استاد سنګروال

څلورمه برخه، استاد شهسوارسنګروال

په دغه څپرکي کې:

– دکرزي سفرونه،

– د افغانستان له رغاونې ناوړه ګټې،

کرزی اوناقانونه وسله وال،

د جګړې اوفساد ناوړه پاېلې،

د سوله ساتي ځواک په نوم چې کوم پوځ افغانستان ته راغی، دوی داسې انګېرله چې د بي دوه پنځوس (B52) الوتکې پر مټ او د لږ شمېر ځواکونو په شتون به په افغانستان کې سراسري سوله تينګه شي.

ولې نه يوازې سوله ميڼځته را نغله، بلکې د هرې ورځې په تېرېدو جګړه تېزېده او له يوې سيمې نه نورو سيمو ته غځېده.

د جګړې له پراختيا سره يو ځای په هېواد کې ټولنيز فساد هم ريښې ځغلولې چې په پای کې د حکومت او خلکو تر مينځ واټن را مينځته شو.

حامد کرزي هم اراده نه درلوده چې په هېواد کې د ننه د فساد مخه ونيسي، د ده ډېره پاملرنه دا وه چې بهرنيو هېوادونو ته سفرونه وکړي او د افغانستان د سياسي او پوځي چارو په تړاو د نړۍ له چارواکو سره وغږېږي.

بهرنيو هېوادونو چې وليدل د افغانستان جګړه يې په لنډ مهال کې کابو نکړه، نو د پوځونو په ډېرېدو يې لاس پورې کړ.

په ۲۰۰۲ ز کال د فبروري په شپاړسمه (۱۶) نېټه چې د ۱۳۸۰ لېږديز کال د دلوې له اووه ويشتمې (۲۷) نېټې سره برابره وه  کرزي د برېتانيا د بهرنيو چارو وزير جکسترا  ته وويل: چې د ملګرو ملتو سوله ساتی ځواک بايد له کابل نه بهر د افغانستان نورو سيمو ته ولېږدول شي.

د کرزي او د ده تر مينځ خبرې ټولې په دې تړاو وې چې د سوله ساتي ځواک شمېر بايد زيات شي.

د ملکې هوايي چلند د وزير، وژنه چې درې ساعته يې د مرستې چغې وهلې يو ګواښ و چې ان له بهرنيو ځواکونو هم مرسته وغوښتل شوه ولې بيا هم يې له ده سره مرسته ونشوه کولی او د احمد شاه مسعود، د خسر په امر د هغو کسانو لخوا ووژل شو، چې غوښتل يې د حج د مراسمو لپاره سعودي عربستان ته لاړ شي.

د ترکې هېواد، د نړۍ له سوله ساتي ځواک سره په مرسته سل (۱۰۰) سرتېرې په دغه وخت کې افغانستان ته را ولېږل.

داسې انګېرنې هم وې چې د ترکې هېواد پداسې مهال خپل ځواکونه افغانستان ته ولېږل چې د جنرال دوستم په رهبرۍ د اسلامي جنش او د برهان الدين رباني په مشرۍ د اسلامي جمعيت تر مينځ د هېواد په شمال کې خونړۍ جګړې روانې وې.

فرانسې جمهور رييس د يوې وينا په ترڅکې وويل چې د افغانستان ولايتونو ته د سوله ساتي ځواک لېږدونه ښې پايلې نلري. ولې د امريکې يوه پوځي پلاوي په کندهار کې د خپلو پوځونو د ليدلو په مهال دا یو ضرورت وګاڼه او دا هغه مهال وه چې د فبروري په يوويشتمه (۲۱) نېټه (۲۰۰۲ کال) چې د ۱۳۸۰ لېږديز کال د حوت له دويمې نېټې سره برابره وه د برېتانيه په پراشوټي غنډ وسلوال بريد وشو.

کرزی د روانې مياشتې د حوت په پنځمه ايران او د حوت په اومې(۷) هندوستان ته سفرونه وکړل، چې د افغانستان د سياسي ستونزو او د هېواد د بيا رغاونې په تړاو د هغو هېوادونو له چارواکو سره وغږېږي.

د هند صدر اعظم واچپايي ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به په اقتصادي چارو کې د پام وړ مرسته وکړي.

ولې ايران د افغانستان د سولې په تړاو چې کرزي ته وښيي د اسلامي ګوند مشر ګلب الدين حکمتيار ته په ځغرده وويل، چې ايران نه ووځي.

حامد کرزی د حوت په نهمه نېټه (۲۸/۲/۲۰۰۲ کال) فرانسې ته ورسېد چې د هغه هېواد چارواکي په سر کې د هغه هېواد ولسمشر ته په ګوته کړي چې ولايتونو ته د سوله ساتي ځواک لېږدونه يو مهم ضرورت دی.

د کرزي د ليدنو په مهال پاکستان او ايران وپتېله چې د يو ميلون په شاوخوا کې به کډوال بېرته هېواد ته ستنېږي.

د ملګرو ملتوعلی کمشنرۍ د يونيوسيار اداره له يوه کاروان سره افغانستان ته لاړه چې هرې کډوالې کورنۍ سره سل (۱۰۰) ډالره مرسته وکړي.

د مارچ په دويمې (۲) نېټې (۱۱/ ۱۱/۱۳۸۰ هـ) کرزي اوزبکستان او تاجکستان ته سفر وکړ او د تروريزم د ځپلو په تړاو چې د سيمې ګډ دښمن دی د هغه هېواد د چارواکو سره وغږېد.

کرزی ډېر ځله په بهرنيو سفرونو بوخت وه، دا چې په هېواد کې د ننه څومره فساد و، دېته يې ډېره پاملرنه، نه درلوده؟ يا دا چې د جګړې ناخوالې څومره بوږنوونکې وې او خلک څومره له ګواښ سره مخ وو؟ پدې يې سر نه ګرزوه.

د حوت په پنځلسمې (۱۵) نېټې (۶/۳/۲۰۰۲ ز کال) د امريکايي پوځ قومندان وويل: په هوايي او ځمکني بريدونو کې د څلور سوه (۴۰۰) تنو په شاوخوا کې طالبان او د القاعدې غړي په ګردېز کې ووژل او د شاهي کوټ سيمه يې هم لاندې کړه.

برېتانوي جنرال د سوله ساتو ځواکونو قومندان «مکول» وويل چې اوس کابل کې امنيت ټينګ شوی دی، حکومت ته په کار دي، خپل پوځونه دېته چمتو کړي چې د واک ساحه پراخه کړي، حال دا چې يوه ورځ وروسته يې په کابل کې د جرمني او ډنمارکي پنځه (۵) وسلوال ووژل.

پداسې حال کې چې کرزی په ترکمنستان کې و امريکايي پوځ اعلان وکړ چې په يوه شپه کې يې د سلو په شاوخوا کې طالب وسلوال وژلي دي.

د امريکي ځمکني او هوايي بريدونه چې هره ورځ د هېواد په سهېل او سهېل ختيځ کې روان ول، بيا هم کرزي د حوت په شلمه (۲۰) نېټه روسيې ته لاړ چې په تخنيکي چارو کې د هغه هېواد مرسته ترلاسه کړي.

نوموړی، دوه ورځې وروسته جرمني ته لاړ او د هغه هېواد له چارواکو سره د پوځي او اقتصادي مرستو په تړاو خبرې اترې وکړې، کرزي پدې ټينګار وکړ چې سوله ساتي ځواکونه بايد تر ډېرې مودې په افغانستان کې پاتې شې۰ 2006ز کال د تړون په تړاو يو ځل بيا د المان له چارواکو وغوښتل چې افغان پوليس او ځواکونه وروزي.

د هېواد د ختيځو سيمو مشرانو په وار وار شکايتونه وکړل چې د بهرنيو ځواکونو د بريد له امله ډېرو ملکي وګړو ته زيانونه اوړي، ان دا چې خپله شکايت پاڼه يې تر بهرنيو چارواکو پورې ورسوله. نو ځکه د مارچ په اتلسمې (۱۸) نېټې (۲۰۰۲ کال) جنرال توني فرانس اعلان وکړ چې د لنډ مهال لپاره خپل عمليات بند کړي.

سره د دې بيا هم له دغې پرېکړې يوه ورځ وروسته د حوت په اته ويشتمې (۲۸) نېټې (۱۳۸۰هـ کال) د برېتانې هېواد پرېکړه وکړه چې يو زرو اوه سوه (۱۷۰۰) تنه نور سرتېري به هم افغانستان ته استوي.

د حمل (وري) په څوارلسمه (۱۳۸۱ لېږدي کال) نېټه د بهرنيو ځواکونو سره سره د ملي پوځ لومړنۍ ډلګۍ چې شمېر يې شپږ سوه (۶۰۰) تنو ته رسېده چې د سوله ساتو ځواکونو له خوا روزل شوي ول په ارګ کې په دندو وګمارل شول.

حامد کرزي د خپلو سفرونو په ترڅ کې د اپرېل په دريمې (۳) نېټې (۲۰۰۲ز کال) چې ۱۳۸۱ لېږديز کال د حمل له (۱۴) نېټې سره برابره وه په يوې وينا کې وويل:

جرمني هېواد لما سره ژمنه وکړه چې د افغانستان پوليس به روزي، د هېواد په قضايي چارو کې به د اېټالې هېواد د کارپوهانو په روزنه کې مرسته کوي او د افغانستان ملي پوځ به د امريکې هېواد لخوا رغاول کېږي.

د المان صدراعظم شوډر په ۱۳۸۱ هـ کال د ثور په (۱۹) نېټه چې د ۲۰۰۲ ز کال د می له نهمې (۹) نېټې سره برابره وه کابل ته راغى، ژمنه يې وکړه چې په سوداګريزو او پوځي چارو کې به افغانستان سره مرسته کوي. نوموړي بيا له خپل (۱۰۰۰) کسيز پوځ سره هم وليدل.

د افغانستان له بيا رغاونې ناوړه ګټه،

د امريکې متحده ايالاتو او د هغې متحدينو پتېله وه چې له افغانستان سره اقتصادي مرسته وکړي.

د جهاد په مهال دغه هېوادونو له افغان جنګياليو سره د ډېرو وسلو او پیسو مرستې کړې وې. همدا راز له دغو مرستندويه هېوادونو څخه يو هېواد هم سعودي عرب وه چې له جهادي ډلو سره يې د وسلو مرسته کوله.

حامد کرزی هم په دې موخه چې يو ځل بيا د عربستان پام د افغانستان لور ته را واړي، د جنوري په اتلسمه (۱۸) نېټه (د جدي ۲۸ – ۱۳۸۰ کال) يې هغه هېواد ته سفر وکړ، چې د افغانستان په بيا رغاونه کې ونډه واخلي. هغسې هم ځنې نړيواله مرستندويه ټولنو انګېرله چې افغانستان په بېړنۍ توګه دستي درې سوه (۳۰۰) ميلونو ډالرو ته اړتيا لري.

افغان ولسمشر له ملک فهد سره وليدل او هغه هم ژمنه وکړه چې د شل ميلونو په شاوخوا کې سعودي عرب به له افغانستان سره مرسته وکړي.

د جنوري په نولسمه (۱۹) نېټه کولن پاول هم په دې موخه توکيو ته ورسېد چې په هغه غونډه کې برخه واخلي چې د افغانستان د بيا رغاونې لپاره جوړېدونکې وه.

د روسيې هېواد چې يو ځل بيا په کابل  کې خپل سفارت پرانست، نو ژمنه يې وکړه چې د سالنګ لويه لار چې د احمد شاه مسعود لخوا الوځول شوې وه له سره ورغوي.

د جنوري په شلمې (۲۰) نېټې (۲۰۰۲ ز کال) نړيوال او اسيايي بانک، د ملګرو ملتو يو شمېر مرستندويه ټولنو اعلان وکړ چې د افغانستان د بيا رغاونې لپاره به کلتوري، اقتصادي او ټولنيزو چارو کې هر اړخيزه مرسته کوي.

د ملګرو ملتو کارپوهانو هم د مرستو يو لړليک خپور کړ چې نړيوال د ښوونې او روزنې، روغتيا، له يتيمانو او بېوځلو سره د مرستې، د کډوالو د بېرته راستنېدو او په ټوله کې د افغانستان د بيا رغاونې لپاره بايد پنځه ويشت (۲۵) مليارده ډالره مرسته وکړي.

د توکيو په کنفرانس کې وويل شول چې امريکا، جاپان، سعودي عربستان او د اروپا ګډ بازار بايد له افغانستان سره د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله غوښنه مرسته وکړي، جاپان دا هم وويل:

د کابل ښار او د افغانستان يو شمېر نور لوی ښارونه د پنځه (۵) ملياردو ډالرو په شاوخوا کې مرستې ته اړتيا لري او د کابل ښار بايد داسې ورغول شي لکه جاپان چې د اتم بم له استعمال نه وروسته ورغول شو.

د جنوري په يوويشتمه (۲۱) نېټه (۲۰۰۲ ز کال) چې د ۱۳۸۰ لېږدي کال د دلوې له لومړۍ نېټې سره برابره وه په رسمي توګه د توکيو نړيوال کنفرانس پرانستل شو.

توکيو ته دا د کرزي له عربستان نه وروسته دويم سفر و چې په رسمي توګه ترسره شو.

پدغه کنفرانس کې د افغانستان د بيا رغاونې لپاره د سيمې هېوادونو په حکومتونو غږ وشو چې د لارو په تړاو اسانتياوې برابرې کړي.

سره د دې چې پاکستان ژمنه کړې وه ولې بيا هم د هند هغو مرستندويه توکو ته په سر کې د غنمو لېږد ته اجازه ورنکړ شوه چې د کراچۍ له لارې افغانستان ته ولبېږدوي.

د توکيو په نړيوال کنفرانس کې د دوه (۲) ملياردو ډالرو د مرستې ژمنه وشوه، چې په دې کې درې سوه (۳۰۰) ميلونه امريکې، دوه سوه شل (۲۲۰) ميلونه سعودي عربستان، دوه سوه (۲۰۰) ميلونه برېتانيې او همدغسې د نړۍ نورو هېوادونو چې شمېر يې شپېتو (۶۰) شاوخوا ته رسېده يو د بل پسې د مرستو اعلان وکړ… خو ملګرو ملتو او يو شمېر هېوادونو دغه مرستې کافي و نه ګڼلې.

کرزي هم له نړيوالو وغوښتل چې د ښوونې او روزنې، د پوځ جوړونې، د مامورينو د تنخوا او د نورو ټولنيزو ارزښتونو لپاره بايد درې سوه (۳۰۰) ميلونه ډالره په بېړنۍ توګه افغانستان سره مرسته وشي.

د امريکې د بهرنيو چارو وزير کولن پاول ژمنه وکړه چې نور موږ افغانستان يوازې نه پرېږدو او دا يې هم وويل چې امريکا به د نه سوه شپږ نوي (۹۹۶) ميلونو ډالرو مرسته کوي.

د روسيې هېواد اعلان وکړ چې هغه پروژې به بيا له سره رغاوي چې دوی په بېلابېلو وختو کې جوړې کړې وې.

د توکيو کنفرانس په پرېکړه ليک کې راغلي ول چې د نړۍ هېوادونه به په دې شرط څلورنيم مليارده ډالره له افغانستان سره مرسته کوي چې پرته له اداري فساده په مناسبو ځايونو کې ولګول شي.

د توکيو کنفرانس چې د جنوري په دوه ويشتمه (۲۲) نېټه پايته ورسېد، له هغه وروسته کرزی چين ته لاړ او د هغه هېواد له چارواکو سره يې وليدل. چين هغه هېواد وه چې د يو ميلون په شاوخوا کې له افغانستان سره د مرستې ژمنه کړې وه.

خليلزاد وويل تر هغې چې افغانستان کې سوله ټينګه نشي تر هغې د افغانستان بيا رغونه په سمه توګه نشي ترسره کېدی. ښه به وي چې موږ د افغانستان پوځ بيا جوړونې ته ټينګه پاملرنه وکړو.

کوفي انان د سولې د ټينګښت په موخه د توکيو له کنفرانس نه يوه ورځ وروسته اسلام اباد ته لاړ او د افغانستان د سياسي ثبات لپاره يې د هغه هېواد له چارواکو سره خبرې اترې وکړې.

چين ته د کرزي سفر ځکه بريالی و چې هغه هېواد نوره اضافه د يو سلو پنځوس (۱۵۰) ميلونو ډالرو د مرستې ټټر وواهه. د جنوري په پنځه ويشتمې (۲۵) نېټې د ملګرو ملتو سرمنشي کوفي انان بيا کابل ته راغی او د نړۍ د هېوادونو يې وغوښتل چې د کابل ښار د يوه پلاز په توګه بايد ورغول شي.

له چين نه وروسته حامد کرزي امريکې ته سفر وکړ او د افغانستان په سياسي، پوځي او اقتصادي حالاتو يې د امريکا له چارواکو سره خبرې وکړې چې د افغانستان په بيا رغاونه کې رغنده رول ولوبوي.

کرزي په پنځه ورځني سفر کې د امريکې له چارواکو سره وليدل او جورج بوش د جنوري په نه ويشتمې (۲۹) نېتې کې د ليدنې په محال کرزي ته وويل، چې موږ د متحدينو په توګه د افغانستان د پوليسو او پوځ د بيا رغاونې لپاره تيار يو.

نړيوال وجهي صندق هم په يادې نېټې د ملي امنيت د رغاونې لپاره د پوځ او پوليسو د روزنې لپاره د پنځوس ميلونو ډالرو ژمنه وکړه.

هغه پلاوي چې د لنډ مهالې ادارې لخوا د محقق تر مشرۍ لاندې چې د برېښنا او اوبو وزير شاکر کارګر هم ورسره مل وه د جنوري په دېرشمې (۳۰)  (۱۰/ ۱۱/ ۱۳۸۰ کال) نېټې هېواد ته د بېرته راګرځېدو په وخت وويل چې ازبکستان د برېښنا د بيا رغونې لپاره هر اړخيزه مرسته کوي.

د افغانستان د بيا رغاونې په موخه حامد کرزي د جنوري په يو دېرشمې (۳۱) نېټې لندن ته ورسېد. د هغه هېواد له صدراعظم توني بلېر او د کابينې له غړو سره يې وليدل او له هغوی نه يې وغوښتل چې له افغانستان سره هر اړخيزه مرسته وکړي.

نوموړي لکه څرنګه چې بوش ته ويلي ول د ا رنګه بلېر ته هم ورغبرګه کړه چې سوله ساتي ځواکونه، د کابل سربېره د هېواد نورو سيمو ته هم پراخ شي. تر هغې چې د افغانستان د پوځ بيا رغاونه کېږي، غوره به وي چې د هېواد بشپړ امنيت د همدغو ځواکونو لخوا ونيول شي… ولې بوش او توني بلېر د کرزي دغه وړانديز ته په ځغرده ځواب و نه ويل.

د نا قانونه وسلوالو ګواښ:

نه يوازې د افغانستان په ولايتونو کې خپل سرو ټوپکمارو ناامنۍ ته لمن وهله او ډېر بې وسلې کسان يې د خپلو وسلو پر مټ ګواښل، بلکې د کابل ښار چې د هېواد  پلازمېنه وه د همدغو ناقانونه وسلوالو لخوا نا امنه و.

دا نا امني دې کچې ته رسېدلې وه چې د جنورۍ په ۲۴ نېټه  په رڼا ورځ د شهزاده سرای د طالبانو له واکه وروسته د شمالي ټلوالې لخوا چور شو.

هغسې هم خپل سري وسلوالو د ټوپک په زور ځانته روزي ګټله. تقريبا له ۱۹۹۲ کال نه را په دې خوا بېلابېلو وسلوالو ډلو ځانته پيسې درلودې او د خپلې ګټې او مارکېټ موندنې لپاره يې ځانته پيسې چاپولې.

د افغانستان په هره سيمه کې پرته له شمالي ټلوالې نه نورو خپل سرو جنګياليو هم ملکي خلک لوټول او د هغوی شته يې د ټوپک په زور ترې ترلاسه کول.

دا ستونزه تر ملګرو ملتو ورسېده چې هغوی په ډاګه دغه خبره نړيوالو سوله ساتو ځواکونو ته ورسوله چې بې يونيفورمه وسلوال د دوی مرستندويه ټولنې ګواښي.

تورن اسمعيل خان د طالب په نوم ګڼ شمېر کسان د خپلو جنګياليو لخوا په خپل شخصي زندان کې ساتل، چې بيا يوې پنځه ويشت (۲۵) کسيزې جرګې چې د هلمند او کندهار د خلکو استازي ول اسمعيل سره وليدل، دغه کسان چې د طالبانو په نوم نيول شوي دي ازاد کړي.

د فبروري په دريمې (۲۰۰۲ ز کال) نېټې چې د ۱۳۸۰ ل کال د دلوې له (۱۴) نېټې سره برابره وه د عطامحمد نور او جنرال دوستم د وسلوالو تر مينځ د مزار شريف په شاو خوا کې خونړۍ نښتې پيل شوې، چې ډېر زیان يې ملکي خلکو ته رسېده.

همدا راز د هېواد په سهيل ختيځ کې د پاچا خان او حاجي ګردېزي د جنګياليو تر مينځ سختې نښتې روانې وې چې حامد کرزي خپل د قومونو او سرحداتو وزير امان الله ځدران د يوه پلاوي سره سيمې ته واستوو چې د دواړو غاړو تر مينځ روغه جوړه وکړي.

د ملګرو ملتو په مينځګړيتوب د فبروري په څلورمې (۴) نېټې د دفاع وزير قسيم فهيم او جنرال دوستم د خپل سرو جنګياليو تر مينځ خبرې اترې پيل شوې، خو کومې پايلې ترلاسه نشوې.

په خوست، ګردېز، ننګرهار او کندهار کې هم تنظيمي ډلو د خپل واک د پراختيا لپاره جګړو ته زور ورکړی و چې قربانيان يې ټول ملکي  وګړي ول.

پدې تړاو يو پلاوی چې د عزيزالله واصفي او اشرف غني احمدزي په مشرۍ ګردېز ته لاړ چې د سيالو ډلو تر مينځ روغه جوړه وکړي.

په پکتيا کې هم ورته ستونزه روانه وه چې د خلکو شورا يو تن د خپلې خوښې والي په ګوته کړی و، خو مرکز ورته يو بل تن د والي په توګه ور ولېږه.

دغو خپل سرو جنګياليو د پوليس په جامه کې هم له خلکو پيسې لوټولې.

په خوست کې هم د ځايي قومندانانو تر مينځ اخ و ډب دې کچې ته ورسېد چې د ذکيم خان او پاچا خان ډلو هر يوه کوښښ کاوه چې والي د دوی په خوښه وټاکل شي.

د ملګرو ملتو استازي لخدر ابراهيمې په ټينګار او د حامد کرزي په غوښتنه له نړيوالې امنيتي شورا نه وغوښتل چې د افغانستان ولايتونو ته سوله ساتي ځواکونه واستوي. که څه هم تر دغه دمه څلور زره پنځه سوه (۴۵۰۰) سوله ساتي ځواکونه د کابل په ښار کې ځای پر ځای شوي ول.

حامد کرزي په هېواد کې د سولې په تړاو، که له يوې خوا د سيمه ييزو ځواکونو له چارواکو سره ليدل، د ساري په توګه هرات ته لاړ (د فبروري په اوومې، د دلوې ۱۸ نېټه ۱۳۸۰) او له اسمعيل خان سره يې وليدل، خو له بلې خوا يې د نړۍ له يو شمېر مشرانو سره هم خبرې اترې وکړې.

هغه وخت چې د روسيې د بهرنيو چارو وزير ويګورويانوف کابل ته راغی له حامد کرزي سره وليدل، يو شمېر کسانو وويل، چې د افغانستان د بدمرغۍ لامل شوروي اتحاد و، بايد له افغانانو نه د بښنې له غوښتنې پرته د جګړې تاوان ورکړي. ولې قسيم فهيم او عبدالله وويل چې روسيه د شوروي ځای ناستې نده څوک حق نلري چې د جنګ د غراماتو غوښتنه وکړي.

د فبروري په پنځمې (۵) نېټې (۲۰۰۲ زکال) چې د دلوې له شپاړسمې (۱۶) ڼېټې سره برابره وه د برېتانيا دفاع وزير افغانستان ته راغی او د هېواد د ملي پوځ د جوړېدو په تړاو ورسره خبرې وکړې.

د برېتانيا وزير په داسې مهال چې د افغانستان د ملي بيرغ ځانګړي مراسم وو کابل ته را ورسېد.

د فبروري په اتمه (۸) نېټه حامد کرزی پاکستان ته لاړ او هلته يې له پروېز مشرف سره وليدل او ورته وې ويل چې په پاکستان کې مېشت کډوال بايد د پاکستان په مرسته بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

له دې يوه ورځ وروسته د فبروري په نهمه (۹) نېټه (۲۰۰۲ ز کال) د طالبانو د بهرنيو چارو وزير وکيل احمد ځان د کندهار چارواکو ته وسپاره او هغوی هم د کندهار په هوايي ډګر کې امريکايانو ته تسليم کړ.

متوکل هغه څوک و چې له ملا عمر نه يې غوښتې ول چې اسامه بن لادن ملګرو ملتو ته تسليم کړي، چې افغانستان د امريکا له بريد نه وژغورل شي.

د لنډ مهالې ادارې د دفاع وزير قسيم فهيم، د دې لپاره چې د شمالي ټلوالې په سر کې د اسلامي جمعيت غړي په اردو کې غوښنه برخه ولري د روسيې هېواد ته د فبروري په (۱۲) نېټه چې د ۱۳۸۰ ليږدي کال د دلوې له ديارلسمې نېټې سره برابره وه سفر وکړ چې د افغانستان د ملي پوځ په جوړولو کې د يوه متحد په توګه مرسته وکړي.

افغانان او نړيوال له خپلسرو جنګياليو نه ځکه په تنګ ول چې د سولې په لار کې يو ستر خنډ دوی ګڼل کېدل. نو ځکه خو بهرنيو هېوادونو کوښښ کاوه چې په افغانستان کې د ملي پوځ د جوړولو هڅې چټکې کړي.

د همدې موخې لپاره د المان د دفاع وزير افغانستان ته سفر وکړ او حامد کرزي ته يې ډاډ ورکړ چې افغان پولیس به روزي. تر دغه دمه د جرمني پنځه سوه (۵۰۰) سرتېري په افغانستان کې ځای پر ځای ول. د امريکې متحده ايالاتو د طالبانو له واک نه وروسته د پوځي لګښت لپاره دېرش (۳۰) ميلونه ډالره مصرفول چې په افغانستان کې د دوی د خوښې نظام ټينګ شي. (نوربيا )

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *