مینه ابراهیم خیل
دغونډې ځاي: سینماپامیر کتاب ښار
د غونډې نیټه: ۳/ ۷/ ۱۳۹۲
دغونډې وخت: د ورځې یوه نیمه بجه
ویانده: کاینات سعادت
د غونډې لومړۍ برخه کې د نعیمې غنی په شعر کره کتنه وشوه چې په لاندې ډول وو:
د تیارو په ښار مې شپه ده، ښار خاموشه
خاموشې مې میلمنه ده، یار خاموشه
پاکیزې آرزو د دی بیت په هکله وویل چې:خاموشي د ښار له غوغا سره تضاد لري چې دا یو ښه
ښکلۍ تضاد دي چې ښکلۍ انځور لري. چې په دواړو بیتونو کې د خاموشې او ښار د میلمه او یار
د کلمو تر منځ ښایسته تضاد راغلې.
نالیدلې لارې څارم، ستا په تمه
د امید ډیوه مې مړه وه، لار خاموشه
د دي بیت په هکله شفیقي خپلواک وویل، چې ښکلی بیت دی نا هیلی پکې ده.
نه مطرب شته، نه سازونه له مودو نه
پټه خوله د زړه نغمه ده، تار خاموشه
بلقیس محبوبي دې بیت په هکله وویل په دغه بیت کې د کلمو تر منځ ښه تناسب لري او دا اوسني
حالت یوه ناهیلي ښکاره کوي.
انصاف غلی، کتاب غلی، جلاد غلی
د مرګ ګنګه فلسفه ده، دار خاموشه
دې برخه کې شفیقي خپلواک وپوښتل چې جلاد خاموشي په څه مانا؟
پاکیزې آرزو وویل چې د جلاد خاموشي په دې مانا ده چې دلته مرګونه بې علته دي او جلاد هم
په دغه بې علته مرګونو کې څوک نه پوښتي چې جلاد څوک دی.
جلۍ غوږ د وره تر شا ده، ریبار وایي
دا څومه مرکه ده، پلار خاموشه
دې بیت په هکله اوږۍ امیل وویل چې دې بیت کې د پښتنې ټولنې پیغلو د ژوند ښکلی انځور ځای لري.
نعیمې له ډیره درده ګلاب خاندي
دا خندا څه عجیبه ده. خار خاموشه
دا بیت د نظیفې نیازۍ ډیر خوښ شو.
دغونډي په دوهمه برخه کې چې د ژورنالیزم د کورس برخه وه استاد امیرجان وحید احمدزي د ژورنالیزم په هکله لکچر وړاندې کړ.
استاد د مرکو په اړه بیلې څرګندونې وکړې چې کومو ځایوکې څنګه مرکې ولرو.
چې د وینا مهم ټکي يي د مرکې څخه دمخې تمرین، لحن او د خبرو کولو سرعت وو.
استاد زیاته کړه ژبه ډیره مهمه ده چې باید د خلکو سویې په نظر کې نیولو سره سم خبرې وکړو.
د تل په شان دا ځل هم په غونډه کې مشاعره ترسره شوه چې پکې هرې يوې آغلو شاعرانو بلقیس محبوبي،
شکریه خروټۍ، مینه موسی زۍ، شفیقه خپلواک، پاکیزه آرزو، نظیفه نیازې، مینه ابراهیم خیل،اوږۍ امیل او کاینات سعادت خپل شعرونه ګډونوالو ته وړاندې کړل او سیلۍ درد د خوست ولایت څخه ټلیفون له لارې خپل شعر وړاندې کړ.
او د غونډې وروستۍ برخه کې په کاري مسایلو باندې خبرې وشوې، د میرمن بهیر د ویبپاڼې http://mirmanbaheer.com
یوې مسوولې نعیمې غني د بهیر د ویبپاڼې په اړه معلومات وړاندې کړل په غونډه کې د میرمن بهیر د ویبپاڼې د برخو مسوولینې وټاکل شوې. هره خور دنده لري چې د ویبپاڼې د اړوندې برخې مطالب پخپل وخت چمتو کړي.
مسولیتونه په لاندې ډول وویشل شول:
مینه موسی زۍ د لنډو کیسو د برخې مسووله
شکریه خروټۍ دطنز او ادبي ټوټو برخې مسووله
پاکیزه آرزو د پخوانیو میرمنو لیکوالو ژوند لیکونو د برخې مسووله
مینه ابراهیم خیل د شعرونو د برخې مسووله
اوږۍ امیل د فلکلور د برخې مسووله
شفیقه خپلواک د اوسنیو میرمنو لیکوالو د ژوندلیکونو د برخې مسووله
په غونډه کې وپتییل شوه چې په راتلونکې غونډه کې د مینې موسی زۍ په کیسه کره کتنه وشي.دمیرمن کلتوری-ټولنیز بهیر اوولسمه غونډه د ماسپښین په څلورو بجو پای ته ورسیده.