لیکوال: عبدالله عزیزی ||   

فیمینیزم   

چيماماندا آدیچي chimamanda adichie د نایجریا یو نامتو لیکوال په خپله (موږ ټول باید فیمینستان و اوسو) په نوم وینا کې د هغه سپین ږیري کیسه کوي چې ده ته یې د (نه فیمینست کېدو) نصیحت کاوه کله چې آدیچي وپوښتل، ولې؟ نو ورته ویې ویل فیمینیستان هغه قهرجنې ښځې دي چې مېړه نه شي پیدا کولی. دغې کیسې ټول اوریدونکي وخندول. رښتیا هم له فیمینیزم څخه دغه ډول مطلب اخیستل د خندا وړ دی.

خو پوښتنه دا ده چې فیمینیزم څه شی دی؟ او فیمینیست څوک دی؟  

فیمینیزم چې په انګریزي feminism لیکل کېږي: په لغت کې له female څخه اخیستل شوی چې د ښخې یا مونث معنا لري. نو ویلی شو چې دغه مکتب د ښځو د حق د پلوۍ په موخه رامنځته شوی. فیمینزم د شلمې پیړۍ د شپږمې لسیزې په پاى كې د يو منظم خوځښت په توگه را ښکاره شو. دا هغه فكري، سیاسي، ټولنیز او د بیلا بیلو افكارو او تگلورو پر بنسټ ولاړ خوځښت دى چې هدف يې ټولنیز او فرهنگي بدلونونه رامنځته كول دي او د نر او ښځې ترمنځ د اړيكو د څرنگوالي د بدلون لپاره كار كوي. ستراتیژيكه موخه يې د ښځې او نر ترمنځ بشپړ مساوات راوستل دي . ټولې هغه ډلې چې د فیمینزم تر نامه لاندې په كار بوختې دي، دا باور لري چې ښځې په ټولنه كې له يو ډول بې عدالتۍ او تیريو سره مخ دي چې د یو آزاد انسان په توګه ژوند کول یې ورته ستونزمن کړي او تل تر تله د نرواکۍ په محدوده کې ژوند کوي.

تاریخي بهیر

د فیمینستي افکارو له مخې په انساني ژوند کې د جنسیت مسئله د هغوی ځای ځایګی او د ژوند څرنګوالی هغه څه دي چې د دغه مکتب اصل جوړوي فیمینستان په ټولنیز، اقتصادي، سیاسي، کلتوري  او حتا فردي ژوند کې د جنسیت برابري غواړي.

دغه خوځښت د ۱۸مې پېړۍ څخه هغه وخت را پیل شو چې په ټولنه کې د نرواکۍ پر ضد ښکاره غږونه پورته شول، په لومړي پړاو کې فیمینستانو د رایې ورکولو حق غوښتنه وکړه. د دغه خوځښت دویمه څپه (حدودأ له ۶۰مې تر ۸۰ یمې لسیزو)کې وه او په دې وخت کې فیمینستانو جنسیت ته لومړيتوب ورکړ چې ډېری مؤرخین په ۱۹۴۹ کال په فرانسه کې د سیمون دوبورا (دویم جنس) په نوم کتاب (په متحده ایالاتو کې لومړی چاپ ۱۹۵۳) د دغه بهیر د دویم پړاو پیل ګڼي. فرانسوي فیلسوفه، فیمینسته او اګزیستانسیالیسته سیمون دوبورا په خپل کتاب (دویم جنس) کې داسې استدلال کوي “یو انسان نړۍ ته ښځه نه راځي بلکې خپله ښځه کېږي” له دې استدلال سره سره دوبورا د فیمینستانو له خوځښت څخه ووته؛ ځکه هغه په دې باوري وه چې د دغه جنسي نا برابریو حل یوازې اقتصادي اصلاحات دي. خو په ۱۹۷۲ کال په یوې مرکه کې یې بیا ځان د دغه خوځښت غړې معرفي کړ.

د دویم جنس کتاب په متن کې راوړل شوی دغه استدلال چې”یو انسان نړۍ ته ښځه نه راځي بلکې خپله ښځه کېږي” په ۱۹۵۳م کال په متحده ایالاتو کې هم بدرګه شو. ښځې سړکونو ته راووتې او همدا یې ویل

” feminism is the radical notion that women are people ”

د فیمینیزم فلسفه دا ده چې ښځه هم انسان ده.

د فیمینیزم درېیمه مرحله له ۹۰مې لسیزې را په دېخوا تر ننه ده چې موږ یې تجربه کوو او اوس ځینې څېړونکي په دې باور دي چې موږ د فیمینیزم څلورم پړاو ته د ورتګ په حال کې یوو.

په افغانستان کې هم کله چې د طالبانو حکومت نسکور شو نړیوالې ټولنې خپلې ګوتې را اوږدې کړې په دې سره نو مدني ټولنې، د ښځو د حق غوښتنو مرکزونه او بېلا بېل حرکتونه پیل شول چې روزنیز کورسونه به یې دایرول له دې سره نو د ښځو حق غوښتنې ته د خلکو پام وګرځید. له دې ټولنو نړیوالو ملاتړ کاوه. دلته دوه طبقې ښځې وې یو هغه چې د بېسوادۍ په زنځیر تړلې وې، که څه هم دغه ډله ښځو د ادبیاتو په ډګر کې خپله غږ په شفاهي ډول ډېر پورته کړی خو بیا هم دې کار له دوی څخه شته محدودیتونه نه وو کم کړي .

دغه ډله ښځو له ډېرو محدودیتونو سره سره بیا هم خپله غږ په لنډیو، کاکړیو، او بګتیو کې پورته کړی  چې بېلګې یې دا دي:

د ښځینه اعتراض زېږنده لنډۍ:

په سر نرۍ لوپټه نه وړم

ستا د دادا درنې درنې خبرې وړمه

پورتنۍ لنډۍ کې د ښځې کمزوري ته اشاره شوې او دا راښيي چې ښځینه وو ته په کور کې هم په درنه سترګه نه کتل کېږي.

صورت زما، واک یې د نورو

خدایه ته واخلې دا بېواکه صورتونه

په دې لنډۍ کې بیا د ښخینه وو د کمزورۍ هغه اړخ انځور شوی چې هان د خپل ژوند د انتخاب حق هم نه لري او دا چې د غږ اوریدو یې څوک نشته نو خدای(ج) ته یې خپله عرض وړاندې کړی.

جانانه، تا نه کمه نه یم

که ته بورا یې، زه غونچه د ګلو یمه

دغه لنډۍ کې بیا د ښځې کوښښ دا دی چې خپله ښکلا نارینه وو ته وښيي او دا ښکاره کړي چې نر او ښځه دواړه لازم او ملزوم دي.

که څه هم ښځمنو دغه غږ پورته کاوه او له ډېرو محدودیتونو سره یې بیا هم بغاوت کاوه؛ خو له دغه بغاوتونو څخه هم نارینواکانو ګټه ګټه پورته کوله او دا یې د ښځو له خوا د ناز کولو یو ډول باله او د هغوی ريښتینی غږ یې نه باله. د دوی په اند ښځه په کور کې د نارینه وسیله ده چې له کوره دباندې حق نه لري او دا خبره د پښتو ژبې په لاندې متلونو کې را څرګندېږي:

زه درنه پوزه غوڅوم، ته رانه پېزوان غواړې.

ښځه یا د کور ده یا د ګور ده.

دویمه ډله ښځې هغه وې چې زده کړو ته یې مخه کړه او خپل غږ یې په رسمي ډول د نارینواکانو غوږونو ته ورساوه، اصلي خبره خو دا وه چې په افغانستان کې د ښځو پر ژوند او حقونو مسلکي سروې ګانې وشوې، دې چارې د بحثونو دروازه پرانیستله او په هغو ښځو کې چې د سواد کچه لوړه وه فیمینستي افکار مطرح شول او په ډېرو شاعر او لیکوالو ښځو باندې یې هم اغېز وښینده او د افغان مېرمنو غوښتنې او محدودیتونو ته یې په خپله شعر کې ځای ورکړ. خو له دې سره سره لاهم موږ د فیمینیزم په درېیمه درجه هېوادونو کې راځو او ستونزې لاهم شته چې مبارزه ورسره پکار ده.

اوس نو افغان مېرمنو لږ ترلږه دغه حق تر لاسه کړی چې خپلې غوښتنې، محدودیتونه او ستنونزې په رسمي ډول په خپلو هنري الفاظو کې خلکو ته ورسوي.

دلته د ځینو هغه ښځینه شاعرانو یادونه د بېلګو سره ضروري بولم چې له فیمینستي نظریې یې ګټه پورته کړې.

افغانه پیغله

زه خپل غږ پورته کومه
نور نو غلې نه کــښینمه
د رواج په ځـنځـیرونو
به تر څـو تړلې ومــــه
دغه حق اسلام راکړی
دا هیچا ته نه پرېږدمه
د تعلیم په ګاڼه زه به
مې خپل ځان سینګارومه
زه به ټول مخالفین خپل
مــــــلاتــړې جــــــوړومــه
په ځان ظلم او زیاتی نور
د ذرې هم نه زغــــــمــمه
که مې غوږ پرې کړي که پزه
خپل همت مې نه بایـلــــمـه
ښځه کور او یا د ګوره ده
دا متل یې نه منــــــــمــه
دغه کور او تور ذهنونه
د رڼا لور ته بلــــــــــــمه
چې څوک نه پوهېږي بس نو
هیڅ پروا یې نه لرمه
دغه لاره به هم کله
زه پرې نږدمه که مرمه
شجاعت او افغانیت ته
مــــې نړۍ حــــیرانومه
زه افغانه پیغله یــــــمه
زه افغانه پیغله یــــــمه

«زرغونه وفا ځاځۍ»

آغلې زرغونې وفا ځاځۍ په خپله دغه شعر کې د ژوند ډېر اړخونه انځور کړي لکه ستونزې،محدودیتونه او غوښتنې، له دې سره سره یې د خپل افغاني همت یادونه هم کړې چې د خپل حق غوښتنې په لار کې که اړتیا شي خپله سر هم ورکوي.

خاورې ده زما د ژوند د هرې تمنا کيسه
مه يې اوره ډېره دردوونکې ده زما کيسه
«زرمینه اورښت»

ما په غمو کې د ژوند هره خوشالي تېره کړه
خزان خزان مې هره ورځ د پسرلي تیره کړه
«زمزمه نیازۍ»

زما لــــــــه ټولــــــــــــو بې وسیو سره سم روان وي
چېرته چې ځي کله پوره او کلـــــــــــــه کم روان وي
«اسما لمر»

نور د څلورو دیوالونو نړیدل غواړمه
نور نو له مانه دا تربته زندګي نه کیږي
«حیا الوت»

زما دسقاط په پیسو واخلئ کتابچې او قلم

او د خیرت په پیسو جونو ته کالي د مکتب
«خوږه شیرزاد»

پوی شوم چې ژوند کې ناهیلي د بریا لاره نه ده
ماتې ډیوې نه د رڼا خبرې زده کړلې ما
«شفیقه خپلواک»

نور مي نه رسیږي زور درپسي ژاړم
مجبوري ده چي پر کور درپسي ژاړم
«خاطره فیضي»

زما د ژوند تر ټولو ستره فیصله چې کېده
زما لالا ما سره یو ځل مشوره ونه کړه!
«خوږه شیرزاد»

خیال مې د دنګو غرو شاهین دی
افسوس پر دې چې وزر ماتی پروت دی

یو خوا جګړې بل خوا رواج ځپلی…!
«لیمه نیازۍ »

خاموشي
د خاموشۍ په زلفو ټال
وهمه ګوندې زما
د زړګي چیغې واوري
«اریا حافظ»

له دې ټولو بېلګو څخه دا مالومه ده چې افغانې ښځمنې په ډېره مینه او ولوله د ژوند په دغه ستونزمنه جګړه کې د پوره همت په درلودو سره مبارزه کوي او خپل راتلونکي نسل ته لاره هواروي.

د یادونې وړ بولم چې زموږ د نارینه طبقې خلکو ته هم پکارده نورې خپلې سترګې خلاصې کړي او د اسلام سپېڅلي دین څخه چې د ژوند پوره قانون دی په غلط برداشت سره د ښځمنو حقوق اوغوښتنې تر پښو لاندې نه کړي زه غواړم خپله دغه لیکنه د آغلې شفیقې خپلواک په ښکلې بیت پای ته ورسوم:

پوی شوم چې ژوند کې ناهیلي د بریا لاره نه ده
ماتې ډیوې نه د رڼا خبرې زده کړلې ما
«شفیقه خپلواک»

عبدالله عزیزی

ماخذونه:

ښکلی ـــــ اجمل ــــ فیمینستي ادبي نظریه ـــــ تاند ویبپاڼه

سعادت ـــ کاینات ــــ پر پښتو شاعرۍ د فیمینستي افکارو اغېزـــ تاند ویبپاڼه

مهشید ـــ مهجورـــ فیمینیزم چیست و فیمینیست کیست ـــ روز نامه اطلاعات روز

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *