تاند- یو شمېر ولایتي چارواکي وايي چې په ولایتونو کې یې طالبان سولې ته لېوالیتا لري او د سولې په برخه کې د دوی د صلاحیتونو زیاتېدا کېدای شي د ډېرو طالبانو له پخلا کېدو سره مرسته وکړي.
والیانو او ولایتي چارواکو دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د افغانستان ولسمشر له طالبانو سره اوربند پای ته رسېدلی اعلان کړ خو ویې ویل چې که طالبان وغواړي بیا هم اوربند اعلانوي او په عین حال کې له والیانو غواړي چې په خپلو چارو کې لومړیتوب له طالبانو سره د سولې خبرو ته ورکړي.
د بدخشان د بهارک امنیه قوماندان عبدالودود راسخ وايي چې سیمه ییزه کمېټه په بهارک او د بدخشان ولایت په څو نورو ولسوالیو کې له طالب قوماندانانو سره په خبرو بوخته ده.
راسخ وویل«په دې کې څوک شک نه لري چې طالبان د دې هیواد خلک دي او دوی له خپل هیواد او خپلو کورنیو سره علایق لري. تاسو دا د اختر د درو ورځو په اوربند کې ولیدل. اکثره یې له موږ سره په تماس کې دي.»
د لغمان والي اصف ننګ نن ازادي راډیو ته وویل « دا چې ولسمشر د سولې په اړه په سیمه ییزه کچه والیانو ته صلاحیتونه تفویض کړي، دا پر سوله اثر کولای شي، دا د اوربند او د سولې لپاره یو ښه ابتکار او نوښت دی، سیمه ییزه اداره او قومي مشران به په دې برخه کې ګټورې او مثبتې هڅې وکړي.»
د نیمروز والي انجنیر محمد سمیع هم وویل چې له طالبانو سره د ولایت په کچه تماسونه روان دي.
ده د ولسمشر له لوري د سولې په برخه کې والیانو ته د واک سپارل مهم وبلل « د حکومت له لوري د سولې ټاکلي شوي کسان له طالبانو سره په تماس کې دي، طالبان ورته ویلي چې موږ نوره جګړه نه غواړو او ستړي شوي یو، موږ هڅه کوو چې په یو لوی پروګرام کې دوی اوربند او سولې ته راجذب کړو، د خلکو په همکارۍ موږ ته مراجعه شوې او له طالبانو سره د اوربند او سولې په اړه خبرې روانې دي.»
د خوست سرپرست والي رحمت الله یارمل بیا وايي چې قومي مشران له طالبانو سره په خبرو بوخت دي چې سولې او پخلاینې ته یې وهڅوي.
په همدې حال کې د افغانستان ولسمشر نن وویل چې حکومت یې په پام کې نه لري چې طالبانو ته خوندي سیمه یا زون اعلان کړي.