عکس له آرشیف نه

تاند – د پښتون ژغورنې د غورځنګ کرېزماتیک مشر منظور احمد پښتین په اروپا کې مېشتو ملاتړ کوونکیو څخه وغوښتل چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ غونډو ته دې د دغه غورځنګ له بیرغ څخه پرته نور بیرغونه نه ور وړي.

پرون دوشنبه /د جون ۲۵مه/ په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته مظاهره کې په لسګونو کسانو برخه اخیستې وه. د دغه لاریون په برخه والو کې د پښتنو تر څنګ، بلوچانو هم ګډون کړی وو.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د ټیلیفون له لارې په وینا کې په غونډه کې د پښتونستان، ازاد بلوچستان او د افغانستان د بیرغونو له پورته کوونکیو څخه هیله وکړه چې یوازې د پښتون ژغورنې د غورځنګ تور او سپین بیرغونه دې پورته کړي.

ښاغلي پښتین وویل، چې په مظاهرو کې د نورو هېوادونو او ډلو بیرغونه پورته کول د پاکستاني چارواکو هغه تورونه قوي کوي چې وایي دغه غورځنګ د بهرنیانو پروګرام دی.

د غورځنګ یوه بل مشر علي وزیر هم په خپله فیسبوک پاڼه خپاره کړي یوه پيغام کې ویلي چې پاکستاني چارواکي نشي کولی چې په اروپا کې مېشتو کسانو ته تاوان ور ورسوي خو د هغوی داسې کارونه کېدای شي چې په پاکستان کې دننه د پښتون ژغورنې د غورځنګ غړو ته لوی سرخوږی پیدا کړي.‌

د پښتون ژغورنې د غورځنګ بل مشر محسن داوړ هم رسنیو ته وویل چې د غورځنګ غوښتنې څرګندې دي، دغه غورځنګ د پاکستان اساسي قانون ته درناوی لري او د اساسي قانون په اساس د پښتنو اساسي حقونه غواړي.

تر دې مخکې، په سوات کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ په غونډه کې یو ځایي پښتون چې د پاکستان بیرغ ورسره وو هم غونډې ته له ننوتلو څخه منع کړای شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *