تاند- ځانګړو ځواکونو د دوشنبې په ورځ /جولای ۳/ د فاریاب ولایت د قیصار امنیه قوماندان په یو لړ عملیاتو کې ونیوه.
د شاهین قول اردو او د فارایاب ولایتي ادارې سرچینې وايي، د قیصار د امنیه قوماندان نظام الدین قیصاري د نیولو د عملیاتو په مهال وسله واله نښته وشوه چې په لړ کې یې لږترلږه ۴ تنه وژل شوي دي.
سرچینې وايي چې قیصاري او کسانو یې مقاومت وکړ او د ځانګړو ځواکونو په عکس العمل کې د قوماندان قیصاري ۴ ملګري ووژل شول.
نظام الدین قیصاري د جنرال دوستم له نژدې کسانو څخه دی.
قیصاري له نیول کېدو وروسته کابل ته یووړل شو.
قیصاري په اصل کې ملېشه و او د دې ترڅنګ چې د قیصار امنیه قومانداني یې په لاس کې وه د ولسي پاڅونوالو قوماندان هم و.
د فاریاب ځینې چارواکي وايي چې قیصاري هغه مهال ونیول شو چې د شاهین قول اردو لومړي کنډک ته وبلل شو خو کله چې نوموړی ونیول شو، ملګرو یې ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې د قیصاري ۴ وسله وال کسان ووژل شول.
تراوسه پورې د قیصار د امنیه قوماندان د نیول کېدو د علت یا پر هغه د تور په اړه څه نه دي ویل شوي.
په فاریاب ولایت کې له ډېره وخته د جنرال دوستم د جنبش او د جمعیت ګوند ترمنځ سخته سیالي روانه ده. په تېرو کلونو کې د دواړو خواوو د قوماندانانو ترمنځ په نښتو کې په لسګونو کسان وژل شوي دي.
خو له دې سره سره په وروستیو میاشتو کې د جمعیت د سیمه ییز مشر عطا محمد نور او جنرال دوستم اړیکې خورا نژدې شوې دي.
دغسې! کږه خوله په سوک سمول پکاردی