تاند – د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار کې نن /چهارشنبه/ د سیمه ییزو پولیسو د قوماندان نظام الدین قیصاري د پلویانو مظاهره په تاوتریخوالي بدله شوه.
شاهدان وايي، د قوماندان قیصاري پلویانو، چې د نوموړي د نیول کېدو په اعتراض کې یې پرون هم مظاهره کړې وه، نن /چهارشنبه/ د ملي امنیت پر ریاست هجوم ورووړ چې په نتیجه کې یې امنیتي ځواکونو هوايي دزې وکړې.
مظاهره چیانو د فاریاب د ولایت پر ودانۍ هم حمله وکړه او د ولایت د دفتر ځینې برخې او دوه دولتي موټرونه یې وسوځول.
ځینې کسان وايي چې د اړودوړ په ترڅ کې لږترلږه ۲ مظاهره چیان وژل شوي او ۵ نور ژوبل شوي دي.
د ولایتي شورا ريیس وايي چې ۷ تنه ژوبل شوي دي.
خو د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویندوی عبدالکریم یورش وايي چې څوک ژوبل شوي نه دي.
مظاهره چیان وايي، تر څو چې ملېشه قوماندان نظام الدین قیصاري خوشي شوی نه وي، مظاهرو ته به دوام ورکړي.
د قیصاري اړوند د ملي اسلامي جنبش ګوند یو شمېر غړیو په بلخ او سرپل کې هم د نوموړي د نیول کېدو په اعتراض کې مظاهرې کړي دي.
مظاهره چیان د نظام الدین قیصاري د خلاصون غوښتنه کوي او وايي چې قیصاري د قیصار ولسوالۍ د امنیت لپاره کلیدي رول درلود.

ځانګړو ځواکونو د دوشنبې په ورځ /جولای ۳/ د فاریاب ولایت د قیصار امنیه قوماندان نظام الدین قیصاري په یو لړ عملیاتو کې ونیوه.
د شاهین قول اردو او د فارایاب ولایتي ادارې سرچینې وايي، د قیصار د امنیه قوماندان نظام الدین قیصاري د نیولو د عملیاتو په مهال وسله واله نښته وشوه چې په لړ کې یې لږترلږه ۴ تنه وژل شوي دي.
سرچینې وايي چې قیصاري او کسانو یې مقاومت وکړ او د ځانګړو ځواکونو په عکس العمل کې د قوماندان قیصاري ۴ ملګري ووژل شول.
نظام الدین قیصاري د جنرال دوستم له نژدې کسانو څخه دی.
قیصاري له نیول کېدو وروسته کابل ته یووړل شو.
قیصاري په اصل کې ملېشه و او د دې ترڅنګ چې د قیصار امنیه قومانداني یې په لاس کې وه د ولسي پاڅونوالو قوماندان هم و.