شاهدالله انسان || 

د طالب رژيم له نسکورېدو وروسته طالبانو د افغان حکومت او خلکو پر وړاندې وسله والو مبارزه پيل کړه او د شاوخوا يوې نيمې لسيزې په جريان کې يې زرګونه ملي امنيتي ځواکونو ته ځاني او سلګونه زره خلکو ته ځاني او بې حسابه مالي زيانونه واړول او دا لړۍ يې لا هم روانه ساتلې ده.

په تېر کې چې هر وخت د سولې لپاره اقدامات او حرکات شوي، پاکستان يې، چې ترهګري د خپلې ګټې لپاره کاروي او طالبان يې له اوله په ګورت کې نيولي، تر وسه مخه نيولې او که کله يو څه له فشار سره مخ او مجبور شوی، نو بيا يې چل، ول کړی دی. پاکستان هغه طالب مشران نيولي، بنديان کړي او آن وژلي دي چې جګړې ختمولو او سولې ته مايل و. تر دې چې د طالبانو د لومړني کفيل ملا عمر له وژلو وروسته يې دوه کاله قومانده په مستقيم ډول د isi د پنجابي جنرالانو په لاس کې وه، خو کله چې دا راز افشا شو، نو ملا اخترمحمد منصور يې نوی کفيل ورته وټاکه. منصور چې د دوی په تبه حرکت ونکړ، هغه يې هم له مخې لرې کړ او د هبت په نوم يې نوی ناشناخته ملا د طالبانو په امارت په مشرتابه ټک واهه.

له تېرو څو مياشتو چې د سولې هڅې، ناستې او اړيکې په بې ساري ډول زياتې شوې، سيمې ته قناعت ورکړل شو او نړۍ وپوهول شوه چې د افغانستان د امن او ثبات پرته بله منطقي لاره نشته او په دې لاره کې بايد نه يوازې کاملې هڅې وشي، بلکې بايد د هغو خنډونو چاره هم وشي چې ياده ملي پروسه له ستونزو سره مخ کوي. ولسمشر غني طالبانو ته بې ساری سياسي پکېج اعلان کړ، چې که له جګړې لاس واخلي، نو د سياسي ګوند په توګه به يې ومني، بنديان به يې ازاد کړي او غوښتنې به يې ومنل شي. د افغانانو لخوا د روانې جګړې غندل او پردۍ ګڼل، د ځينو اسلامي هېوادونو د علماوو لخوا د دې جګړه د بطلان اعلان، د معظمې مکې او مدينې د امامانو لخوا د دې جګړې مزمت او د زرګونه افغان علماوو لخوا يې د حراموالي فتوا د طالبانو لخوا د جهاد په نوم د مسلمانانو روانه خونريزي فساد ثابت کړ.

پاکستان د ديپلوماسي، لابي، افشاګريو او پراخو هڅو له برکته له بې ساري فشار سره مخ او بلاخره د تور لېست په غاړه په خړ لېست ودرېد. د حکومت لخوا د اوربند اعلان د سولې په لور لوی خپلواک رښتينی ګام و. د اوربند په شپو، ورځو او له هغه وروسته په بېلابېلو سيمو کې ګڼ وسله وال ځوانان د طالبانو له ليکو بېل او له جګړې يې لاس واخيست. د هېواد په هر کونج کې د سولې ناره پورته شوه، حکومت، خلکو او طالبانو په يوه خوله روانه جګړه د پرديو د ګټو غوبل وباله، چې تاوان يې يوازې افغانانو ته رسيږي او ټينګار يې وکړ چې روانه شخړه بايد د خبرو له لارې حل شي.

ولسمشر غني وويل چې که طالبان خبرې پيل کړي، بهرني ځواکونه به هم د مالوم مهال وېش له مخې ووزي. خلکو او ګوندونو هم استدلال وکړ چې لومړی بايد افغانان خپلمنځي هوکړې ته ورسيږي، څو نړيوالو ته قناعت ورکړي چې نور افغان حکومت ته وسله وال ګواښ ندی پېښ او دوی روانه مسله خپله حل کولی شي د سولې ولسي حرکتونه او پرلتونه پيل شول، علماوو او قومي مشرانو غږ پورته کړ او ويې ويل هغه غاړه ولس ته مسوله ده چې روان اوربند مات کړي، خو امارت په پوره سپين سترګۍ د خلکو د سولې غوښتنې له پامه وغورځولې او ويل يې چې د سولې د خبرو پر وړاندې يوازې يو خنډ پاتې او هغه د نورو موضوعاتو تر څنګ له هېواده د بهرنيو ځواکونو د وتلو د مهال وېش خبره ده. دوی ويل تر هغو له جګړې او د افغانانو له وژلو لاس نه اخلي، څو د بهرنيانو د وتلو موضوع د خبرو په اجنډا کې شامله نشي.

خو د جولای په څلورمه امريکا اعلان وکړ حاضر دي چې له طالبانو سره د بهرنيو ځواکونو د وتلو په مهال وېش خبرې وکړي. دا اعلان د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې اليس وېلس وکړ.

د طالبانو وروستۍ پوښتنه ځواب او غوښتنه ومنل شوه. دا چې طالب ويلي و، تر هغو به جګړه کوي څو يې په دې اړه ځواب نه وي تر لاسه کړی، دا ځواب خو په څرګنده ډول تر لاسه شو، اوس پوښتنه دا ده چې طالب د څه لپاره جګړه کوي؟ آيا طالب په خپله خبره کې رښتينی دی؟ آيا طالب خپلواک دی؟ که رښتيا هم دا دليل او دريځ د طالب و، نو اوس بايد اوربند او رسمي مذاکرات او خبرې پيل کړي.

خو که کوم دليل ورپيچکاري شو او روانه جګړه يې توده وساتله، نو ولس بايد د وروستي فرصت په توګه پوه شي چې طالب هېڅکله د سولې اقدام نشي کولی، طالب پردی او د ولس د جګړې لومړی اړخ دی او ټول يې بايد پر وړاندې له ټولو امکاناتو سره کلک ودريږي.

One thought on “د طالبانو د جګړې پلمې ختمې شوې”
  1. راځی چی په الله او رسول یی حل کړو که رښتیا ایمان لرو په الله او ورځ د حساب.
    قرآنکریم داسی فرمایی:
    فان تنازعتم فی شیء فردوه الی الله والرسول ان کنتم تؤمنون بالله والیوم الآخر….
    نو دعلماوو غونډی ته ورتګ هم د ایمان نښه ده ځکه هلته حکم ، الله او رسول الله ص یی کوی نور څه غواړی؟
    آیا ددی نه پورته بله مرجع شته؟
    چی قطعا نشته

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *