تاند- په ننګرهار کې د ځايي خلکو او داعشي ترهګرو ترمنځ خونړۍ نښته شوې ده.

د سیمې اوسېدونکي او د ننګرهار ولایتي اداره وايي چې تېره شپه د دغه ولایت نازیانو ولسوالۍ ته نژدې د ځايي پاڅونوالو او داعشیانو ترمنځ نښته پیل شوه چې په لړ کې یې دواړو خواوو ته مرګ ژوبلې واوښتې.

د ننګرهار د والي دفتر ویلي، جګړه وروسته له دې ونښته چې ځايي پاڅونوالو د مورچل په سیمه کې د داعش د تروریستي ډلې پر پټنځایونو برید وکړ.

د ننګرهار د والي ویندوی ویلي چې په دې نښته کې لږترلږه ۸ داعشي ترهګر له منځه لاړل او د دې بې رحمه ډلې ۳ نور جګړه مار ونیول شول.

د ننګرهار د ولایتي ادارې په وینا په دې جګړه کې لږترلږه ۲ ولسي پاڅونوال شهیدان شوي او ۲ نور ژوبل دي.

داعش، چې یوه بې رحمه بهرنۍ ډله ده، او عموماً پر عامو خلکو وحشیانه بریدونه کوي، تراوسه پورې د نازیانو ولسوالي د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل نه دی چې عام ولس د داعش پر ضد پاڅون کوي؛ تر دې وړاندې هم د ننګرهار په بېلابېلو سیمو او دغه راز کونړ کې د دې ترهګرې ډلې پر ضد خلکو پاڅونونه کړي دي.

د سیاسي چارو کتونکي باور لري چې دا ډله اصلاً د عراق او سوریې له داعش سره ارتباط نه لري بلکې یو شمېر پاکستاني طالبان او له افغان طالبانو څخه یو شمېر جلا شوي کسان دي چې آی ایس آی د هغو هدفونو لپاره ګومارلي چې د طالبانو په وسیله یې نه شې ترلاسه کولی یا نه غواړي چې د طالبانو نوم پرې بد کړي.

دوی همداراز وايي چې پاکستان د داعش په وسیله پر طالبانو هم فشار راوړي چې که د پاکستان غوښتنو ته غاړه کښېنږدي نو داعش به یې متبادل شي.

پاکستان د شوروي اتحاد پر ضد د افغانانو د جهاد په کلونو کې هم ۷ ګوندونه په همدې هدف جوړ کړي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *