تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له پاکستان سره یې د طالبانو د ستونزې په اړه لیکلې موافقه کړې ده.

ښاغلي غني نن /شنبه/ وویل، د طالبانو مسله باید له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو په لړ کې حل شي.«په دې برخه کې یو څه شوي او ځینو کارونو ته لا اړتیا ده چې باید وشي. د لومړي ځل لپاره په دې اړه تحریري موافقه شوې ده. نور د افغانستان او پاکستان د خبرواترو چوکاټ تحریري دی. اوس نو جدي اقدام ته اړتیا ده.»

ښاغلي غني دا هم وویل چې د تروریزم د ریښو د وچولو په برخه کې یو څه پرمختګ شوی دی.

«موږ باید په ډاکه په دې موافقه وکړو چې له یو بل سره په راتلونکې کې څرنګه کار کولی شو او څرنګه د نورو خوځښتونو مخه نیولی شو.»

غني له پاکستان سره د شوې تحریري موافقې نور جزییات څرګند نه کړل.

ولسمشر غني د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کېدا لپاره تر ټولو غوره لار دا وبلله چې سیمه پر اقتصادي مرکز بدله شي.

د ډېرو لوېدیځو او افغان متخصصانو په باور که پاکستان د افغانستان د ورانولو او کمزوري کولو لپاره د تروریزم له ملاتړه لاس واخلي او له افغانستان سره سوداګري اړیکې پراخې کړي، نه یوازې دا چې افغانستان به د سیمې د هیوادونو د سوداګري راکړې ورکړې او پانګونې پر یوه مهم مرکز بدل شي؛ بلکې پاکستان به هم ډېره اقتصادي ګټه وکړي.

One thought on “ولسمشر غني: له پاکستان سره د طالبانو په اړه تحریري موافقه شوې”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *