تاند- له یوې اوږدې مودې وروسته نن /شنبه/ یو امریکايي پوځي په افغانستان کې ووژل شو او ۲ نور ژوبل شول.
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا په مشرۍ نړیوال ايتلاف وویل، دا پېښه د یوه نفوذي د حملې په نتیجه کې وشوه.
د نړیوال ايتلاف له یوې خبرپاڼې سره سم حمله د افغانستان په جنوب کې وشوه. په خبرپاڼه کې نور جزییات نه دي څرګند شوي خو یادونه شوې چې دوه ژوبل شوي پوځیان له جدي خطر سره مخامخ نه دي.
په عین وخت کې وسله والو طالبانو ویلي چې دا برید یوه افغان سرتېري کړی دی.
طالبانو په حمله کې د لاس لرلو ادعا نه ده کړې. دا یې هم نه دي ویلي چې حمله کوونکي سرتېري له دوی سره اړیکې لرلې.
خو یوه افغان چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې دا پېښه په اروزګان ولایت کې شوې ده.
دا د سږ کال له اپریل څخه (څه باندې ۳ میاشتو کې) لومړی ځل دی چې په افغانستان کې یو بهرنی پوځي وژل کېږي.
د دې لپاره چې بهرنیو پوځیانو ځانونه د جګړې له جبهې ایستلي او یوازې په ځینو مواردو کې هوايي حملې کوي، د هغوی مرګ ژوبلې تقریباً صفر ته رسېدلي دي.