عصمت الله صالح

ادبیات او ژورنالېزم له یو بل سره نه شلېدونکې اړیکې لري. ځینې ژانرونه شته چې دغه اړیکو ته تل وده ورکوي، نه پرېږدي چې ادب له ژورنالېزم لرې واقع شي. له دغه ژانرونو یو هم ادبي راپورتاژ دی.

په عمومي ډول راپورتاژ له رپوټ جوړه فرانسوي کلمه ده. د لغت له مخې د دې ژانر تعریف په زیاتو کتابونو او ډېرو مشهورو ډکشنریو کې موندل کېږي. په فرهنګ عمید کې راپورتاژ د ګزارش په معنا راغلی، اکسفورډ اډوانسډ لرنرز یې بیا په ځانګړې طریقه د خبرونو چمتو کول بولي. همدا راز په کالج ډکشنري کې د راپورتاژ مانا لیدونکې پېښه راغلې؛ خو په اصطلاح کې د اړتیا له مخې اړ یوو، چې دغه ژانر په دوه برخو ووېشو؛ یو ادبي راپورتاژ او بل عادي (ژورنالېستیک) راپورتاژ.

په عادي راپورتاژ کې یوه پېښه کره، ژوندۍ او بشپړه حقیقي لیکل کېږي؛ مګر ادبي راپورتاژ بیا هغه لیکنه ده، چې واقیعتونه پکې په هنري بڼه وړاندې کېږي. هنري بڼه په دې مانا چې دغه ژانر هم لکه د نثري ژانرونو غوندې په یوه ځانګړي طرز لیکل کېږي. لیکوال هڅه کوي چې لیدلې پېښه داسې ولیکي، چې لوستونکی وانګیري؛ لکه د کوم چا یونلیک (سفرنامه) او یا هم کومه لنډه کیسه چې لولي. لکه د اجمل خټک په ګډون د ځینو لیکوالو راپورتاژونه.

سفرنامه مې ځکه یاد کړه، چې په ادبي نثري ژانرونو کې یونلیک دی، چې له ادبي راپورتاژ سره ډېر ورته‌والی لري. دغه ورته‌والي ته په کتو ډېر بیا یونلیک او دغه ژانر یوه هنري لیکنه بولي.

اوس به راشو د دې ژانر په سرلیک، د وخت بدلون او په ننداریځونو به څه ناڅه رڼا واچوو:

سرلیک: ځینې لیکوال راپورتاژ ته په سرلیک او لنډیز ورکولو تاکید کوي، دوی وايي، چې سرلیکونه ځانګړی سپنس لري او لوستونکی هڅوي، چې ترپایه د متن لوست ته پاتې شي؛ خو زما په اند ښه به دا وي چې له ژورنالیستیک راپورتاژ پرته ادبي راپورتاژ ته سرلیک او لنډیز و‌نه ټاکل شي؛ ځکه که لیکوال دې ژانر ته کوم سرلیک او لنډیز و‌نه ټاکي، ممکن دغه لیکنه تر ټولو ډېر لوستوونکي پیدا کړي، ځکهزموږ ټولنه د ډېرو داسې پېښو شاهده ده، چې که لیکوال پرې سرلیک لرونکی راپورتاژ ولیکي، ممکن د سرلیک له لوستو وروسته یې نور متن و‌نه لوستل شي.

د وخت بدلون: ډېری کسان په راپورتاژ کې د وخت بدلون مهم بولي، دوی زیاتوي که په دغه لیکنه کې د اوسمهال تر څنګ تېر مهال هم په پام کې ونیول شي؛ نو په لوستونکي به لا زیات تاثر وکړي؛ خو زه وایم که د دې ژانر متن په اوسمهال ولیکل شي په لوستونکي به له هغه زیاته اغېزه وکړي، کوم چې په تېر یا نږدې تېر مهال لیکل شوی وي. موږ تل په دې تاکید کوو چې راپورتاژ لکه ژوندۍ کیسه یوه پېښه په ژوندۍ بڼه بیانوي. زه دا نه وایم چې دغه لیکنه دې هېڅکله هم په تېر مهال نه لیکل کېږي، ودې لیکل شي؛ خو تر کومه چې لیکوال د دې توانايي لري، چې پېښه په اوسمهال کې انځور کړي، تر ډېره به د ژوندي نکل په څېر وي.

ننداریځونه: د ننداریځونو په برخه کې ډېری په دې نظر دي، چې لیکوال باید د پېښې د موقعیت ژوره ننداره وکړي؛ ترڅو د خپلو صحنوله‌پاره ادبي قالب جوړ کړي. لکه د یوه کور جوړښت، خونې، انګړ او نور… .

خو زما په نظر که چېرې په ادبي راپورتاژ کې ننداریځونه تر ټاکلي حد واوړي؛ نو هغه رنګیني به له منځه ولاړه شي، کومه چې په ساده‌ګۍ کې پټه ده. ځکه ډېره صحنه‌سازي او منظر‌کښنه هم کولای شي، د راپورتاژ هغه خوږې جملې، چې لوستوونکی تر پایه له ځان سره ساتي په درنو فقرو واوړي، روانوالی یې پیکه او لوستونکی یې په رښتینوالي شکمن کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *