د روان ۱۳۹۷هـ ل کال د چنګاښ مياشتي ۱۵مه نېټه د هلمند ادبي بهير پنځلس ورځنۍ ادبي غونډه تر سره شوه،ياده ادبي ناسته لمړى د ملا محمد(حنيفي) له خوا د کلام الله مجید په تلاوت پرانيستل شوه، چي ورپسې د شېر احمد (دروېش) په انانسرۍ د اجنډا په ترتيب په څلورو برخو(وينا، ادبي لکچر، نثر او مشاعرې) وويشل شوه، د وينا په برخه کي د بهير مشرسيد محمد(حيرت)خپله وينا د بهير ګډونوالو ته واورول، ښاغلي حيرت پخپلو خبرو کي درې مهمو موضوعاتو ته اشاره وکړه، ده لمړى د الحاج ملا محمد(حنيفي) د تازه چاپ شوي کتاب (د حج او عمرې لارښود) مبارکي د ياد کتاب ليکوال او ټولو بهيروالو ته وويل،همدارنګه يې د ښاغلي حنيفي ددې شپږ ويشتم اثر په باب د هغه ليکوالي په هلمند کي د لويي ليکوالۍ نمونه وبلل، پر دويمه موضوع کي يې د بهير د تکړه و فعال غړي محمد لايق(سرفراز) د ناروغۍ په هکله خپله خواشيني وښودل،همدارنګه يې له ټولو ملګرو و غوښتل چي د اقتصاد له اړخه خپل توان له دې بېوزله انسانه ونه سپموي، له وينا وروسته د لکچر لړۍ را پيل شول چي ښاغلي ستانکزي د (ادبي راپورتاژ)په هکله په زړه پوري او ښکلى لکچر وړاندي کړ.
د(ادبي راپورتاژ) په اړوند دښاغلي زين الله (ستانکزي) د لکچر مهمي برخي په لاندي ډول دکرانو،لوستونکوسره شريکوو!
ادبــــي راپـــور تــاژ: ادبي راپور تاژ چي لمړى پيل يې له فرانسې شوى د اصطلاحي مانا له مخي هغه ادبي راپور ته ويل کېږي چي په هنري الفاظو او د خيال په ژوره ملتيا د يوه خبر، واقعي حالت په شاعرانه هنر د شعريت په ژبه د معلوماتو په ډول پکي ځاى پر ځاى شوى وي، ادبي راپور تاژ د عام راپور په نسبت خاص قيود نه لري او ليکوال پکي د خپل خيال تومنه ځايولاى شي، اما ځيني ځانکړي اوصول لري چي مهم يې په لاندي ډول دي:
۱- موضوع بايد مشخصه وي
۲- خام مواد(سوژه)بايد مخكي له مخكي انتخاب شوي وي
۳- ليکوال بايد د ادبي راپور تاژ په ليکلو کي پوره وړتيا او هلاکه ولري
۴- موضوع بايد مخاطبين ولري
۵- نظم او ترتيب بايد پوره مراعات شوى وي
۶- د جادوګرو الفاظو په استعمال بايد لوستونکي ځانته جذب کړي.
۷- د ادبي راپورتاژ ليکوال بايد يوه سيمه،حالت او شخص له نږدې وګوري.
ادبي راپور تاژ د منځپانګي او محتوا له مخي په دوه ډوله دى:
اول، شفاهي او دوهم: ليکلى يا تحريري.
د اروپا را وروسته د سيمي په کچه لمړنى ادبي راپور تاژ په اردو ژبه کي ډاکټر محى الدين ليکلى او په پښتو ژبه کي دا هنري ژانر په 20مه پېړۍ کي دود شوى چي د استاد حبيب الله رفيع په قول:عبدالهادي داوي لمړنى پښتون ليکوال ٶ چي ادبي راپور تاژ يې ليکلى او يادونه يې په (ګل خانه)نومي ناچاپ اثر کي شوې، له هغه راوروسته دوهم ليکوال، خان عبدالغفار خان ياد شوى چي د تهذيب او جېلخانې په نوم ادبي راپور تاژ يې په 260مخونو کي ليکلى، له دوى بيا راوروسته په دې اړوند د اجمل خټک، نصرالله نصر، لطيف وهم، جعفر خان، صاحب شاه صابر، زبير حسرت او داسي نورو پښتنو ليکوالانو نومونه د يادولو وړ دي، هېره دي نه وي چي ادبي راپورتاژ له 80څخه تر 260مخونو پوري ليکل کېداى شي، همدارنګه د پښتو ژبي د مهمو راپور تاژونو د ځينيو ټولګو نومونه په لاندي ډول دي.
– ناليدلى سوات
– زه پاګل وم
– ولاړشه پېښور ته
– تهذيب او جېلخانه
او داسي نور
ادبي راپور تاژ له تحليلي راپور، يون ليک، ډرامې او ناول سره د خپلو ځانګړو اوصولو له مخي توپير لري چي ځيني اوصول يې پورته ذکر شوي هم وه.
د سيد محى الدين هاشمي په خبره: تر ټولو ښه ادبي راپورتاژ په علمي ادبي کنفرانسونوکي، د يوه ليکوال يا شاعر پر ژوند او سياحتي پېښو باندي ليکل کېداى شي، خو د هنر، خيال او سينګار ژبه يې بايد د ادب په نږو الفاظو ډېره پسوللې وي.
ورپسې د نثر په برخه کي جذاب نثرونه د ملګرو له خوا ولوستل شول او په وروستۍ برخه کي نه هېرېدونکې او له شوره ډکه مشاعره ترسره شول چي د طنز تله يې د نورو شعرونو په پرتله ډېره درنه وه،وروسته دا ادبي غونډه د ادم صفت الله لخوا په دعاکولو سره پاى ته ورسېده.
په درنښت
دهلمند ادبي بهیررسنیزه څانګه.
راپور چمتوکوونکی:عــرفان ـ همدرد