تاند- په جلال اباد ښار کې د نن /سې شنبه/ سهار د انتحاري حملې د شهیدانو شمېر ۱۲ ته ورسېد.
مخکې د وژل شویو شمېر ۱۰ تنه ښودلی شوی و.
وروستی راپور وايي چې په دې انتحاري برید کې ۱۰ ملکیان د ۲ د ملي امنیت د ریاست منسوبان شهیدان شوي دي.
مخکینی خبر:
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویندوی انعام الله میاخېل تایید کړه چې روغتون ته ۱۰ مړي او ۴ ټپیان وروړل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي وویل چې دا برید د جلال اباد د فامیلي په سیمه کې د یوې انتحاري چاودنې په نتیجه کې و.
خوږیاڼی وايي چې برید د سهار په لس بجې یوې پوستې ته څېرمه وشو. د ده په وینا په وژل شویو کې ۸ تنه عام ښاریان او دوه تنه د ملي امنیت منسوبان دي.
ده دا هم وویل چې په ټپیانو کې د یوه حال نازک دی.
تراوسه پورې کومې ترهګرې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.