تاند- هند په جلال اباد کې پر سیکانو او هندوانو د یکشنبې /جولای ۱/ تروریستي حمله وغندله او هغه یې وحشیانه او بې رحمانه وبلله.

هند وايي، دې برید وښودله چې د نړیوالې ترهګرۍ پر ضد د جګړې لپاره نړیوال باید لاسونه یو کړي.

د هند صدراعظم نریندر مودي او د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوارج دا برید په کلکه غندلی او ویلي یې دي چې هند له افغانستان سره د مرستې ډاډ ورکوي.

 وسله والو ترهګرو جلال اباد ته د ولسمشر غني له سفر سره په یووخت نن /یکشنبه/ لږترلږه ۲۰ تنه ووژل چې ډېری یې سیکان او هندوان دي.

چاودنه په یوه مارکیټ کې وشوه چې د ولایت له ودانۍ څو سوه متره لېری دی.

په وژل شویو کې ۱۲ تنه سیکان او هندوان دي.

په دې پېښه کې ۲۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

د ننګرهار امنیه قوماندان غلام سنايي ستانکزي پژواک خبري اژانس ته ویلي چې انتحاري برید کوونکي هغه مهال ځان والوزاوه چې سیکان او هندوان د ننګرهار ولایت ودانۍ ته ننوتل.

په کابل کې د هند سفارت په یوه ټویټ کې ویلي«موږ د نن ماښام وحشیانه او ظالمانه تروریستي برید، چې په نتیجه کې یې د ۱۰ افغان سیکانو په ګډون ۲۰ تنه بې ګناه افغانان ووژل شول او ۲۰ نور ژوبل شول، په کلکه غندو.»

د هند سفارت همداراز ویلي چې د قربانیانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګندوي او د ټپیانو د ژر تر ژره روغتیا هیله کوي.

په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې په وژل شویو کې ۱۷ هندوان او سیکان دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رييس نجیب الله کاموال د ۲۰ تنو وژل کېدا تایید کړه، ویې ویل چې اکثره هندوان او سیکان دي.

په وروستیو ورځو کې په سلګونو ننګرهاریان په تروریستي بریدونو کې شهیدان یا ټپیان شوي دي.

د اختر په دوو ورځو کې دوې حملې وشوې چې مسوولیت یې داعش په غاړه واخیست. تر اختر مخکې دې ترهګرې ډلې د ننګرهار پر ۳ ښوونځیو، د پوهنې پر ریاست، اطلاعاتو او کلتور ریاست او مستوفیت خونړۍ حملې وکړې.

One thought on “هند د ننګرهار حمله پر بې ګناه افغانانو وحشیانه او بې رحمانه برید بللی”
  1. داعش، طالب، جمعت اصلاح، مجاهد او نور ټوپکیا هغه خلک دی چه
    ملک بربادی ته یی مټی انغړلی دی
    دا ډیر سپک او بی غیرته خلک دی
    دوی دپاکستان او ایران لپاره خپله مور او خور خرڅوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *