تاند- د پاکستان حکومت وايي، د شاوخوا ۲ ملیون افغان کډوالو لپاره یې په پاکستان کې د اوسېدو موده ۳ میاشتې نوره اوږده کړې ده.
د پاکستان د صدراعظم دفتر پرون /شنبه/ وویل، د مرکزي حکومت کابینې پرېکړه وکړه چې په پاکستان کې دېره افغان کډوالو ته موقتاً د درو میاشتو اوسېدو اجازه ورکړي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د استوګنې لپاره وروستی ضرب الاجل پرون پای ته رسېده.
د پاکستان د عبوري صدراعظم دفتر وايي چې د دې مسلې یعني له پاکستان څخه د افغان کډوالو د وتلو په اړه به بله پرېکړه د پاکستان نوی حکومت، چې د روان جولای د ۲۵ نېټې د انتخاباتو په نتیجه کې واک ترلاسه کوي، وکړي.
تېر کال د پاکستان حکومت پرېکړه کړې وه چې ټول افغان کډوال باید خپل هیواد ته ستانه شي خو له هغه وخته تراوسه پورې د پاکستان حکومت لږترلږه ۳ ځلې په خپله خاوره کې د افغان کډوالو د استوګنې موده اوږده کړې ده.
د راپورونو له مخې، دا مهال په پاکستان کې تر ۱ میلیون زیات راجسټر افغان کډوال مېشت دي چې د پاکستان، افغانستان او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د نړېوالې ادارې په تفاهم ورته په دې هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد ورکړل شوي دي.
سربېره پر دغو کډوالو په دې وروستیو کې د پآکستان حکومت د افغانستان د حکومت او د کډوالو د نړېوالې ادارې «OIM» په همکارۍ په پاکستان کې مېشت شاوخوا ۷ لکه نور غېر راجسټر کډوال هم راجسټر کړل، خو تر دې دمه یې لا ورته اسناد نه دي ورکړي.