رسنیزه خبرپاڼه
شنبه د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۹ مه ، کابل – افغانستان
د ننګرهار ولایت د فابریکو مشرانو او صنعت کارانو ژمنه وکړه، چې صنعت کاران به هڅوي، څو تر ۲۰ ورځو پورې د برښنا پورونه تحویل کړي او د برښنا د تورو او سرقتي مزو په مخنیوي کې به رغنده ګامونه اخلي.
یادې ژمنې نن د دې ولایت د فابریکو او صنعت کارانو د ټولنې مشر حاجي تورملنګ د افغانستان برښنا شرکت له عمومي اجرائیوي رئیس انجنیر امان الله غالب سره د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست محمدګل خُلمي، ننګرهار د والي حیات الله حیات او ولایتي شورا د غړو، سپین ږیرو او د برښنا شرکت د نورو لوړپوړو رئیسانو په حضور کې وکړي.
دغه راز نوموړو صنعت کارانو غوښتنه لرله، چې د اضطراري حالاتو لپاره دې، د څلورو په شاوخوا بک آپ ترانسفارمرونه هم دوی ته جوړ او نصب شي.
د برښنا شرکت مشرتابه دې صنعت کارانو ته په خپلو خبرو کې وویل، هڅه به وکړي، چې په خپل ټول توان سره ددوي د برښنا ستونزې تر ډیره بریده ور هوارې کړي او د بک آپ ترانسفارمرونو د جوړولو په برخه کې به هم رغنده ګامونه واخلي.
دا په داسې حال چې ده، چې نن د ننګرهار ولایت په همیشه بهار سب سټیشن کې د ۲۰ میګاواټو په ظرفیت څلورم ترانسفارمر پرانیستل شو او د ۱۰۰ میګاواټو لمریزې برښنا پارک د بنسټ ډبره هم کیښودل شوه.
د افغانستان برښنا شرکت رهبري تل هڅه کوي، څو د هیواد په هره سیمه کې په مناسب قیمت، معیاري او خوندي برښنا ګرانو هیوادوالو ته چمتو او وړاندې کړي.
د افغانستان برښنا شرکت
د نشراتو او عامه پوهاوي دفتر