د هلمند د سولې د حرکت غړي د ملګروملتو د دفتر مخته

تاند- وسله والو طالبانو نن /دوشنبه/ د اوربند د اوږدولو لپاره د افغان سپینږیرو او فعالانو غوښتنه رد کړه.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د سولې لپاره د فعالانو ناره یو هسې«شعار» بللی او هغه رد کړی دی.

ده د مدني ټولنې له فعالانو او نورو وغوښتل چې له هغه حرکت سره یوځای نه شي چې د ده په وینا «د امریکا او نړیوالو ځواکونو په لاسونو کې لوبېږي.ِ»

د هلمند د ولسي حرکت غړیو په روژه او سخته ګرمۍ کې د ۷۰۰ کیلومتره لارې له پلي مزل وروسته وړمه ورځ له طالبانو وغوښتل چې اوربند اوږد کړي او د سولې خبرو ته لار هوار کړي.

دې حرکت له پرون راهیسې د ملګروملتو د دفتر مخته پرلت پیل کړی او غواړي چې د افغانستان په جګړه کې د نورو رول لرونکو هیوادونو د سفارتونو مخته هم پرلتونه وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د طالبانو ویندوی په یوه خبرپاڼه کې ویلي«د دوی هدف دا دی چې موږ وسله پر مځکه کښېږدو او د یرغلګرو له لوري تپل شوی رژیم ومنو.»

د اختر په درو ورځو کې د طالبانو له لوري اوربند سولې او پخلاینې ته د افغانانو په زړونو کې ډېرې هیلې غوړولې وې.

د اوربند په ترڅ کې د طالبانو چلند وښودله چې عام طالبان سولې ته زیات لېواله دي.

د هلمند د سولې حرکت پرون وروسته له دې چې طالبانو د سولې او اوربند په اړه د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وایه، وویل چې د هلمند د سولې حرکت یو خپلواک خوځښت دی چې د خلکو له منځه راپورته شوی او برخوالو یې د سولې د ملاتړ لپاره له لشکرګاه تر کابله ۷۰۰ کیلومتره لار پلې کچ کړې ده.

د هلمند ولسي حرکت وروسته له دې پیل شو چې د مارچ د میاشتې په وروستیو کې په یوه انتحاري موټر بمي برید کې د لشکرګاه په غازي ایوب خان لوبغالي کې ۱۶ تنه شهیدان او ۵۳ نور ژوبل شول.

6 thoughts on “طالبانو د اوربند د اوږدولو لپاره د هلمندي فعالانو غوښتنې رد کړې”
  1. ټالبانو ته د خپل هلمندي ولس غوښتني او ګټې مهمې نه دي ، دوي ته د پنجاب ګټې او اوامر ډېر مهم او حتمي دي.
    په اوربند سره د افغانانو ژوند ژغورل کيږي.
    الهي امر او ارشاد « والصلح الخیر » پرځای کيږي.
    د دایمي سولې لار پرانستل کيږي او خارجیانو د شتون باني ختمېږی.
    بیا به پنجاب زمونږ پرخاوره د توغندیو ویشتلو لپاره دلایل ونه لري
    بنا ټالبان او پنجاب به هېڅکله د افغانانو غوښتنو ته مثبت ځواب ورنکړي.

  2. طالبان وایی چی افغانستان اشغال سوی دی، ولی دا نه وایی چی ددوی د حکومت په دوران کښی هم افغانستان اشغال وو زما یادیږی کوم قدرت چی د بهرنیو طالبانو لکه پاکستانی، عرب، چیچینی او داسی نورو سره وو ددوی د یوه سره نه وو هر هغه خبره ددوی لپاره سنګ نوشته وه چی آی ایس آی کوله نو ډیر غلامان څوک وو؟ او دیی. تاریخ دا ثابته کړی چی غلامان هیڅ وخت د اولس د خلکو خواستو ته مثبت ځواب نه وایی او نه یی هم ویلی شی لکه طالبان دوی چندان نه قرآن ته نه حدیث ته او نه هم علماوو ته احترام لری . ددوی سره داسی ټاپی دی چی په هر مسلمان وګړی هر ډول تور لګولی سی زه خو په دی باور یم چی دوی خو حلقه په غوږ غلامان د پاکستان دی او ملک د پاکستان په اشغال کښی ورکوی. دطالبانو ستر لار ښوود پاکستان دوی ته ټوله ستراتیږی ورکوی چی نه مشر پریږدی او نه هم کشر او په افغانستان کښی باید د سر او خبری سړی پاتی نشی او وولسی تحرکات په یو نو م او بل نو وڅپی، درسته ده چی د افغانستان په حکومتونو کښی نیمګړ تیاوی شته راسه ورسره کښینه ته چی ځان ملایکه بولی دا غلطی په ګډه اصلاح کړی. زه اروم د افغانستان خلکو په دی شپه او ورځ کښی د صلح نو م تر کلمه ډیر تکرار کړی ولی تاسوچی ځان ددی دنیا څانګړی بشر بولی غوږ نه نیسی ( څه ټول قرآن نه منلی او څه یو آیات ډ ټولو ګناه یو شی دی) .

  3. تالب ورته مه وايه دحيرامنډي دلالان ورته وايه ، د پنجاب اجيران ورته وايه ، د هغه پنجاب تورلينگيو غلامان ورته وايه چي کوم خلکو به د افغان د نوم په اوريدو په لاهور او ډيلي کي پرتوگونه ککړول . کوم چي دي بي غيرتو ، بي وجدانانو ، وحشي ځناورو جاهلانو دلاسه دافغان غيرت ، د افغان حوصله او عزت د خاورو سره خاوري کړه .
    داهغه خوارج دي چي داسلام پنامه يي دمسلمانانو قتل عام شروع کړي ! دا هغه بي فرهنگه جاهالان دي چي د پنجاب پنامه يي دخپل ورور وينه تويوي . نن ورځ خو غلاکول ددي وحشيانو لپاره د گناه عمل ښکاري نه ..

  4. طلبان نه عواړی چی افعانستان پرحپلوپښووداریږی دوی حپلوبادارنوته وفاداردی دجهلان به کله پوهیږی الله دهدیت ورته وکړی که هدیت دنیکی نوی نوالله ج دافعانستان څحه تحم ورک کړی

  5. کرغېړن جنګ دی چې ورونه او د تره زامن یې د یو بل په وړاندې دښمنان او مخالف کړي، په داسې حال کې چې وینه د ټولو سره، درد او غم د ټولو مشترک دی.
    هر لوري ته یو افغان مري او هر طرف د یو افغان کور ورانېږي، بچي یتیمان، میندې بورې او پلاران د غم په سبب په ملا کړوپېږي.
    د یو افغان فرد په صفت خپل مسوولیت بولم چې د جنګ په ښکېلو غاړو غږ وکړم، څو خونړي جنګ ته خاتمه ورکړي او د رښتینې دایمي سولې په پار د مذاکراتو له لارې د افغان ولس هیلو ته رسیدګي وکړي.
    تر کومې به جنګ وي او تر څه وخته به افغانان خپلو وینو کې شټېږي؟

  6. اور بند د پاکستان د اردو لوی درستیز کړی و او هغه به یې اوږدوی. دا زمونږ خلک ولی نه پوهیږی. جنګ د افغانستان پر ضد د پاکستان دی او دوی وایی طالبان دی دا وکړی او طالبان دی هغه وکړی. ورونو، د بل په کور کې چې پروت یی د بل به مني. هغه مجاهدین څومره په کش کې وو خو باور وکړی چی اوداسه ته هم د پاکستان د پوځ د اجازی پرته نه شو تللی. مجاهدین جینیوا ته نه وو روان؟ چا ور پری نښودل؟ پاکستان او ریګن. دا ولی؟ دا په دی چې د بل کور کی پراته وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *