شکرالله سروش

تاند- په ترکیه کې یوه افغان محصل د استانبول په تخنیکي پوهنتون کې تر ټولو لوړې نومرې ترلاسه کړې.

۲۴ کلن شکرالله سروش، چې د غزني ولایت په یوه کلي کې زېږېدلی، د استانبول په تخنیکي پوهنتون (İTÜ) کې د تعمیراتي انجینرۍ په پوهنځي کې بریلیک واخیست.

ده د ترکیې حُریت ورځپاڼې ته وویل چې دی په خپله کورنۍ کې لومړنی کس دی چې پوهنتون وايي.

«پلار تل هڅولم. په افغانستان کې د زده کړو سویه ښه نه ده. که سکالرشیپ څوک واخلي ورته ډېر ښه دی. ما تل د همدې لپاره زیات درس وایه. له لېسې په لومړۍ درجه فاغ شوم. د کانکور ازموینه مې ورکړه او یو له هغو زده کوونکو څخه وم چې ډېرې نومرې مې واخیستې.»

ده همداراز ویلي«وروسته دولت بورس راکړ چې په ترکیه کې درس ووایم.»

سروش وايي، په پیل کې ورته سخته وه چې له ترکیې سره ځان عادت کړي ځکه چې له خپلې کورنۍ لېرې و او تُرکي ژبه یې نه وه زده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *