خبرپاڼه

نېټه: ۱۲/۴/۱۳۹۷

په کندهار کي د محلي رسنيو د کار کوونکو لپاره د ژبي د اصلاح درې ورځنی ورکشاپ پيل سوو؛ دغه ورکشاپ چي په اطلاعاتو او فرهنګ رياست کي جوړ سوی، پکښي د بيلابيلو محلي رسنيو د خپرونو مسولينو او وياندويانو ګډون کړی وه، دوی ته به په درو ورځو کي د خپرونو د وړاندي کولو پر مهال د خبرو ډول، د لهجې په اړه پوهاوی او نور اړين موضوعات تدريس سي.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په نوښت د محلي رسنيو د ژبي د اصلاح او راډيويي خپرونو جوړولو درې ورځنی ورکشاپ که له يوې خوا ډېر ګټور بلل کيږي، له بلي خوا به ئې د محلي راډيو ګانو پر خپرونو هم مثبت اغېز څرګند سي.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس فضل الباري بريالي وویل، چي ددې درې ورځني ورکشاپ پرمهال به د محلي رسنيو کارکونکو ته په خپرونو کي د معياري ژبي د استعمال ترڅنګ د معياري راډيويي خپرونو جوړولو په برخه کي پوهاوی ورکړل سي.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسولين د محلي راډيوګانو د معياري نشراتو وړاندي کولو لپاره ددغه ډول ورکشاپونو جوړول ګټور بولي او يادونه کوي، چي په راتلونکي کي به هم ورته پروګرامونو ته دوام ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *