جمشيد غزنيوال
کله کله ولسمشر داسې خبره وکړي چې دم ګړۍ ډېری ورته حيران وي، خو وروسته وروسته يې غږ هنګامه خپرې کړي. البته د ولسمشر هدف يوازې د هنګامو خپرول نه دي، که داسې وای ولسمشر به هر وخت داسې خبرې کولای چې يوازې دی يې د خلکو خولو ته اچولی وای.
وايي اسمان چې څومره غورېږي، هومره ورېږي نه، لکن زموږ اسمان له دغه متله لږ جلا شننه غواړي. ولسمشر څه موده وړاندې په ننګرهار کې يوه کنفرانس ته د غلو غاصبانو د ويشتلو تر امر وروسته ضمناً په قفسونو کې د هغو د اچولو خبره هم را ميدان ته کړه.
دغه خبره تر ډېره پورې خلکو رنګارنګ تحليلوله، چا د ولسمشر احساستي چلند او وينايي لغزش ګاڼه او چا بيا ويل چې ولسمشر غني د خوشال بابا په خبره، “مخ يې مخ، قول يې قول، عهد يې عهد” دی.
خو وخت چې شيان له ابهامه باسي، دغه خبره يې هم تحليل څه چې تمثيل کړه. ولسمشر پرلهپسې ځينې داسې اقدامات وکړل چې ولس يې له حيرانتيا او خوشالي ګوته په خوله کړ. ان دا څو وويشت کاله زموږ پر ټولنيز برخليک داسې کسان حاکمان دي لکه پر ولس چې خپسکه پرته وي، يوازې ولسمشر غني دی چې منتر يې د بنګال له کنګالي جادوګرو سره هم وهلای شي…
د ولسمشر غني منتر کله کله پر موږ د رويا نړۍ هم ويني، د رويا نړۍ موږ د تېر واړه اختر په ورځو کې د اوربند په نامه ننداره کړه. په افغانستان کې د شلمې پېړۍ له اوويايمو کلنو راهيسې د يوويشتمې پېړۍ د دويمې لسيزې په وروستۍ برخه کې ۳ ورځې امن راغلی دی او دغه امن اصلاً د ولسمشر غني او ولس د سولې د تندې د يوه لېوني لټون نوم دی.
له دغې متفرقه مقدمې مې منظور دا دی چې د ولسمشر غني په دوره کې د افغانستان حکومت پر هغه ځای ګوته کېښوده چې له درده يې زموږ اجتماعي شاهرګ په پرې کېدو دی او بدن ته مو ټول درد له همدې ځايه خپرېږي.
افغانستان له دوه ډوله افراطيت سره مخ دی، يو افراطيت يې لکه ميکروب له دننه خوري او بل يې لکه چټل ډنډونه له دباندې خرابوي. حکومت په يوه وخت له دواړو سره د مقابلې په سنګر کې ناست دی. دغه مبارزه له ځان سره کله کله داسې جانبي عوارض لري چې له اصلي مسيره د چپېدو خوا ته تمايل زياتوي، لکن که پر دغو تصاميمو تداوم ته ترحيج ورکړل شي، بری خوب نه دی، هرو مرو راځي.
مونټيسکيو د قانون د تطبیق په هکله وايي چې بايد لکه مرګ داسې وي، هيڅ استثناء و نه لري. له بدهمرغه چې په افغانستان کې قانون له ډېره وخت راهيسې لکه اپڼډيکس داسې دی، تصادفي د ځينو په نس خوارو پر سر د ټکې غوندې پرېوځي، لکه مرګ داسې نه دی چې شاه و ګدا يو رنګه خوا ته ور بېرته کړي.
په تېر حکومت کې د نورو تېروتنو تر څنګ يوه لويه ټولنيزه خودکشي دا وه چې ځينې کاغذي پړانګان د سياست د افسون په داسې تنفس د ساميري د سخوندر په څېر ژوندي شول چې خلک يې د قانونيت د موسی له تګلارې مردود کړل، ان خپل پلويان يې د خپلو غلطو کردارونو په نيل کې د فرعون د پيروانو غوندې غرق کړل.
په تېر حکومت کې د چپاول او چور له فرهنګ سره کابو اجتماعي توافق را منځ ته شو، ان وويل شول چې فساد دې وشي، خو پيسې دې يې بهر ته نه ايستل کېږي.
دغه سرطان ريښې وکړې، ريښو د وطن په بدن کې ځينې حجرې سراسر تخريب کړې، ځينې يې يوازې د خپلې هستوګنې په دايمې مرکزونو بدلې کړې او د بدن نوره حصه چې ظاهراً روغه ښکارېده، دومره ورسره په درد شوه چې قرار يې بايلود.
د دغې جراحي لپاره ډاکټر غني د خپل سياست په بناء لستوڼي را بډ وهلي او که دوام وکړي د عامه افکارو پراخه پيمانه به د دغه سپينږيري په تاله کې د وقار تول زيات کړي. حکومت د عامه افکارو ور ماتېدلو ته خوشالي يوازې د افکارو د يرغملتيا په پار نه، بلکې د هغو هيلو د تعميل په مفهوم کولای شي چې اساساً ورته تشکيل شوی دی. که حکومت د ولسونو غوښتنې نهشي تمثيلولای، د موجوديت اړتيا يې ختمېږي.
په ولس کې ځينې زورواکي په نيکټايي، هاموي، زيرهي او بله بالاپوشي برسېره بيا هم طالبان دي، دغو کسانو ته بايد د پاخه سړک طالبان وويل شي. د زورواکيو په نمايندهګي ځينو کسانو په سياسي سټېجونو مخامخ اعتراف وکړ چې په حکومت کې د ونډې د کم او کيف له وجهې د هېواد په ځينو برخو کې عملاً په جګړه لګيا افراد د دوی د برتۍ خلک دي. دغه شاهدي پر ځان شاهدي ده، دغه شاهدي د طالب د جګړې د مشروعيت پر ورخ اوبه ور سموي، حال دا چې د طالب خلاف دعوې بيا د دوی د ملا تمغې دي چې شمله يې ورباندې شکه درولې ده.
ښاري زورواکی او طالب د يوې سکې دوه مخونه دي، تفاوت دا دی چې يو له موږ سره پر تور سړک ګرځي او بل په تور غره کې راته ناست دی. حکومت که له طالب سره جنګېدل خپله وجيبه ګڼي، له زورواکي څخه د ولس د مرۍ خلاصول يې هم فريضه ده. د خوشالي خبره دا ده چې حکومت دا ځل د فرضو ادا ته ګونډه ماته کړې ده.
خو څومره چې موږ د ولس له منځه ګنګوسې اورو، کيسه دا ده چې ولس اوس له دې ډېر وېږېږي چې حکومت دغه لنډي کړي ماران بېرته خوشې نه کړي، که دغه لنډي شوي ماران دا ځل پر ولس ور خوشې شول، زهر به يې د کپچه مار تر زهرو ډېر په ټوپ الوځي او دا ځل به خپل تېري ته د يوه فرصت په توګه لا بده پښه بنده کړي.
د خلکو يو عمومي نظر چې ما د ټکسيانو له بحثونو را نيولې بيا د خواله رسنيو له دريځونو اخيستی، دا دی چې غله، بدماشان، زورواکي او خودخوانده قومي سرخېلان د حکومت د پښو له تشو ټکولو هم منډې وهي او د ډارن ماشوم غوندې تر شا نه ګوري، که حکومت د مل په حيث د غلو د را ټينګولو په اقدام کې يو څو شپې پښې ټينګې کړې، د يوه غيرمعمولي بري ضمانت يې یقيني کېدای شي.
حکومتونه په هغو پرېکړو کې اسانه کامبېدای شي چې رعيت يې په رضاکارانه شکل تر شا ولاړ وي، د داسې مواردو په ګټه پرېکړه د حکومتونو د بقا رازونه دي چې پر هغو د ولسونو اکثريت راضي وي، بل دا چې داسې شيان ډېر زيات نه وي.
په افغانستان کې د زورواکيو د غوږونو تاوول دا ځل همدومره لوی محور دی چې حکومت او رعيت يو د بل په تکميل را چورلولای شي او تر بل هر وخت يې د فاصلې د را کمېدو امکان ډېر شوی دی. ولسمشر غني دا ځل د امنيت او سولې د نغمو سُر پيدا کړی، که يې تارونه ژر خوشې نهشول، موږ به د يوه داسې امن د سرود په منځ کې د خوند له خوبه زنګېږو چې دا ډېر وخت مو سترګې پسې سرې وې.
هو! همداسی ده که دغه محدود لیوان قفسی او حساب ته حواله شی نو د قانون حاکمیت کمال ته ورنږدی کیږی او دملت فرار او نورو په دام کی لویدل یو اهم علت یی همدا کورنی غله او ارذل الناس دی چی ملت داړی ، درونی استحکام له منځه وړی او هره ملی ګټه ،شخصی کوی او فقط ځان نه میلیاردر جوړوی بیا نور هم ښکرور شی او فرعونی خویونه ورکی وښوری چی خلک د ټولو فسادونو او رذالت سره باید دده خبیث جاهلی او معامله ګر حکومت هم ومنی او د خلکو ټول حقوق غصبوی، چی دا ارذل الناس ملت ته سپک ګوری او اصلی علت دادی چی دا خاینان نه ځان پیژنی او نه دا مؤمن طاغوت شکن ملت.
نو ددی چهاد ثمره به ان شاءالله چی درونی استحکام او ورورولی ،امنیت او دټول مؤمن ملت ، قناعت او ثابته به شی چی حکومت د ملت ریښتونی حامی او خادم دی
دوام تر کاملی تصفیی او آرام ملت تر ۴۰ کلن مظلومیت وروسته
نوتعاون د بر اوتقوی سره د هر مؤمن ایمانی مسؤلیت دی