خبريال: حامد الله ستون

د نیمروز ولایت امنیه قومندان عبدالرقیب مبارز یادې څرګندونې نن د دغه ولایت د مرستیال والي سردار محمد همدرد په ملتیا خاشرود ولسوالۍ ته د یوه سفر پر مهال وکړې. له دغه سفر څخه د ځایي چارواکو موخه په یاده ولسوالۍ کې د وروستیو امنیتي تهدیدونو څېړل او د عملیاتو د پیل لپاره پر پلان کار کول وو.

د دغه ولایت مرستیال والي په یاده سیمه کې د نویو عملیاتو د پیل کېدو خبرداری ورکړ او ویې ویل، چې په نږدې راتلونکي کې به د خاشرود اړوند یو شمېر سیمې تصفیه او له امنتي تهدیدونو خوندي کړي. د همدرد په وینا له دغې لیدنې څخه یې هدف د لومړۍ کرښې او ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو د ستونزو څېړنه او د هغوی تشویق و.

پر دې سربېره امنیه قومندان په خاشرود کې د جګړې د لومړۍ کرښې له پوستو څخه د لیدنې پر مهال و ویل، چې په دغه سیمه کې امنیتي ځواکونه په لوړ مورال جګړه کوي او دا مهال چې له کوم لوري احتمالي تهدید لري، په نږدې راتلونکي کې به یې له منځه ویوسي او تر خپل کنټرول لاندې سیمه به پراخه کړي. د مبارز په وینا چې په سیمه کې به عملیات پیل کوي او ځايي اوسیدونکي به له امینتي اړخه خوندي کړي.

خاشرود د نیمروز هغه ولسوالي ده، چې بېلا بېل وختونه په کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ نښتې کیږي او د ځايي مسوولینو په وینا چې لا هم ځینې امنیتي ستونزې لري، چې د عملیاتو په ترسره کولو سره له منځه تلای شي.

سه شنبه/ ۱۳۹۷/چنګاښ/۱۹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *