محمد عارف رسولي || 

بېوزله ټولنې او ملتونه تر ډېره وخته پرمختګ نه شي کولای او فقير پاته کېږي. دا ډېر لاملونه لري او يو مهم لامل يې زیاتو کارپوهانو په اند دادی چې د سازمان په واقعي مفهوم، د سازمان په وده او رشد، په ټیم کې د ګډ کار، د رهبرۍ او اطاعت اصول، اخلاق او کلتور يې کمزوري وي. له همدې کبله داسې ټولنه د مثبت بدلون بنسټيز عوامل چې خلاص سياسي او اقتصادي بنسټونه (نهادونه) دي نه شي رامنځته او تقويه کولای.

محمد عارف رسولي

په داسې ټولنو کې ټولنيز او سياسي فرهنګ دې ته لاره نه اواروي چې خپل ځانګړي او ان نبوغ لرونکي استعدادونه په خپل منځ کې په خپل وخت وپېژني، ملا يې وتړي او پيروي يې وکړي. نو ځکه په داسې ملت او ټولنه کې استعدادونه لکه څنګه چې امکان يې شته رشد نه کوي، په داسې ټولنه کې ښه رهبران، مديران او نوښتګر سياستوال په سختۍ ظهور کوي او که رامنځته شي له راز راز خنډونو سره مخ شي.

د داسې مشرانو په مخ کې یو خنډ خپلې ګټې غوښتونکي زورواکان وي او په مستقيمه توګه یې مخه ډب کوي. ځکه د هغوی ګټې په ټولنيزه ويښتيا او وده کې نه بلکه په جهالت، انحصار،استثمار او د پرګنو په غفلت او په بېوزله ساتلو کې وي.

د داسې ټولنو، ملتونو او مشرانو په مخ کې بل خنډ دا وي چې په غير مستقيم ډول، د دوستۍ په لباس کې، له ځان غوښتونکو زورواکانو زيات زيان رسوونکې ډله د غوړه مالانو او بې شخصيته او نوکر صفته کسانو ډله وي چې د لوړ پوتنسیال لرونکي مشران حلقه کړي، درواغ ورته وايي او غواړي له خلکو، ټولنيزو حقايقو، ننګونو او ممکنه حل لارو يې ګوښه وساتي.

داځکه دا غوړه مالان خپله اجندا لري او کله خو هم وېرېږي چې که رهبر په ناخوالو سم خبر شي دوی به ملامت کړي، باور به يې ورباندې کم شي او صلاحيتونه به ورنه واخلي. دا غوړه مالان ځکه تر هغه بل مخالف ګروپ خطرناک کېدای شي چې مشر د ښو خادمو او وړتيا لرونکو کادرونو له پېژندلو او همکارۍ محروموي، او مشر نه ښه ټيم جوړولای شي، نه قانون پلی کولای شي او نه خلاص سياسي او اقتصادي بنسټونه رامنځته کولای شي. د دې ډلې د مضريت بل ستر لامل دادی چې غوړه مالان د وفاداره دوستانو په لباس کې ځان پټوي او تشخيص يې ستونزمن وي خو مشران همدوی په پای کې له پښو غورځوي.

په داسې حال کې چې د ژوند په ټولو اړخونو لکه سياست، اقتصاد، حکومتولي او د قانون په ټولو يو شان پلي کول، د ښوونيز نظام وده، په ملي او بهرني سیاست کې بریا او د سالم ځوان نسل روزل په سازمانونو او ټیمونو کې د کار له برکته ترلاسه کېږي. کله چې د یوه ملک سازمانونه زده کړه کوونکي شي، په خپلو افرادو او ټیمونو کې د زده کړې روحیه رامنځته او غښتلې کړي، کولای شي چې ملي او دولتي بنسټونه (نهادونه) رامنځته او غښتلي کړي. دا بنسټونه د خپلو غړو او کار کوونکو عادتونه کنترول او سم لوري ته رهبري کوي، داسې ټولنې، ملتونه، او دولتونه یې له ماتېدونکي حالت څخه راوزي او مادي او معنوي بریا ته رسېږي.

دلته به په ټيم کې د ګډ کار د اهميت او څرنګوالي د روښانتيا لپاره د سپورت له نړۍ څخه او د هېواد کرکټ د ملي لوبډلې او ټيم مثال راوړو. ګورو چې زموږ ملي ستوري لکه راشد خان ارمان، نبي عيسی خيل او مجيب الرحمن په هغو ټيمونو کې چې له نړيوالو لوبغاړو جوړ وي تر ټولو ښه ځلېږي خو پخپل ملی ټيم کې د نورو ملکونو په وړاندې دومره ښې لاسته راوړنې نه شي لرلای. داځکه موږ ښه لوبغاړي لرو خو تر اوسه د کرکټ ښه ټيم نه لرو.

د ښه ټیم معنی داده چې پوره منل شوي اصول او مقررات پکې حاکم وي. داسې ټيم چې په هر حالت کې که د بريا او یا د ستونزو وخت وي ګډ کار وکړي، د ګد کار اصول رامنځته، او په کلک هوډ يې په ځان پلي کړي او له نورو هم ورته تمه ولري. د پرېکړو کولو، مکافاتو او مجازاتو ورکولو منل شوي اصول په روڼوالي او ښکاره پکې پلي شي، نيوکه کول په شخصيتونو نه بلکه د خلکو په کړنو د مخکنيو منل شوو لايحو او اصولو له مخې او په ښه نيت او ښو اصولو وشي، منل او پلي کول يې هم همداسې وي. که داسې وشول نو ويلای شو چې د کرکټ سازمان مو په نهاد بدل شوی او برياوې به يې هم دوام لرونکې وي ځکه همدا اصول دي چې ټيمونه او د غړو عادتونه او کړنې روزي او اصلاح کوي یې.

داسې ورته کمښتونه په خواشينۍ سره په هر افغاني ټيم کې اوس که هغه کابينه ده، وزارت دی، پوهنتون دی، مدني ټولنه او فکري بنسټ دی، نظامي قطعه ده او که کوم توليدي سازمان دی په ټولو کې شتون لري. داځکه چې دا د اوږده جنګ اغېزه ده او زموږ کلتور ته دا کمښت ننوتی دی.

د مثال په توګه، که ستا د ولسمشر سره د کابينې غړي د هېواد اساسي قانون او ټولو نافذه قوانينو خلاف سياسي ناندرۍ پيل کړي، د قانون په چوکاټ کې ورنه اطاعت نه کېږي او ولسمشر بېوسه وي او له دندې يې نه شي ګوښه کولای نو څنګه به فساد ورک کړای شي، څنګه او په چا به قانون پلی کړي او څنګه به اصلاحات راولي. که د نظام دا ويشلی حالت دوام وکړي او د اساسي قانون ماتول همداسې دوام وکړي، هغه کسان چې د افغانستان يې نه نوم خوښېږي، نه ملي هويت او نه نور نظام او لاسي غواړي زموږ ملي او ديني ارزښتونه ونړوي، نور به هم سپين سترګي شي او خدای مکړه هېواد ته بدې پایلې لرلای شي. په کار ده چې د تش په نامه ملي وحدت د دوه سره ويشلي حکومت ناکامه تجربه بيا تکرار نه کړي.

په ټيم کې د نه کار او د سازمان په وده او زده کړه ناپوهي داسې يو کمښت دی چې موږ افغانان تر ټولو نورو ملتونو زيات ورنه کړېږو. دا ځکه چې د اوږده جنګ په بهير کې زموږ ملي نهادونه لکه قانون هېر شول، اطاعت د ټولنې زياتو خلکو ته يوډول کمزورتيا ښکاره شوه. په تېره هغو کسانو ته چې د دولتي نظام له جوړښت څخه ناخوښ وو.

نو له یوې خوا یې د خپلو ځاني ګټو د خونديتوب لپاره تل قانون مات کړي او بل یې په قصدي توګه اوسنی دولتي ملي نظام او جوړښت ننګولي دي. نو مدني ټولنو، ټولو ټولنیزو پرګنو او ډلو، فکري مرکزونو او خوځښتونو، دولتي ادارو او موږ ټولو افغانانو ته اړتيا ده چې د سازمانونو په ماهیت، جوړښت، وده، په سازمان کې د زده کړې په اصولو ځان پوه کړو. همدارنګه، اړیتا ده په ټيمونو کې د ګډ کار په اهميت ځان پوه او پخپل ټولنيز او سياسي کلتور کې يې داخل کړو، اصول يې و پنځوو، د ټيم د رهبرۍ او غړو په رولونو او دندو باندې د خپل ملي دود او کلتور سره سم څېړنې وکړو او له نړيوالو تجربو او اصولو هم زده کړو تر څو په فردي، سازماني او ملي چارو کې ننګونې او خنډونه له مخې ليرې او په هره ساحه کې برياوې ترلاسه کړو.

پای

د یوه پرمختللي او هوسا افغانستان په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *