لاندې د نوماندانو د نومونو لیست کتلی شئ.  

تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې لپاره د ۵ نورو ولایتونو د کاندیدانو ابتدايي لیست خپور کړ.

د زابل، بدخشان، جوزجان، فاریاب او سمنګان ولایتونو د کاندیدانو د نومونو له اعلان سره د ولسي جرګې لپاره د ۲۲ ولایتونو لیست بشپړ شو.

په یادو ۵ ولایتونو کې د ولسي جرګې لپاره ټولټال ۲۳۰ تنه کاندید دي چې ۱۸۴ یې نارینه او ۴۶ نور ښځې دي.

د افغانستان ولسي جرګه ۲۴۹ چوکۍ لري، چې ۶۷ یې ښځو ته ځانګړې دي.

د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو انتخاباتو په یوه وخت د میزان په ۲۸ /اکتوبر۲۰/ ترسره کېږي.

د ولسي جرګې د ۲۲ ولایتونو د نوماندانو د لیست د لیدلو لپاره د هر ولایت نوم لاندې کلک یا (click) کړئ.

کابل، بامیان، نورستان، کونړ، خوست، اروزګان، نیمروز، بلخ، دایکنډي، هرات، کاپیسا، پکتیکا، پنجشېر، پروان، وردک، لغمان، سرپل، بدخشان، جوزجان، فاریاب، سمنګان، زابل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *