تاند- مشهورې افغان سندرغاړې اریانا سعید د اتلانتیک شورا د مهمې جایزې له ترلاسه کولو وروسته اعلان وکړ چې خپله دا جایزه دوو مظلومو ښځو ته ځانګړې کوي.

اریانا سعید، چې هلو ځلو او هنري کارونو یې تل موافق او مخالف غبرګونونه پارولي، د شنبې په شپه د جرمني په پلازمېنه برلین کې د اتلانتیک شورا «د ازادۍ» جایزه په دې خاطر ترلاسه کړه چې د افغانستان په شان بنده ټولنه کې یې د ښځو د حقونو لپاره اواز پورته کړی دی.

اتلانتیک شورا، چې اصلي مرکز یې په واشنګټن کې دی، هر کال هغو کسانو او موسسو ته جایزې او میډالونه ورکوي چې په درسته نړۍ کې د انسانانو د ازادیو لپاره فعالیت کوي.

اریانا سعید د دې جایزې له ترلاسه کولو وروسته وویل«د یوې افغان ښځې او په تېره بیا د یوه داسې هیواد د هنرمنې په توګه چې څه باندې یوه نیمه لسیزه پخوا پکې موسیقي یومخ منع وه، د ویاړ او نېکمرغۍ احساس کوم چې دا جایزه اخلم.»

دې همداراز وویل چې خپله دا جایزه دوو مظلومو افغان ښځو فرخندې او رخشانې ته وقف کوي.

اریانا سعید وویل، «تل راته ویل کېږي چې زیاته زړه وره یم او ډېر جرات لرم؛ دا جرات ما ته هغو قهرمانو افغان ښځو راکړی چې له ډېرو سختیو او کړاوونو سره سره لا هم د ښځو د ازادیو لپاره مبارزې ته دوام ورکوي.»

د اریانا سعید ترڅنګ د اتلانتیک شورا د امریکا د بهرنیو چارو لومړنۍ ښځې وزیرې مادلین البرایټ او څو نورو ښځو او موسسو ته جایزې ورکړې.

One thought on “اریانا سعید وايي، خپله جایزه فرخندې او رخشانې ته وقفوي”
  1. مبارکی ورته وایو

    ددی پسی هغه وخت خبری او کنځلی شروع شوی
    کله چه دی په افغانیت افتخار وګاڼه
    ملی سندری یی شروع کړی

    بیا نو یو نیم دجمعت اصلاح او نورو ملایانو تبلیغ شروع کړو
    په کابل کښی په لسهاوو بی حیا او لوڅ کنسرتونه کیږی
    خو کله هم چا غږ پورته نه کړو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *