مایک پامپیو

تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو نن /دوشنبه/ په یوه ناعلان شوي سفر کابل ته راغی او د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره یې ولیدل.

ګومان کېږي چې ښاغلی پامپیو او ولسمشر غني په څو شېبو کې د خپلو خبرو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړي.

له کله چې مایک پامپیو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټاکل شوی، دا کابل ته د نوموړي لومړنی سفر دی.

ده تر دې وړاندې د شمالي کوریا له مشر سره په پیونګ یانګ کې وکتل او بیا جاپان ته لاړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې کابل ته راځي چې روانه اوونۍ د افغانستان پر جګړې د بحث لپاره په سعودي عربستان کې د اسلامي نړۍ د سترو دیني عالمانو غونډه جوړېږي او د ناټو مشران په بروکسل کې جرګه کېږي. د ناټو د مشرانو د بحث یوه اصلي موضوع د افغانستان جګړه او د سولې پروسه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *