افغان ګل بې ګناه ||

د دیني عالمانو د سولې له فتوا او د اختر له اوربند وروسته د طالب مشرانو له پاشلو څرګندولو داسې ښکاري چې نور له ایډيالوژیکي پلوه د دوی ملا ورماته شوې او کرار کرار ولس سره لانجې ته ټېل وهل کېږي.

طالب مشران په دې وروستیو کې د سولې کاروان چې یو خودجوشه او بېطرفانه حرکت دی، هغه یې د امریکایانو دسیسه وبلله، ورپسې یې ټولو دیني عالمانو ته ګواښ وکړ چې د جګړې او سولې په اړه دې د نظر له څرګندولو ډډه وکړي او هغه کسان چې دا کار کوي، له امریکایانو یې پیسې اخیستې دي.

طالبان چې له لومړي سره یوه مختنقه ډله ده، پخوا به یې د داسې مختنقو اعمالو او څرګندولو په وړاندې خلکو یو څه زغم درلود، خو اوس خلک ورته نه صبر کوي او نه یې داسې خبرې توجیه کېدای شي. دا ځکه چې له یوه پلوه د نړۍ دیني عالمانو په اندونیزیا، ورپسې په کابل او ان د مکې معظمې خطیب په افغانستان کې جګړه ناروا بللې او له بل پلوه افغان حکومت طالبانو ته د سولې ځولۍ غوړولې او دا له دیني پلوه د طالبانو موقف یې سخت ننګولی دی. ځکه د دیني ارشاداتو پر اساس که اوس طالبان له افغان حکومت سره سوله نه کوي، نو په ټول ملت واجب ګرځي چې په طالبانو پسې سوټی راواخلي او تر هغه یې وډبوي چې سولې ته غاړه کېږدي.

که طالبان د خلکو په سرونو سرې سوداګرۍ په سر اخیستي او د ناروا پیسو ګټلو ورته خوند ورکړی وي، خو ملت نور له جګړې ستړی دی او له خپل دین نه چاته تېرېدای نه شي.

یو سورپ لېونی به نور دا خبره ونه مني چې د طالبانو د جګړې په ناروا بللو کې یو څوک دې خطا وتی وي او یا دې له امریکا اغېزمن وي او د پیسو په بدل کې دې داسې څرګندونې کوي، بلکې د الله ج کلام په دې ګواه دی او فرمایلې یې دي، چې مسلمانان سره وروڼه دي، که د دوی په منځ کې جګړه راغله نو ترمنځ یې سوله وکړئ، که یو اړخ سولې ته غاړه نه ږدي نو ورسره وجنګېږئ، تر هغه چې سولې ته غاړه کېږدي او فتنه ختمه شي.

اوس د طالبانو دا رنګه اوتې بوتې او تهمتونه، هېڅ یو افغان له خپلې دینې وجیبې لاس په سر کولای نه شي او طالبان دې په نږدې راتلونکې کې د خلکو او ولس سرتاسري پاڅون ته منتظر اوسي.

ایا څوک به دا ومني چې د نړۍ ټولو دیني عالمانو دې له امریکا پیسې اخیستې وي او د طالبانو پرضد یې فتوا ورکړې وي، دا د طبیعیت خلاف او غیرعملي کار دی. خو چې خپله د طالب په اوړو کې دې شګه وي او د اسراییلو په شمول دې د نړۍ د تروریستي سازمانونو پیسې جېب ته کوي، نو په بډو د بل چا په تورنولو یې څوک باور کولای شي.

طالبان کله سپین چرګان دي او خپله جګړه دې د خپل ساخت د فابریکو په وسلو او پیسو کوي، دوی خو خپله جګړه هم د یهودو او نصاراوو په پیسو او وسلو کوي او مسلمانان پرې وژني.

د طالب مشرانو او د هغوی د فتواګرو پاکستانیو ملایانو ګمراهي او له افغانستان او مسلمانانو سره یې دښمني له چا پټه نه ده او هغه سوداګري هم له چا پټه نه ده چې په پاکستانیو مدرسو کې د یهودو او نصاراوو په پیسو روانه ده.

طالبان باید په وازو غوږونو واوري چې نور وخت له دوی سره نه دی، ابتکار د عمل یې له لاسوه وتلی، انې بهانې دې پرېږدي او ژر تر ژره باید د سولې خبرو ته کېني.

د دوی خو اوس هغه لویه غوښتنه او بډو ته د پټې سترګې ارمان هم ورپوره شو، چې ویل یې له افغان حکومت سره خبرو ته نه کېني بلکې له امریکایانو سره خبرو ته کېني، اوس امریکايي چارواکو د طالبانو دغه مړه تبه هم وردرمل کړه او اعلان یې کړه چې له افغان حکومت سره د طالبانو د سولې په خبرو کې د دوی استازي هم ورکېني او د سولې په لار کې که په نړیواله کچه کوم خنډونه وي هغه به له منځه وړي او سولې ته به لار هواروي.

دا به د طالبانو لوی کم بختی او رسوايي وي چې له سولې غاړه وغړوي او د پاکستانۍ کلدارو په خوند کې له خپل ولس او دین سره جفا او خیانت وکړي، نو د الله ج له قهر او غضب سره به مخامخ شي چې فرمایلي یې دي: څوک چې له دین او مسلمانانو سره جفا او خیانت وکړي، نو الله ج به هغه کس په دنیا کې رسوا او وشرموي او په اخرت کې به هم ورته لویه جزا ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *