تاند- د کابل او د سعودي عربستان د جدې ترمنځ د لومړي ځل لپاره د کارګو یا د هوا له لارې د بار وړلو – راوړلو الوتنې پیل شوې.
څه باندې ۵۰۰ کیلو زعفران او یو ټن بادام نن /سې شنبه/ له کابل څخه د سعودي عربستان جدې ښار ته په الوتکه کې ولېږل شول.
د افغانستان حکومت پر یوه یا څو هیوادونو د اتکا د کمولو لپاره له بېلابېلو هیوادونو سره هوايي او مځکنۍ لارې پرانیستي دي چې یوه یې هم نن پرانیستل شوه.
تر دې وړاندې افغانستان له هند او ترکیې سره هوايي دهلېزونه پرانیستي وو.
د بانکولۍ او مالیې په چارو کې د ولسمشر غني سلاکار سمیر رسا وویل، دې ته ورته موافقه به په نژدې وخت کې د کابل او دوبۍ ترمنځ لاسلیک شي.
ده وویل«په راتلونکو څو ورځو کې به د کابل او دوبۍ ترمنځ ورته موافقه وشي. تاسو به د افغانستان او اروپايي اتحادیې ترمنځ هوايي کوریدور هم ووینئ؛ هماغسي چې د افغانستان او ترکیې ترمنځ پرانیستل شو. زموږ سوداګر به د ترکیې له لارې د اروپايي اتحادیې غړیو هیوادونو ته خپل تجارتي مال وړلی شي.»
د افغانستان د سوداګرۍ خونې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د هوايي کوریدور پرانیستنه د دوو هیوادونو ترمنځ د سوداګري راکړې ورکړې لپاره ګټوره بولي خو وايي چې حاضردمه د دوو هیوادونو راکړه ورکړه د قناعت وړ نه ده.
اوس د افغانستان او سعودي عربستان سوداګري راکړه ورکړه په کال کې یوازې شاوخوا ۱۵ ملیون ډالره ده.
په افغانستان کې د سعودي عربستان سفیر د کابل – جدې ترمنځ د هوايي کوریدور د پرانیستنې په مهال وویل، پکار ده چې د دوو هیوادونو سوداګري زیاته شي.