ټاکل شوي ده چې سبا دسعودي عربستان جدې ښار د نړۍ د 36 اسلامې هېوادونو دینې علما دهغه کنفرانس کوربه وي کوم چې د اسلامې هېوادونو سازمان دسعودي عربستان په همکارۍ دافغانستان د روانې جګړي او سولې په اړه رابللې دی ، یاد کنفرانس کې به په افغانستان کې رواني جګړې ، د اسلام تر نامه لاندي د تروریزم ترویج او دافغانستان دسولې په اړه پراخ بحثونه وشي چې دکنفرانس په اخر کې به یوه اعلامیه هم خپره شي ، دا چې دا کنفرانس څومره د افغانستان لپاره داهمیت وړ دی غواړم دلته پري لنډ بحث وکړم .
بدبختانه افغانان له تیرو څلویښتو کلونو دجګړې په لمبو کې سوزیږي خو تر اوسه پوري هیچا ددې اور دمړه کیدو لپاره داسلامې هېوادونو په کچه هغسې چې لازمه وه خپل غږ نه پورته کولوخو د ملې وحدت حکومت د راتګ سره سم په بهرني سیاست کې د افغان حکومت فعاله دیپلوماسي ددې لامل شو ترڅو دنورو نړیوالو ترڅنګ داسلامې هېوادونو پام ځانته راواړوي چې دغه کنفرانس یې ښه بیلګه ده ځکه په دې کنفرانس کې د نړۍ د 36 هېوادونو دینې جید علما چې په اسلامې نړۍ کې د ځانګړې احترام او اهمیت څخه برخمن دي .
دغه کنفرانس دافغانستان د ولس لپاره یو ډیره لویه لاسته راوړنه ده ځکه په لومړې ځل په دومره کچه باندي د اسلامي نړۍ علما له افغانانو سره خپله همدردي ښکاره کوې ، بله داچې داسلامې هېوادونو دعلماوو په دي ناستې سره به یو ځل بیا په افغانستان کې درواني جګړې مذهبي مشروعیت له منځه لاړ شي چې دا خپله دهغه شمیر ځوانانو په روحیه مثبت تاثیر کوې کوم چې یادي جګړې ته د مذهبي اړخه مشروعیت ورکوي بل لورې ته دا ناسته به د افغان علماوو او په اندونیزیا کې د افغانستان ، پاکستان او اندونیزیا دعلماوو په پریکړه لیکنو او فتواو د تاید ټاپه ولګوې چې دا مسله د افغانانو لپاره دخورا زیات ارزښت څخه برخمنه ده چې دې سره کیدلې شي افغان طالبان دافغان حکومت سره دسولې پروسې ته وهڅول شې او له شته فرصته په ګټه پورته کولو سره افغانستان له روان بحران څخه ووځي .
بله مهمه مسله داده چې اوسمهال د ټولې نړۍ څخه زیات اسلامې نړۍ وګړې د تروریزم له ګواښ سره مخ دې او بدبختانه دا ګواښ دیو شمیر اسلامې هېوادونو دغلطو پالیسو له امله دی چې هغوۍ د اسلام تر چتر لاندي تروریزم دخپلو ګټو لپاره کاروي او دا موضوع د اسلام دبدنامولو لپاره یوه هڅه ده چې باید مخنیوي یې په ګډه سره وشي او دا داسلامې هېوادونو دوګړو مسولیت دی چې له دي ګډ ګواښ نه ځان خلاص کړي چې په یاد کنفرانس کې دعلماوو پریکړې کولې شي هغه هېوادونه تر فشار لاندي راولې کوم چې داسلام تر نامه لاندي تروریزم دخپلو ګټو لپاره روزي او یایې دودول غواړې ځکه دا مسولیت اوس تر ټولو زیات داسلامې نړۍ هېوادونو ته متوجې دی ، چې په دي برخه کې دیاد کنفرانس اعلامیه په هغه شیخانو باندي کوم چې عرب هېوادونو کې میشت دي او داسلام تر نامه لاندي یو شمیر وسله والو ته مالي امکانات برابروي هم تر فشار لاندي راتللې شي ترڅو دوسله والو دمالې سرچینو په وچولو کې موثر ګام پورته شي .
دریمه مهمه مسله داده چې په ورستیو کې افغان حکومت دسولې لپاره هر اړخیزه طرحه وړاندې کړله او ددې طرحي د پلې کولو لپاره ولسمشر محمد اشرف غنې یو لړ اقدامات وکړل چې بي ساري وه دبیلګې په ډول د اوربند اعلانول چې له دي پریکړې څخه په کور دننه ، سیمه ایزه کچه ، داسلامې هېوادنو ترڅنګ په نړیواله کچه هم تود هرکلی وشو چې اوس ددي طرحي د لاپیاوړتیا لپاره ددي کنفرانس تاید د زیات ارزښت څخه برخمن دی چې کولي شي له یو لوري دافغان سولې څخه ملاتړ قوي کړي او له بل لوري څخه وسله وال طالبان تر فشار لاندي راولی او منزوي یې کړي .
نو پورته ذکر شوو مواردو سره موږ ته په کار دي چې دیادو ناستو دموادوپه عملې کولو کې لا زیات کار وکړو او په دي برخه کې داسلامې نړۍ پاملرنه لا زیاته جلب کړو ترڅو خپل معصومیت او ددین تر نامه لاندي دناروا او غیر مشروع جګړې له دي عذاب څخه په امن کې اوسو .
دیو سوکاله افغانستان په هیله