سید عبدالله پاچا ||
اسلام اباد پوره په وروستیو کې پوره هڅه کوي چې د کابل باور لاس ته راوړي او په دې برخه کې د افغان حکومت سیاستونو مجبور کړی چې د افغانستان په تړاو ځینو تګلارو کې بدلون راولي.
اسلام اباد ته د افغان پلاوي څو ځلې ورتګ او دغه راز کابل ته د اسلام اباد د پلاوي تکراري راتګ او په خبرو کې د عمل پلان وروستي کیدل او تطبیق هغه موارد و چې افغانستان په تېرو کلونو کې هڅه وکړه چې پاکستان ورته مجبور کړي او بلاخره تریوه حده توانیدلی چې یوې پایلې ته ورسیږي.
د اختر په ورځو کې د طالبانو د اوربند اعلان د عمل پلان یوه برخه کیدلی شي چې اسلام اباد په طالبانو فشار راوړ چې باید د افغان حکومت د اوربند په مقابل کې اوربند وکړي، خو اوس له پاکستاني چارواکو سره یو ځای کار کیږي چې طالبان بیا اوربند وکړي او د خبرو میز ته کیني.
پر طالبانو د پاکستان نفوذ
له دې سترګې نه شي پټيډلی چې پاکستان پر افغان طالبانو ښه نفوذ لري او د طالبانو په زیاتو پریکړو کې د پاکستان څارګره اداره دخیله ده او هر لوري چې وغواړي طالبان سوق کولای شي.
افغان ولسمشر له طالبانو سره د جګړې پر ځای ډير کار پر دې وکړ چې څنګه کیدای شي اسلام اباد مجبور کړي چې یا د طالبانو له ملاتړ لاس واخلي او یا یې مجبور کړي چې له افغان دولت سره سوله وکړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې تړاو پاکستان ته هر څه وویل او د همکارۍ غوښتنه یې ترې وکړه، خو پاکستان د تېر په څېر ژمنې وکړې او عمل یې و نه کړي، بلاخره ولسمشر محمد اشرف غني اړ شو چې د پاکستان اصلي څېره په سیمه او نړۍ کې بربنډه کړي.
افغان حکومت په ځانګړي ډول ولسمشر غني او د ملي امنیت شورا سلاکار په دې وتوانیدل چې پاکستان د امریکا، سیمې او نړۍ د نورو هېوادونو تر فشار لاندې ونیسي چې د ترهګرۍ له ملاتړ لاس واخلي.
که څه هم ځینو مواردو کې طالبان له پاکستان او یا پاکستان له طالبانو سره په اړیکو منکر کیږي، خو دا هیڅکله نه شي پټيدلی چې د طالبانو مشران له پاکستان سره یرغمل دي او هر څه چې وغواړي طالبان باید هغه کار وکړي.
د افغان حکومت د سیاستونو پایله
افغان حکومت تراوسه له پاکستان سره په سیاست کې بریالی ښکاري، ځکه له یوې خوا افغان حکومت خپله خوږه ګوته د پاکستان له تیږي را وویستله او هغو برخو کې به چې پاکستان غوښتل پر افغان حکومت فشار راوړی، افغان حکومت ترې ځان خلاص کړی.
له نورو هېوادونو ټرانیزیټ چې پاکستان به تل د فشار په توګه کار اخیسته، اوس چابهار بندر شته او دغه راز له منځنۍ اسیا هېوادونو چین ته لار پيدا شوې چې سوداګري ورسره ارزانه او اسانه شوې.
د افغان سوداګرو واردات چې پاکستان به ډیره کله د ډیورنډ پر پوله دروازې وتړلې او بیا به بازارونو کې خوراکي توکي نه پيدا کیدل، خو اوس چې کلونه دروازې وتړل شي، پر افغان بازارونو هیڅ اغیز نه لري.
د کډوالو موضوع وه چې هر کله به اړیکې خرابې شوې پر کډوالو به فشار راته، خو ولسمشر پاکستان ته په ډاګه وویل چې ټول کډوال دې وباسي او خپلو افغانانو ته یې بلنه ورکړه چې خپل هېواد ته راوګرځي.
ډیر نور موارد و چې پاکستان به هر کله ترې د فشار په توګه کار اخیست، خو ولسمشر محمد اشرف غني وتوانید چې دا هر څه په تدریجي ډول برابر کړي او پاکستان اړ کړي چې افغان حکومت ته د همکاریو لپاره لاس اوږد کړي.
اوس همغه وخت راورسید، اوس د دې وخت دی چې پاکستان له فشارونو د خلاصون لپاره د افغان حکومت شل او شل نیمې ټولې ومني او په ګډې همکارۍ سره ګډ ګواښونه له منځه یوسي او دوه اړخیزې ګټې او اړیکې وپالي.
له پاکستان سره اوسنی تګ راتګ په دې تمرکز لري چې پاکستان ثابته کړي چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې رښتنی دی او هغه څه چې افغان حکومت یې غواړي باید عملي یې کړي.
پر پاکستان اوس باور نه کیږي چې تل به یې ژمنې کولې، د عمل پلان د همدې لپاره رامنځ ته شوی چې هر څه باید ښکاره وشي او پایله یې ښکاره شي، افغان حکومت اوس له پاکستان سره ډير هوښیارانه مخ ته ځي او په هیڅ ژمنه یې باور نه کوي، تر څو چې پاکستان عملي اقدام و نه کړي.
نو تمه شته چې پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلان کې د افغان حکومت ټولې غوښتنې مني او طالبانو به د بیا اوربند تر څنګ د سولې خبرو ته هم کیني او بلاخره به د افغانستان اوږدې جګړې ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني یوه پایله پيدا کوي.