تاند- د خلیج د سیمې دوه سره سیال هیوادونه په افغانستان کې د ناټو او امریکا په مشرۍ د نړیوال ايتلاف غړي شول.
واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د جمعې په ورځ ناوخته د چارواکو په قول وویل، د قطر او متحده عربي اماراتو مځکني ځواکونه به د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په چارو کې له نړیوالو ځواکونو سره لاس یو کړی.
د قطر او متحده عربي اماراتو د ځواکونو استول به په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د فعال نړیوال ايتلاف د ځواکونو شمېر زیات کړي.
ناټو به راتلونکې اوونۍ د بروکسل په غونډه کې په خپل ايتلاف کې د قطر او متحده عربي اماراتو د شاملولو پرېکړه تصویب کړي.
دا خبره واشنګټن ټایمز ته د ناټو چارواکو وکړه. ورځپاڼې د دغو چارواکو نومونه نه دي څرګند کړي او په دې اړه یې هم څه نه دي ویلي چې دا دوه هیوادونه به افغانستان ته څومره پوځیان ولېږي.
ورځپاڼه وايي چې د امریکا دفاع وزیر جېمز متیس په واشنګټن کې د قطر او امریکا د ستراتیژیک دیالوګ په مهال د سږ کال په جنورۍ کې وویل چې د قطر جنګي الوتکې له وړاندې څخه په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو په ملاتړ الوتنې کوي او لوژیستیکي مرستې ورسوي.
خو دا به لومړی ځل وي چې د قطر مځکني ځواکونه افغانستان ته استول کېږي.
نظاميان قطر و امارات به جنگ افغانستان ميپيوندند:
دو شيخ نشين عرب كه حريفان جدي همديگر هم هستند در پهلوي ساير كشور ها، تحت حمايت امريكا در افغانستان بيرق مي افرازند.
– اين حضور زير نام آموزش سربازان افغان انجام مي پذيرد. آن سرباز يا افسرعرب كه در طول عمر جنگ را نديده و جز صحراي ريگي چيز ديگر را نميشناسد، در افغانستان كوهستاني، به سربازيكه با صداي فير تولد شده ، با فير راكت بزرگ شده و صداي بمباران رفيق هميشگي گوش هايش بوده چي را خواهد اموختاند.
– به نظر ميرسد كه آمريكا يك بخش اين جنگ نيابتي، عمدتاً تمويل انرا به نفت فروشان عرب واگذار ميشود.
– افغانستان را متاسفانه در رقابت هاي خطر آفرين ( شيعه و سُني، رهبري جهان اسلام…) دخيل ميسازند. ايران بصورت قطع حضور قطر و امارات را در شرق جغرافيه اش منحيث يك فاكتور تهديد تلقي خواهد كرد و براي دور نگهداشتن آتش جنگ از ايران جنگ را در عمق جغرافياي افغانستان شعله ور تر خواهد ساخت.
– بزرگترين نگراني اينست كه فرد اول تصميم گيرنده در جهان يك تجار است نه يك سياستمدار يا ستراتژيست امور…
از افغانستان پيرهن حضرت عثمان ساخته اند.
كابل – سرطان ١٣٩٧