تاند- په ملګروملتو کې د امریکا استازې نیکي هېلي نن /پنجشنبه/ وویل، هیواد یې له پاکستانه لا په کلکه غواړي چې تروریستانو ته خوندي پناهځایونه ورنه کړي.
دا وايي، پاکستان د امریکا له متحدو ایالتونو سره همکاري کوي، خو واشنګټن د حکومتونو له لوري د تروریستانو ساتنه نه شي منلی.
مېرمن هېلي د هند یوه تحقیقي انستیتیوت (Observer Research Foundation) ته په وینا کې وویل«موږ دا پیغام پاکستان ته تر پخوا لا په کلکه رسوو او هیله لرو چې تغییر ووینو.»
د پاکستان همکاري په افغانستان کې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د پالیسۍ د بري لپاره کلیدي ګڼل کېږي.
پر پاکستان د امریکا او افغانستان له لوري فشار دی چې د طالبانو ملاتړ پای ته ورسوي او په خپله خاوره کې د دې ډلې پناهځایونه بند کړي.
خو پاکستان دا ادعا ردوي.
هند هم پاکستان د هندي ضد عناصرو په تېره بیا لشکرطیبه په ملاتړ تورنوي او وايي چې په ۲۰۰۸ م کال د مومبي تروریستي حمله دې پاکستان مېشتې تروریستی ډلې تظنیم کړې وه.
امريکاه دومخي سياست لوبوي هر ځه چه امريکاه وايي بالعکس وي .دامريکاه سياست ددرواغو پر اساس بنا دي .په افغانستان کي سوله دامريکاه په تاوان ده .دافغانستان دجنګ اساسي او محرکه قوه هم دا امريکاه ده چه هم طالب تمويلوي او هم دافغانستان دا دوه سري مظخرف حکومت .امريکاه دافغانستان دجنګ لپاره ډير وخت مصرف کړي وو او کوي يي.که چيري افغانان سره نه ننوزي جنګ به دډير عمر لپاره ادامه پيداکړي چه سود به دامريکاه خونخوار جهاني امپرياليزم او دهغه انډيوالان او دانګرير حرامي بچي ISIپورته کړي.
امريکاه درواغ وايي امريکاه دوه مخي سياست نه يوازي په افغانستان کي لوبوي بلکي په ټول جهان کي.