تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې لپاره د ۱۱ نورو ولایتونو د نوماندانو ابتدايي لیست خپور کړ.
اوس د ۳۳ ولایتونو د کاندیدانو ابتدايي لیست بشپړ شوی خو یوازې غزني ولایت پاتې دی.
کندهار، هلمند، ننګرهار، کندوز، پکتیا، بادغیس، بغلان، لوګر، غور، فراه او تخار هغه یوولس ولایتونه دي چې د ولسي جرګې لپاره د کاندیدانو ابتدايي لیست یې نن خپور شو.
په دې ۱۱ ولایتونو کې د ولسي جرګې لپاره ټولټال ۷۸۳ تنه کاندید شوي چې ۶۷۸ یې نارینه او ۱۰۵ یې ښځې دي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې په مجموع کې له ټولو ولایتونو څخه د ولسي جرګې لپاره ۲۳۹۶ تنو ځانونه نومولي دي.
د هر ولایت د کاندیدانو د نومونو د لیدلو لپاره په لاندې لیست کې د ولایت نوم کلک (کلیک) کړئ.
کندهار، هلمند، ننګرهار، کندوز، بادغیس، بغلان، لوګر، غور، فراه، تخار، پکتیا، کابل، بامیان، نورستان، کونړ، خوست، اروزګان،نیمروز، بلخ، دایکنډي، هرات، کاپیسا، پکتیکا، پنجشېر، پروان ، وردک، لغمان، سرپل، بدخشان، جوزجان، فاریاب، سمنګان، زابل.
د بیلګې په موخه مې د ننګرهار د کاندیدانو لیست وکاته چې بیا هماغه زوړ ملا او زړې تراویح. نه خو دا وکیلان شرم لري چې بیا کاندید دي او نه دا نادان او ویده ملت پوه او راویښ شو. ددې ملت نه زه دا پو ښتنه لرم چې حضرت علي، فریدون مومند، امیر خان یار، ياسیني او داسې نور د کمپاین نه وروسته بیا په سترګو لیدلي؟ کوم کار یې درته کړی؟ درنه پټ شوي نه دي؟ نونادان ملته ولې داسې خلک بیا په ځان مسلطوۍ او بیا هم تاسو ترې په سرو سترګو ژاړۍ. یو څو غله مې پکې نور هم ولیده، لعل اغا کاکړ چې په دولتي ځمکه کې مارکیټ جوړ کړ، ابرار مراد یو لوچک لوفر انسان او لږه موده وړاندې د موبایلونو څخه د پيسو د غلا د ماشین په تور تورن و، غفار پاچا د رادیو تلویزون د مامورینو د معاش غل، امان خیري د خپلو اولادو قاتل، غاصب او د ۸۰۰۰ جعلي تذکرو سره نیول شوی او ګل مراد عرب چې تر اوسه یې دولتي بریښنا په خلکو د جانراتور په نامه خرڅوله، د خپل کاروبار لپاره یې په بادپخ کې د طالبانوګروپونو ته د بریښنا د پایو د ویشتلو لپاره پسې ورکولې. د خدای په خاطر نور راویښ شئ او باسواده، وطنپرسته او خواخوږو اشخاسو ته رایه ورکړئ.