منان توحیدیار || 

په دې ورځو کې افغان ولس په دې کار کوي چې د حکومت تر څنګ پر طالبانو فشار راوړي چې د اوربند تر څنګ د سولې د خبرو میز ته کیني او نور دا جګړه چې کلونه له افغانانو قرباني اخلي د پای ټکی ورته کیږدي.

د سولې پروسې ته اوس د ولسونو زیات ورپام شوی او د اختر په درې ورځني اوربند کې یې وښوده چې سوله اړتیا ده او باید نور د افغان ولس دا اړتیا پوره شي، خو نورې ډلې چې د افغانستان د جګړې اور ته لمن وهي، په دې کار کوي چې څنګه خلک له دې مسیر راوګرځوي او په نورو موضوعاتو یې مصروف کړي.

د سولې په اړه د افغان حکومت دريځ

افغان ولس اوس په ټول توان کار کوي چې څنګه کیدای شي د سولې لپاره زمینه برابره شي او افغانان خپلو منځو کې سره کیني او بالاخره یوې داسې پایلې ته ورسیږي چې د جګړې په بس او د ولس په هوساینه تمام شي.

ولسونه د سولې لپاره بیداره شوي، له یوې خوا د هلمند د سولې کاروان د سولې غوښتو لپاره له هلمند روان شول او تر اته دیرش ورځني پلي مزل وروسته تر کابله ورسیدل، له بلې خوا له خیبر پښتونخوا څخه یوه بله ډله د کابل پر لور راروانه ده او کابل ته به ورسیږي.

دا حرکتونه په ټوله مانا ولسي دي او هیڅ اړخ پورې تړلي نه دي، دا کاروانونه د سولې پیغام له ځان سره لري او په دې کاروانونه سره به ځان ته مالومه کړي چې څوک سوله غواړي او څوک د سولې له خبرو تېښته کوي.

افغان حکومت دې کاروانونو او د ولسونو غوښتنې ته ښکاره ځواب ویلی او د سولې په تړاو ټولې غوښتنې یې منلي دي، خو طالبانو ته لا هم خلک په تمه دي چې ګنې د سولې په تړاو به انعطاف وکړي او نور به له جګړې لاس واخلي.

حکومت طالبانو ته ویلي چې هر ځای ورسره د سولې خبرې کوي، دغه راز ورته یې ویلي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو بحث هم په میز ورسره کوي او په دغې بحث کې به د نړیوالو د وتلو تضمین هم موجود وي.

حکومت د طالبانو هر ډول شرایط مني چې سولې ته کیني، طالبانو ته یې هیڅ پلمه نه ده پريښې چې جګړې ته دوام ورکړي، اوس نو د ولسونو وار دی چې پر طالبانو فشار راوړي چې د جګړې پر ځای په سوله تمرکز وکړي.

د سولې په اړه د طالبانو دریځ

طالبانو د اختر درې ورځې اوربند وکړ او په بیا یې د یوې اعلاميې په خپرولو سره بیرته اوربند مات کړی او خپلو جنګیالیو ته یې امر وکړ چې د پخوا په څېر جګړې ته دوام ورکړي او هیڅ حاضر نه دي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

طالبان د جګړې د دوام لپاره دا پلمه کوي چې له بهرنیو ځواکونو سره یې جګړه ده او سوله هم له امریکا سره کوي، خو په داسې حال کې چې یواځې په تېر کال جګړه کې دوه بهرني سرتېري وژل شوي او ۵۰زره افغانان شهیدان شوي.

دا د جګړې لوړه بیه ده چې افغانان یې پرې کوي، خو طالبان له دې ارقامو سره سره بیا هم په جګړې تمرکز کوي او پلمه یې دا ده چې د بهرنیو پرضد جګړه کوي، خو په داسې حال کې چې ټول قربانیان افغانان دي چې زیاته برخه یې ملکي وګړي جوړوي.

طالبانو د اوربند د ختم په اعلامیه کې په سراحت سره لیکي و چې اوربند یې د ولسونو د هوساینې لپاره کړی و چې اختر په ارام سره تېر کړي، نو له دې مالومیږي چې طالبانو په تېرو یوولس کلونو کې یواځې درې ورځې د ولس هوساینه غوښته او نور باید ناارامه ژوند وکړي.

که طالبان دا جګړه د ولس د ناارامتیا لپاره بولي بیا ولې جګړه کوي، که طالبان د دې ولس یوه برخه وي، نو بیا ولې درې ورځې د ولس لپاره هوساینه غواړي، ولې د خبرو میز ته نه کیني چې ټول عمر یې ولس هوسا ژوند ولري.

طالبانو او پلویانو ته یې نور هغه پلمه او تبلیغات نه دي پاتې چې ویل به یې حکومت خپلواک نه دی او د سولې په تړاو هیڅ دریځ نه لري، خو افغان حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني وښودله چې خپلواک دی او له طالبانو سره په هرو شرایطو کې سولې ته چمتو دی.

د طالبانو مذهبي ټکټ

طالبانو کلونه په دې جګړه وکړه چې مذهبي ټکټ لري او په افغانستان کې د جګړې لپاره یې ځینې دلایل راوړل چې باید دوام وکړي، خو وروستیو پریکړو سره طالبانو مذهبي ټکټ هم له لاسه ورکړ.

مالیزیا کې د دیني علماوو غونډې، کابل کې د دوه نیم زرو علماوو کنفرانس، د اسلامي هېوادونو ایتلاف بیانونه او بلاخره د کعبې د امام څرګندونې چې د افغان جګړې په تړاو یې کړي، جګړه یې ناروا یاده کړې او په سوله یې ټینګار کړی، د طالبانو مذهبي ټکټ له منځه وړی دی او نور نو داسې څه ورپاتې نه دي چې روانې جګړې ته په اسلام کې دلایل وګوري.

د سولې دښمن اور اخیستی

دې ټولو بدلونونو او وروستیو حرکتونو سره د سولې مخالفو جهتونو اور اخیستی، له یوې خوا په افغانستان سیمه او نړۍ کې د سولې د تګلارې پراخ ملاتړ له بلې خوا په سوله کې د ولسونو پراخې ونډې پر هغو ډلو او کړیو اور بل کړی چې نه غواړي سوله راشي، ځکه د دوی ګټې په جګړه کې خوندي دي او هیڅکله نه غواړي چې سوله د جګړې ځای ونیسي

نو د دې لپاره چې له سولې د افغان ولس پام واړوي،کار کوي چې نور موضوعات چې افغان ولس ورسره حساسیت لري، راپورته کړي او د سولې دا ولسي پروسه چې زیاتې تمې ورته پيدا شوي له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

د ډیورند موضوع راپورته کیدل یې ښه بیلګه کیدای شي چې جعلي خبرونو غوښتل د سولې مسیر بدل کړي او د افغان ولس پام بل لور ته واوړي، خو دښمن په دې حربه کې ناکام شو او هغه ډلو چې غوښتل یې له سولې د خلکو پام واړوي، وا نه وښت او خلکو له بیدارئ کار واخیست.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *