سید عبدالله پاچا || 

افغان ولس د اوربند او سولې دومره تږی دی چې د اختر په ورځ یې نادیده توب مالوم شو، دا ولس کلونه جګړو دومره ستړی کړی چې د خپل قاتل کور ته ورځي، غاړه ورکوي او په دې تمه دی چې دا ځل غاړه ورکول به بیا یو بل بیل نه کړي.

په ټولنیزو رسنیو مې تصویرونه او تصویري رسنیو کې مې هغه صحنې ننداره کړې چې طالب د ملي اردو سرتېری او د ملي اردو سرتېري طالب په غیږ کې نیولی او دواړه یو بل ټینګوي چې د وطن دوستی مینه یې پرې ماته شي.

په طالب او اردو کې دواړه ځوانان شریکه وینه لري، دواړو په همدې وطن کې خاپوړې کړي او دواړه ښه انرژي لري، خو دا چې دښمن یې مکار دی، دواړو انرژي د یو بل پرضد او یو بل په وژلو او د له منځه وړلو کاروي.

له اوربند سره خلکو دا تمه نه درلوده چې داسې صحنې به هم منځ ته راځي چې طالبان او سرتېري به یو بل غیږ کې نیسي او د یو بل تر واک لاندې سیمو ته به ځي، خو دا کار وشو،، دا کار د دې لپاره هم ښه شو چې پخوا پریو بل باور نه و او اوس دومره باور پيدا شو چې حکومت او طالب به خپلې پریکړې ته ژمن وي.

که څه هم دښمن به هڅه کړي وي چې څنګه په یوه سیمه کې وسله وال د اوربند ماتولو ته وهڅوي، خو په دې کار دښمن ځکه بریالی نه شو چې اراده منځ ته راغله او کلکه چې رښتنې او کلکه اراده موجوده وي، بیا هیڅ ځواک نه شي کولای چې مخه یې ونیسي.

حکومت په پوره خپلواکۍ سره اوربند ته دوام ورکوي چې د اختر تر پنځمې ورځې پورې دی، دغه راز طالبانو چې درې ورځې اوربند اعلان کړی، ګټه یې دا شوه چې طالب ولیدل چې سرتېری د سر قاتل نه دی، بلکې د دې هېواد له خاورې دفاع او د ولس ساتنه یې فرض دي او دا فرض ادا کوي.

ولې باور نه و؟

په تېرو کلونو کې په دې پلمه اوربند نه کیده او د سولې خبرو ته زمینه نه برابریده چې حکومت او طالبان پر یو بل باور نه درلود، خو دا ځل چې افغان ولسمشر په پوره جرت او خپلواکۍ سره پریکړه وکړه چې اوربند وکړي او د سولې د خبرو دروازه پرانیزې، نو پایله یې ورکړه او طالبان هم د ولسونو په فشار اړ شول چې اوربند وکړي.

اوس چې د اوربند په ورځو کې پر یو بل باور لا زیات شو، باید د ولسونو ارادې ته احترام وشي، ولسونه د اوربند غځیدل او د سولې پروسې کامیابیدل غواړي.

که طالبان د اوربند غځیدل وغواړي، حکومت حاضر دی چې په خپلواک ډول سره اوربند وغځوي او هیڅ ځای او هیڅ سیمه پر طالب برید و نه کړي، خو طالب ته هم پکار ده چې نور انعطاف وښيي او مالومه کړي چې خپلواک دي او هیڅ ډول د جګړې طرف نه دي.

که وګورو شپاړس کاله طالب د افغان ځواکونو په مقابل کې جګړه کړه او په دې کلونو کې لسګونه زره سرتېري، طالبان او نور عام وګړي ووژل شول، خو نتیجه یې د افغانانو لپاره ویر او د افغانستان لپاره بربادي ده.

خو دومره کلونه نور هم جګړه وکړي، بیا به هم افغانان قرباني وي او افغانستان به له پرمختګ وغورځیږي.

د حکومت او ولس اراده

حکومت له حزب اسلامي سره په سوله وښودله چې هوکړې ته ژمن دی او هغه هوکړه یې چې له حزب سره کړې وه، پوره کړه او یا به یې پوره کړي، حکومت په هغه پریکړه کې خپلواک و او خپله خپلواکي یې ثابته کړه.

د طالبانو یوه پلمه همدا ده چې ګنې حکومت د سولې خبرو کې واک نه لري، نو دوی ځکه د سولې د خبرو پر ځای په جګړه تمرکز لري، خو حکومت په اوربند او د سولې په وروستي وړاندیز سره طالبانو ته ثابته کړه چې سوله د افغانانو اړتیا ده او حکومت به دا اړتیا او فرض ضرور پوره کوي، که په هر قیمت او هر ډول انعطاف وي.

اوس که طالبان خپلواک وي، نو د ولسونو ارادې ته دې احترام وکړي او هغه غوښتنې دې ومني چې افغان ولس یې له طالبانو لري، په دې برخه کې حکومت خپل مسوولیت ادا کړی، طالبان یې خبرو ته رابللي او د خبرو پر مهال یې له طالبانو غوښتي چې خپل شرطونه وړاندې کړي.

دغه راز طالبانو ته پکار ده چې د افغانانو هغه اوښکې ور وچې کړي چې کلونه یې په جګړه او قربانیو تویږي او هغه اوښکې دې ورته یو ځل بیا توی کړي چې د اوربند د خوښیو لپاره یې توی کوي.

د افغان حکومت او سرتېرو زغم تر دې دی چې طالبان د اوربند په شپو ورځو کې د افغان حکومت ترواک لاندې سیمو ته لاړل، د اختر لمونځونه یې وکړل او له وسلو سره د حکومت تر واک لاندې سیمو کې وګرځیدل.

نو طالب ته وایم چې نور دا جګړه بس دی، دا جګړه د پردیو ګټو لپاره ده او قرباني افغانان ورکوي او یواځې تاسو کولای شئ چې نور دا قرباني او وینه ودروئ.

نور بس دی، بس دی ، بس دی، بس

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *