تاند:( ابوبکر جبارخېل)- د اسلامي حزب امیر انجینر ګلبدین حکمتیار وايي د ۱۳۹۳ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د پخوانۍ شمالي ټلوالې د بریالیتوب امکان نشته او افغان ملت دې دغو پردي پالو څیرو ته پرمخ کلکه سپیړه ورکړي.

حکمتیار د سې شنبې په شپه له ژوندون راډیو تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو په شتون کې را روانې ټاکنې ډرامه وبلله او ټینکار یې وکړ چې افغان ولسمشر په کابل کې د امریکا سفارت له لوري ټاکل کېږي نه د افغانانو د رایو له لارې.

هغه وړاندې وویل: (( په را روانو ټاکنو کې د شمال ټلوالې د بریالیتوب امکان نشته او افغانان دې دغو پردي پالو ته پرمخ کلکه سپیړه ورکړي، افغان ولسمشر د افغانانو په رایو نه ټاکل کېږي بلکې په کابل کې د امریکا سفارت له لوري ټاکل کېږي.))

انجینر حکمتیار زیاته کړه، په تیرو ولسمشریزو ټاکنو بهرنیانو هڅه وکړه چې د یو میلیون جعلي کارتونو په واسطه د شمال ټلوالې نوماند بریالی کړي خو بریالي نه شول او مزدورو رسنیو هم ورته تبلیغات وکړل.

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ د شمال ټلوالې له لوري ډاکتر عبدالله عبدالله ځان ولسمشریزو ټاکنو ته ونوماوه او خپل لومړی مرستیال یې په کابل کې د اسلامي حزب غړی انجینر محمد خان او دویم مرستیال د وحدت ګوند مشر محمد محقق وټاکل خو انجینر حکمتیار په خپله مرکه کې کابل میشته اسلامي حزب د دوی استازی ونه ګاڼه.

ښاغلي حکمتیار شمال ټلواله په ژبنیو او قومي تعصباتو تورنه کړه چې په وینا یې یواځې د واک د ترلاسه کولو په هڅه کې دي او افغانستان لپاره نه متعهد او نه حزبي اصول لري.

د حزب اسلامي امیر دغه راز خبرداری ورکړ که چیرې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې شمال ټلواله بریالۍ شي نو پخوانۍ خونړۍ پیښې به تکرار شي.

هغه زیاته کړه: (( که دغه پردي پاله اوه کسیزه ټلواله واک ترلاسه کړي نو پخوانۍ پیښې به تکرار شي، دغه د امریکا خادمې څيرې د اپوزیسیون په نامه هم سیاسي مخالفت کوي او له بله خوا ټوله کابینه هم د دوی ده، دغه د یوې وړې ولسوالۍ ډله  په خپلو کې ډیر اختلاف لري، او امریکا هم داسې یو مزدور لاسپوڅي حکومت او اپوزیسیون ته اړتیا لري.))

د اسلامي حزب امیر د اوسنۍ او پخوانۍ شمالي ټلوالۍ تر منځ توپیر ته هم اشاره کوي او وایي: (( دا هماغه زړه ټلواله ده چې حامیان یې بهرنیان دي، توپیر یې دا دی چې پخوا به یې د تهران او مسکو اوامر منل خو اوس د سې ای اې او بن اوامر مني.))

نوموړي دغه راز د شوري اتحاد یرغل پرمهال د شمال ټلوالې معاهدو  په ځانګړې د جبل السراج ته  هم اشاره وکړه او وايي: (( دغې ټلوالې هغه مهال له روسانو وسلې او پیسې ترلاسه کولې او له بله خوایې د اسلامي حزب مجاهدین د ګلبدین زامن بلل، کمونستانو هم زمونږ پرضد تبلیغات کول، نو اوس ملت پورې اړه لري چې چې څوک یاغی بولي او چاته قهرمان وايي.))

انجینر حکمتیار همداراز د افغانستان روان حالت شړیدلی بولي او په خبره یې چې نه یې افغانان نور مني او نه یې نړیوال د دې فاسد نظام ملاتړ کوي، چې په وینا یې یو شمیر نا اهله کسان د دولت په ګدۍ ناست دي.

د اسلامي حزب امیر همدارنګه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې د لنډمهاله او ناپیلې حکومت وړاندیز وکړ چې ټولې مطرحې ډلې په خپلو کې سره توافق ته ورسیږي او په وینا یې په دې برخه کې بیا هیڅ نړیوالې مرستې ته اړتیا نه لیدل کیږي.

خو حکمتیار د بهرنیو ځواکونو په شتون کې د هغوی پر ضد د جهاد د دوام خبرداری هم ورکوي: (( مونږه هغه وخت له جګړې لاس اخلو چې افغانان د بهرنیانو له حسارت څخه خلاص او اشغالګر ځواکونه ووځي، خو که ونه وتل نو تر هغه وخته به جهاد ته دوام ورکوو او له خپلې کورنۍ څخه به جلا په غرونو کې اوسیږوو ترڅو مو یو خپلواک افغانستان لیدلی نه وي او د هغو پردي پالو تجزیه غوښتونکو پر وړاندې به هم دریږمه چې د افغانستان د تجزیې هیله لري.))

ګلبدین حکمتیار دارنګه وویل که چیرې د اسلام حزب په څير یو بل اسلامي حزب پیدا شي نو بې له شکه به ورسره لاس یو کړي او ډیروي چې نړۍ هم د حزب اسلامي د قربانیو شاهده ده چې دوه زبر ځواکونو ته یې سخته ماته ورکړې ده.

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

14 thoughts on “حکمتیار: په راتلونکو ټاکنو کې د شمال ټلوالې د بریالیتوب امکان نشته”
  1. دا څه ډول منطق دی چې له یوې خوا افغان ملت ته وايي، د شمال تلوالې ته په را روانو ټاکنو کې پرمخ کلکه څپیړه ورکړئ او له بلې خوا وايي چې ولسمشر د امریکا د سفارت له لوري ټاکل کیږي.
    چې د امریکا سفارت ېې ټاکي، بیا دا ستا توصیه چې افغان ملت ته مو کړیده څه مانا لري؟ د دې پرځای به مو د امریکا له سفارت څخه غوښټي و چې شمال ټلوالې ته پرمخ کلکه څپیړه ورکړي. ځکه ستاسو په وینا د افغانانو رایې ځای نه نیسي.

    خو دا هسې پښتون غولونه ده.
    پښتانه چې هر کیږي، دا ځل باید د ټاکنو پر صندوقونو ور ودانګي، خپل اکثریت او د خپلې خوښې ولسمشر د یوالي پر رڼا او له تفرقې څخه په پاک نیت وټاکي.

  2. حکمتیار که اوس هرڅومره وژاړي څه شی یې په لاس نه ورځي. د افغانستان خلک اوس حکمتیار ښه پیژني هغه پخوانی محبوبیت چې حکمتیار لرل هیڅ مشر یې نلرل. خو دغه محبوبیت حکمتیارونشو ساتلی د قدرت د ترلاسه کولو لپاره یې کابل وران کړ، کله به دوستم سره یوځای شو کله به حزب وحدت سره او کله به بیرته مسعود سره یوځای کیده خو بیاهم قدرت ته ونه رسیده. اوس نو قراراو آرام خوب کوه. د افغانستان خلک اوس پوه شوي چې چاته رایه ورکړي او چاته یې ورنکړي اوس نو حکمتیار صاحب دې د افغانستان خلکو ته مشورې نه ورکوي. د افغانستان خلک نه حکمتیار ته رایه ورکوي او نه د شمال ټلوالې ته.

  3. داذوالوجهین دوه مخی اوس افغانان پیزنی کله یی غلطه ولایسی ستاهغه مرکه می په زړه اودماغ کی ثبت اوساتلی چی کله طالبانوله چی خپلی ځالی چهاراسیاب څخه جګ کړی له نامعلومه ځایه دی بی بی سی ته ؤویل-قسم په خدای چی زه زوندی یم که په افغانستان کی څوک په ارامه حکومت راڅخه وکړی نوقرآن وهلی اوس هم هغه ۰۰۰۰۰۰۰که هرڅوکته اوځل بدل کړی پیزنودی حج ته نه یی تللی توبه دی نده کړی =ښه دی پیزنم چی زمانه یی دبل یی=څنګه به می خپل شی چی دبل چاسره مل یی=دجهادناری وهی خوپه وطن کی یوکمازموټرنفرمجاهدین نلری حزب دی دقطب هلال په لاس په ۲۰۰۱وم کی په امریکاخرڅ کړټول پلویان دی له کابله رسمی میاشتنی معاش اخلی ته لامجاهدماشاءالله عجب منطق ده=دیوی حزبی کورنی کوم طالب چی دخپل ایمانی اواسلامی احساس له مخی دطالبانوپه ګروپ یادلګی کی جهادکوی ستاپلویان دهغی کورنی له لاری جهادی خبرونه ترلاسه کوی په شهادت الدروغ تنویراونوری میډیامطبوعاتوله لاری دځان اوخپل حزب په کټه خپره وی جهادی ویډیوګانی له طالبانوغلاکوی له تغیراوبدلون وروسته یی نشرته سپاری-په الله قسم که دروغ وایم آی لوستونکوپه شواهدوثابته ده-دالله ج- په مخلوق کی ترمنافقینوبدترین خلګ نسته تاسی عملی منافقان یاست]خوله ژبه اوزړه موسره یونده دقدرت اوچوکی لیونی یاست چی په څه پیداکیږی پیداکوی ای =ماکان الله لیذرالمؤمنین علی ماانتم علیه حتی یمیزالخبیث من الطیب آلآیة

  4. نور خو یې بلا پسې خو دا وروستي ټکي (دوه زبر ځواکونو ته یې سخته ماته ورکړې ده.) یې ډېر بې منطقه دي او په دې پورې د ملا نصرالدین خبره را یاده شوه چې وایي له څا نه یې اوبه را اخیستې چې ګوري سپوږمۍ په اوبو کې ښکاري. ویل یې دا حتما را وباسم، بوکه موکه یې ورواچوله، بوکه هم هلته په څا کې په کوم شي کې ونښتله او کلکه شوه، ده هم زورونه وهل او د هغه شي کلکوالی هم بې سوره ډېر وه، یو وخت بوڼ (د لوخو پړی) وشکېد او ملا نصرالدین شا په تخته ولوېد چې پاس یې وکتل سپوږمۍ پاس معلومېدله نو یې له ځانه سره وویل چې ځه که زه دې راوغورځولم نو ته خو مې هم تر اسمانه ورسولې، نو غازی صیب که ته داسې مېړنی او سیاستوال وای تا به په ریښتیا سیاست کړی وای چې هم دې نوم دنیا اورېدلی وای او هم خلکو درته شاباس ویلی وای،. لږ په خپل ګرېوان کې سر ښکته کړه، روسان خو په ۱۹۸۹ کې ووتل، که ته په سیاست پوهېدې له نجیب سره به دې غوږونه نژدې کړي وای چې اته ځلې یې حاجی ضراب ګل درولېږه او خپل پیغامونه یې د جبل السراج له ائتلاف نه مخکې در ورسول تا ولې نشوای کولی چې د آی ایس آی د مشاورینو له خبرې پرته حتی سر هم وخوځوې؟ که ته سیاستوال وای چې بهاءالدین مجروح دې وواژه او بیا رباني یې جنازې ته ورتلو ته به هم ورغلی وې، که ته سیاستوال وای تا هغه خلقیان چې تاته تسلیم شوي وو هغه به دې په غېږ کې نیولي وای، که ته سیاستوال وای تا به په طالب کې ځان ننویستی وای، که ته سیاستوال وای تا به د امریکا هغه وړاندیزمنلی وای چې تا په خپله په وحدت ورځپاڼه کې پخپله لیکنه کې یاد کړی وه چې اول امریکایانو د طالبانو د پرځولو له پاره له تا سره په ایران کې تماس ونیو، ولې به ۱۵ زره پښتانه زلمي په شمال کې ژوندي تر خاورو لاندې کېدل؟ که ته په سیاست پوهېدې ته به هم له دا دومره سیاسي او نیمه سیاسي او مختلفو ګوندونو سره یوځای شوی وای او د بن کانفرانس ته به دې په یو شکل استازی لیږلی وای نو که نن پښتون د طالب تر نامه لاندې وژل کېده ستا تر سیوري لاندې خو به که نیم نه وای ۲۵٪ ژغورل کیدلی، پښتون د ملا ړوند او ستا له لاسه در په در خاورې په سر شو. نن هغه هزاره چې جوالیتوب یې کاوه اولاد یې دوکتورا اخلي په داسې حال کې چې ستا کسان تر ننه پورې ابتدایه مکتبونه سوزوي، خدای دې نور هم وشرموه او سپک شې.

  5. ازمان چی حکمت یارچی سونہ علم پوهه اوسیاست لری هغونه ی دتعصب سه زان ساتلی وای

  6. حکمتیار د تاریخ څېره ده. حکمتیار ربانی او سیاف غوندی لوسپوڅی او مزدور نه دی او که وای نو اوس به د خیرخانې او پغمان په څېر چهار اسیاب ټول د حکمتیار وای

  7. هغه پارسی کښی متل دی چه وای

    ازموده را ازمودن خطاست

    تا دمخه څه کړی، چه ورسته به یی وکړی، ته خو ددی ملت قاتل یی، تاسی حزبیان او جوماتیان او سیافیان او نورو خو هر څه په پنجاب خرڅ کړل، ریبانی سره خو تا اتلاف وکړو بیا مو په شریکه باندی کابل وران کړو په زرهاوو خلک مو ووژل، د زرداد او دهغه غوندی په زرهاو ستا قاتلانو په دی ملک کښی څه نه دی کړی. ته خو ځان مسلمان ګڼی، لږ خو پخپل ګریوان کښی وګوره الله تعالی ته به څه جواب ورکوی،
    اوس هم په پاکستان کښی ناست یی او دهغوی مزدوری کوی، په افغانانو دی زړه نه دی یخ
    الله ج دی افغانان ستا او ستا پشان مزدورانو او قاتلانو څخه وژغوری
    تراب خان

  8. انجنیرګلبدینه؛ ستا آبادی اوانجنیری راپه زړه شوه۰خدای ته مخ کړه،خوله د بنده کړه،په زخمونو مالګې مه دوړوه،څه د راپه یادکړو.ته اوس هیڅ شۍ یې،کرارکښینه،

  9. حکمتيار په خپلو خبرو هم لکه د قطب الدين هلال نورظور نرسيګئ.
    اول ـ خو دا چه حکمتيار وائي چه ملت به شمالئ ټلوالئ ته په مخ کلکه ځپړه ورکړۍ او د افغانستان ولسمشر امريکا سفارت ټاکئ نو که داسۍ وئي نو ملت چکاره دۍ چه شمالئ ټلوال ته په ټولټاکونو کښۍ په مخ ځاپړه ورکړۍ؟ ما احض،، ولسمشریزو ټاکنو کې د پخوانۍ شمالي ټلوالې د بریالیتوب امکان نشته او افغان ملت دې دغو پردي پالو څیرو ته پرمخ کلکه سپیړه ورکړي،

    دوئيم ـ دا چه که ته راروان ټولټاکنئ ډرامه يا کفر بلئ نو بيا ولئ دهغو د حزب اسلامئ غړو چه په انتخاباتو کښۍ حصه اخلئ ولئ د کافر مفسد وغيره چه ستا ايجاد شوۍ ټاپئ او ستا په جب کښۍ هر وخت موجود وئي په دهغو حزبئ اشخاصو نه استعمالوئ ؟
    درئيم ـ ګلبدين وائي چه په تيرو ټولټاکونو کښۍ د د په استلاء ـ بهرنيانو ـ يا خارجيانو کوښښ وکړ چه شمالئ ټلواله کاميابه کړۍ ما اض ،، انجینر حکمتیار زیاته کړه، په تیرو ولسمشریزو ټاکنو بهرنیانو هڅه وکړه چې د یو میلیون جعلي کارتونو په واسطه د شمال ټلوالې نوماند بریالی کړي خو بریالي نه شول او مزدورو رسنیو هم ورته تبلیغات وکړل.،،

    نو که خارجيانو خپل ټول کوښښ په شمالئ ټلوالۍ کړۍ وئي نو بيا اوسنئ دولت او ښاغلئ کرزۍ ځنګه ستا په فکر ګوډاګئ شو او بل فلټ د دا چه ستا په خبر چه دوئي د يو پلوه په اپوسسيون کښئ دۍ او بل پلوه نيمائي په کابينه کښۍ دۍ نو ايا ته په خپله پوهيګئ چه ځه وائي او کنه ؟ مونږ خو د په دهغو اوتو بوتو نه پوهيګو

    دريمه خبره ته وائي چه 🙁 که دغه پردي پاله اوه کسیزه ټلواله واک ترلاسه کړي نو پخوانۍ پیښې به تکرار شي، دغه د امریکا خادمې څيرې د اپوزیسیون په نامه هم سیاسي مخالفت کوي او له بله خوا ټوله کابینه هم د دوی ده، دغه د یوې وړې ولسوالۍ ډله په خپلو کې ډیر اختلاف لري، او امریکا هم داسې یو مزدور لاسپوڅي حکومت او اپوزیسیون ته اړتیا لري.

    ته د کوم پخوانئ پښو د تکرار خبره کوۍ ؟ په دا خو هر افغان پوهيګئ چه تر ځو قدرت ځانته ستا لاس ته رانشئ افغانستان به قراره نشئ. بل ته وائي چه دا نور ټول ګوډاګيان دۍ نو جنابه ته کله مستقل يئ ايا همدا اوس ته د اۍ اس ائ د لاس اله نه يئ دا ته اوس چرته وسيږۍ د وطن د تباهئ لپاره وسلحه او موهمات ځوک درکوۍ او فاميل د چرته په عيش او عيشرت کښۍ وسيږئ؟ ته دا سوالونه ملت ته جواب کړه نو مونږ به ووائيو چه والله ته خو نر يئ او خاوند نه لرئ.

    ځلورم حکمتيار د شمالئ ټلوالئ د جبل السراج موعدئ ته په اشاره وائي چه ګونئ دا خيانت دۍ مګر دا بئ احساسه شخصيت په دا تر اوسه پوه نه شو چه په افغانستان کښۍ لګکو قومونو د پښتنو ۱۵۰ کلن قدرت ته د پائ تکئ کيښود هغه که پرچم وو که شعلئ که مجاهد يا بله بلا ټولو خپل لاسونه يو کړل او حتا ستا ارمن هم د قدرت په ګدئ ونخود تا ځه وکړه؟ تا د پښتنو سره کوم عمل وکړ هغه تعريف ته حاجت نه لرۍ اوس وسيږه په غرونو کښۍ د ځارو سره دا د ټلوالئ سياسئ بصيرت دۍ او ستا بئ حکمتئ.

    پنځم ـ ګرانو لوستنکو ښه ورته فکر وکړۍ چه حکمتيار صاحب وائي او وړانديز کوۍ چه د خارجيانو د وتو نه وړاندۍ بايد يو موقعتئ دولت جوړ شۍ چه ټول خواوئ پکئ شامله ئي په يو پلو حکمتيار د دهغه خواو سره جهاد کوۍ او بد رد په وائي او د بل طرفه ورسره دولت جوړولو غوښتونکئ دۍ دا ځنګه ژبه ده او دا ځنګه وجدان دۍ د يو پلوه يئ بوډاګيان ګنړئ د بله پلوه دهغه بوډاګيانو ته مشروعيت ورکوئ.

    ياره حکمتياره په والله که د ځوک په مذهب پوهيګئ چه ته په کوم مذهب يئ ؟

  10. تاسی خو په لوی لاس شمالی ټلوالی ته ضمینه مسایدوی څو انتخابات وګټي او واک ته ورسیږی ځکه پښتنو ته ګواښونه کوی څو په انتخاباتو کې ګډون ونکړی. نو چې ګډون ونکړی نو بیابه پښتون نماند ته څوک رایه ورکوی پداسی حال کې چې نه کوم پښتون نوم لیکنه کړی او نه هغه څوک چې پخوانی د رایې کارت لری استعمالولو ته پریښودل کیږی.

  11. حکمتيارصاحب ته ـ قدرت منشينياـ پيدا شوئ ده
    دا هغه د دماغو ناروغئ ده چه خود خواه ليډرانو ته پيدا کيږۍ او هغه وخت ډير ظور اخلئ کله چه خود خواه د قدرت وګئ او تګئ ليډر په دا پوه شئ چه د ده د ډيرو کوښښونو باوجود دئ د قدرت خاوند نشو او هغه کسان چه ده د لاس لاندئ وو اوس قدرت ته ورسيدل
    نو بس بيا دهغه خود خواه ليډر په ذان نه پوهيګئ او د هغه انسان په شان چه سيند کښۍ اوبو راخيستئ وئي هر بوټئ ته لاس اچوئ اود ځان سره وائي رازه کوښښ وکړه که په اخر کښۍ ځوک يو رياست مياست درته درکړۍ.
    علاج؟
    د دهغۍ ناروغئ يوازنئ علاج مرګ دۍ هغه د فارسئ متل دۍ چه ـ اګر عادتئ د چوچګګئ درامت در مرګ برامت ـ
    خو بيا هم د عقاربو د زړه د تسلئ لپاره حزبئ ملګرئ د ورته لګ ډير کوښښ وکړۍ او حکمتيار صاحب ته د صفا د قدرت د ورکولو حتا د يو رياست نه هم انکار وکړۍ او بيا د د يو ځه ـ چنه بازئ ـ نه بعده صرف په يو غټ رياست راضئ شۍ محترم د کونړ د غرونه د جلال اباد د ښار يو لکس کور ته انتقال کړۍ او هغه کور د د يو عالئ شان رياست په شکل کښۍ تبديل کړۍ او يو ځو کسه مامورين د د حکمتيار صاحب ځنګ ته هر وخت ولاړ وئي او ترينه پوښتنه د کوۍ چه رئيس صاحب ځه وکړو؟ نو حکميتار صاحب به فکر کوۍ چه والله ګوره سړئيه اخر کښۍ رئيس شوئ .
    دا نسخه د حزبئ دوستان په سحر کښۍ په ناره باندۍ په حکمتيار صاحب باندۍ عملئ کړۍ نو که خدائ کول حزب اسلامئ ملګرۍ به هم د خپل امير صاحب په اوتو ـ بوتو خلقو ته خجالت نه وئي او ملت به هم د دهغه ـ افت زپلئ ـ ليډر د شر نه په امان وئي
    ټول ملت د په يو ځائ دعا وکړۍ چه يا الله حکمتيار صاحب ته د صرف د دهغئ او بل نه ناروغئ ـ قدرت منشنيا ـ نه شفاء ورکړۍ او د حزبئ دوستانو دهغه کوښښ کامياب کړۍ کنه نو حکمتيار صاحب بيا جنګ ته تيارئ نيسئ والله که دا ځل پشکه هم ژوندۍ پريدئ.
    ومنالله توپيق

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *