ماشوم مړ مرغه له اوږدې مښوکې راکاږه. د مرغه بڼې یې پرلاس پستې ولګیدې. ده یې پر بڼکو ورو ورو لاس تیر راتیر کړ.
د « څه کوې؟» له ډډ غږ سره وریږدیده، مرغه یې پریښود، په وارخطایي یې شاته وکتل.
ږیرور دنګ سړي مرغه په لته وواهه، مرغه لکه توپ په هوا شو او څیرمه ولوید. سړي د هلک پر لاس رااختلي میږي وڅنډل:
« مردار دی»
د سړي له تګ سره ماشوم شاوخوا وڅارله څوک نه و. د مرغه په لور ورغی. مړ مرغه یې واړاوه راواړاوه، د هغه ټټر یې وګیراوه، بیا یې چیغه کړه، لاس یې وڅانډه، پښه یې ودربوله، میږیان پرې لک شوي وو. منډه یې کړه. د دنګ سړي غږ یې په غوږو کې انګازه وکړه:
« څه کوې؟ …. مردار دی…».
د دیوال سیورې ته غلی ودرید. له لرې یې مرغه ته بد بد وکتل. د مړه مرغه بڼې لمر ته وځلیدې زړه یې وشو چې بیا ورشي، خو لاس او پښې یې سوی کاوه.
پای