تاند- د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما د خپل دفتر مخته د هلمند د سولې د حرکت پرلتوالو ته مثبت ځواب ووایه.
یوناما په یوه لنډه خبرپاڼه کې، چې انلاین یې خپره کړې ده، د سولې لپاره د پرلتوالو هلې ځلې ستایلي.
یوناما ویلي:
«ملګري ملتونه په افغانستان کې د اوربند د اوږدېدو او د جګړې د پای ته رسېدو په منظور د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو د پیلېدو لپاره د افغانانو د غوښتنې ملاتړ کوي.»
د هلمند د سولې حرکت پرون وروسته له دې چې طالبانو د سولې او اوربند په اړه د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وایه، وویل چې د هلمند د سولې حرکت یو خپلواک خوځښت دی چې د خلکو له منځه راپورته شوی او برخوالو یې د سولې د ملاتړ لپاره له لشکرګاه تر کابله ۷۰۰ کیلومتره لار پلې کچ کړې ده.
دې حرکت طالبانو ته ۳ ورځې وخت ورکړی و چې د دوی غوښتنو ته ځواب ووايي.
د هلمند د سولې حرکت همداراز پتېیلې چې د ملګرو ملتو ترڅنګ د افغانستان په جګړه کې د هر رول لرونکي هیواد د سفارت مخته درې – درې ورځې پرلت وکړي.
د ملګروملتو د مرستندوی د دفنر مخته د دوی پرلت پرون پیل شو او سبا به هم دوام وکړي.
د افغانستان ولسمشر تېره اوونۍ د هلمند د سولې د حرکت کاروان ته د کابل په حضوري چمن کې هرکلی ووایه او ورته ویې ویل چې د افغانستان حکومت حاضر دی چې اوربند یوه میاشت نور اوږد کړي خو شرط دا دی چې طالبان هم اوربند ومني.
د افغانستان د حکومت یواړخیز اوربند روانه اوونۍ پای ته رسېږي.