سید عبدالله پاچا ||
په طالبانو هر ډول فشارونه راغلل او په افغانستان کې د جګړې ختمولو لپاره ټولې پلمې یې له منځه لاړې، خو بیا هم حاضر نه شول چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي.
کله چې طالبان د افغان حکومت له هر ډول وړاندیزونو سره ـ سره بیا هم د سولې خبرو ته حاضر نه شول او افغان وژنې ته یې دوام ورکړ، ولسونه راپورته شول او د سولې لپاره یې ولسي حرکتونه پيل کړل، یوه ډله له هلمند راروانه شوه، تر کابله یې اته سوه کیلو میټره لار په اته دیرش ورځو کې ووهله، بله ډله له خیبر پښتونخوا راروانه شوه، اوه ورځو کې تر کابله ورسیدل، بله ډله له کونړ روانه شوې، همداسې په پکتیکا، پکتیا او خوست کې.
له دې ورهاخوا په مالیزیا کې دیني علماوو، کابل کې دیني علماوو او بلاخره د کعبې امام په یو غږ افغان جګړه ناروا یاده کړه او په سوله یې ټینګار وکړ.
خو له دي ټولو سره چې طالبانو ولیدل چې ولسونه او د نړۍ اسلامي هېوادونو او علماء يې پروړاندې راپورته کیږي او د سولې په تړاو جدي دي، د طالب بادارانو طالب ته وویل چې د سولې خبرو ته هیڅکله کینه نې او جګړې ته دوام ورکړي.
طالبانو اعلامیه خپره کړه او د سولې لپاره ولسي حرکتونه یې جاسوسي یاد کړل او هغه ډلې د سولې قربانیان دي او د افغانانو لپاره سوله غواړي، د امریکا جاسوسان یې یاد کړل او په سپین سترګۍ سره یې وویل چې دا ډلې د حکومت ګوډاګیان دي.
د ولسي حرکتونو غوښتنه همدا ده چې طالبان دې اوربند وکړي، د سولې خبرو ته دې کینې او بهرنیو ځواکونو باندې دې بحث وکړي چې کله له افغانستان وځي، دا خبره افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د سولې ولسي کاروان ته کړې چې طالبان دې اوربند وکړي، د سولې خبرو ته دې کیني او د بهرنیانو بحث دې ورسره وکړي چې کله ووځي؟
خو طالبانو په دې هر څه د دې لپاره سترګې پټې کړي او د جګړې په دوام ټینګار کوي چې د طالبانو تمویل کوونکي هېوادونه نه غواړي چې افغانستان کې سوله راشي او پرمختګونه دې رامنځ ته شي.
وروسته له هغې چې طالبانو ولسي حرکتونه جاسوسي یاد کړل، د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې یې د سولې هغه کاروان په نښه کړ چې غوښتل یې د اعتراض په ډول مرکز پل عالم ته راشي او په جګړه کې له ښکیلو غاړو وغواړي چې نور جګړه بس او د سولې په خبرو تمرکز وکړي.
په طالبانو کې دا کومه نوې خبره نه ده، خو له وروستي اوربند وروسته داسې تمې پيدا شوې وې چې ګنې د طالبانو په دریځ کې به بدلون راشي او نور به د جګړې پر ځای د سولې خبرو ته راشي او هغه غوښتنې او اهداف چې غواړي په جګړه یې ترلاسه کړي، د سولې د خبرو په میز به یې مطرح کړي.
طالبان له دې وړاندې خپل مشران وژلي او یا په پاکستان کې بندیان دي چې د سولې غوښتنه یې کړې وه او د سولې طرفداران و.
طالبان په ټول هېواد کې هغه دیني عالمان هم وژلي او لا یې وژني چې د سولې غږ یې پورته کړی او جګړه یې افغان وژنه بللې، طالب د قومي مشر او مخور تر څنګ په هیچا صرفه نه ده کړې چې د دوی جګړې ته ناروا وایي.
بلاخره یې د سولې سپیڅلې کاروانونه چې د بې طرفه ولسي حرکتونه و، لومړی یې په جاسوسۍ تورن کړل او بیا یې پرې بریدونه پيل کړل.
د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د سولې پر کاروان برید کې اته کسان شهیدان او ځینې نور ټپيان دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
طالب په سپين سترګۍ سره په اعلامیو کې وایي چې افغان ولس لپاره مبارزه کوي، خو بیرته افغان ولس په ډله ییزه توګه وژني او د افغان ولس له هیلو سره لوبه کوي.
د طالب د وروستیو اعلامیو څخه په ډاګه ښکاري چې هر هغه څه یې بادار وایي، همغه ډول وړاندې ځي او د طالب بادار د افغانانو ازلي دښمن دی چې هیڅکله به په افغانستان کې ترې ارامه ورځ و نه ویني.
طالب پردی و، پردی دی او پردی به وی، تر هغې چې طالب د افغان دښمنه هېوادونو له انحصاره نه وي خلاص شوی، تر هغې په افغانستان کې جګړه نه شي ختمیدلی او سولې ته رسیدل به هم سخت وي.
طالب چې د جګړې لپاره کومې پلمې درلودلې، هغه افغان حکومت او دیني عالمانو ختمې کړي، خو اوس يې بادارانو ورته نورې پلمې پيدا کړي چې خپل جنګیالي پرې غلط کړي او د سولې پر ځای په جګړې تمرکز وکړي.