر نه ښایي یا خو دې خدای(ج) هدایت ورته وکړي او یا دې خدای (ج) تباه او برباد کاندي.

معنی دا چې د خلکو غوښتنه نه مني د دیني علماو پرېکړه نه مني د کعبې د امام څرګندونې چې یوه نوراني او بشاشه څېره لري نه مني؛ خو په بدل کې یې فکر کړم د تور لینګيو یا نورو هېوادونو او استخباراتي کړیو خبره مني چې دا په اصل کې اسلام او افغان دښمنان دي یا د هغه اجنبيو خبره مني چې خپلې ګټې په دې بدمرغه جګړه کې ویني او …

د اختر په درېیمه شپه د شمشاد ټولویزیون یو ډېر ښه متوازن او بشپړ رپورټ جوړ کړی و یوه طالب قوماندان وویل چې موږ ټول خپل مصراف د هغه کانونو له استخراج څخه پوره کوو چې زموږ په ولکه کې دي، نوموړي زیاته کړه چې د ننګرهار اکثر کانونه له موږ سره دي او یوازي زما د سیمې میاشتنی عاید درې سوله لکه روپي دي؛ ښه نو چې طالبان یوازي د یوه قوماندان له اړوندې سیمې څخه درې سوله لکه روپي عاید ولري؛ نو څنګه به سوله خوښه کړي او بل دا چې دا کانونه چې استخراجېږي دا چېرته او کوم ملک ته انتقالېږي او ګټه ترې څوک اخلي یعنی دا خو معلومه خبره ده چې زموږ له ملکه بهر نورو هېوادونو ته انتقالېږي او له دې څخه په ملیونونو لکه ګټله اخلي او افغان زورېدلي ملت ته هېڅ په کې نه رسېږي؛ نو آیا هغه څوک چې عقدوي وي او دا دعوا هم کوي چې موږ خو د عقیدې په خاطر جګړه کو؛ نو دوی د کوم دلیل په اساس د خپل ملک کانونه د نورو په اختیار کې وکوي او ولې به دا کار کوي؟ نو معنی یې دا ده چې جګړه ورځ تر بلې وحشي کېږي او دا جګړه چې هر څومره اوږدېږي همداسې بدمغرۍ به ورسره ډېرېږي او د خدای (ج) رحم به راڅخه لیرې کېږي او د نورو لاس ته به مو د تل لپاره لاس اوږد وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *