د الچین پُل شاوخوا دوه کاله وړاند وسلوالو طالبانو نړولی ؤ چې نن يې د هغې (۴۴) متره نړیدلې برخې د چارو پيل د بسنټ ډبره د کندوز والي عبدالجبارنعیمي لخوا کیښودل شوه .
دا پُل (۱۱۰) متره اوږوالی (۹) متره بر لري چې (۴۴) متره يې دوه کاله وړاندې د دولت وسله والو مخالفینو نړولی وو چې ورسره سم دسیمې اوسیدونکي ، سوداګر او کاروباریان له سختو ستونزو سره مخ شول خو هغه وخت د ملي دفاع وزارت لخوا یو استحکامي پُل جوړ شو ترڅو د خلکو مشکلات حل شي او اوسمهال دا استحکامي پُل هم کڼډو کَپر شوی چې خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي او تر اوسه له همدې استحکامي پُل څخه ګټه اخلي .
د کندوز والي په دې اړه جوړې شوې غونډه کې پر خلکو غږ وکړ چې د عامه شتمنیو ،پروژو او تاسیساتو په ساتنه کې په ملي مسؤلیت سره کار وکړي او پرېنږدي چې د هېواد دښمنان دې عامه شتمنۍ ویجاړې او خلک دې له ستونزو سره مخ کړي.
د الچین پُل د کندوز ښار په ۷ کیلومترۍ کې موقعیت لري چې د کندوز- شیرخان بندر له لارې افغانستان له منځنۍ اسیا سره نښلوي او همداراز د څلورو ولسوالیو ، امام صیب ، قلعه ذال ، دشت ارچي او ګل تپې خلک پرې تګ راتګ کوي .
راپور : عزت الله عمرخیل